مارکو روبیو: ډاډه نه یم چې له ایران سره به کومې هوکړې ته ورسېږو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فارسي ژبه د خپلې رسمي اېکسپاڼې له لارې د مارکو روبیو وروستۍ څرګندونې بیا ځلې خپرې کړې دي؛ هغه په دغو څرګندونو کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هر ډول احتمالي هوکړې پر امکان شک څرګند کړی دی.
په دغه مطلب کې چې لومړۍ بڼه یې د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۵مه په انګلیسي ژبه خپره شوې، د مارکو روبیو له قوله راغلي: «که چېرې ایراني لوری د کتنې غوښتنه وکړي، موږ چمتو یو؛ خو ډاډه نه یم چې له دغو کسانو سره به هوکړې ته ورسېږو. سره له دې هم هڅه کوو چې وګورو ایا د هوکړې امکان شته او که نه. ولسمشر تل پر هر ډول شخړو او ننګونو سربېره، سولهییزې حللارې غوره ګڼي».
روبیو په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت د شخړو د حل لپاره ډیپلوماټیکې او سولهییزې لارې لومړیتوب ګڼي، خو له ایران سره د باور وړ هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه لا هم جدي اندېښنې شته.
