• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید عامل افغان نه دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید عامل د افغانستان وګړی نه و. خو نوموړي د څېړنو له پایلو سره سم ویلي، چې دغه ځانمرګی بریدګر تر دې وړاندې څو ځله افغانستان ته تللی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «اوس مهال نه‌شو کولی ډېر معلومات له رسنیو سره شریک کړو، ځکه دا مهمه ده چې هغو کسانو ته ورسېږو چې د دې برید تر شا ولاړ دي. د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې به یو مفصل راپور خپور شي».

دا چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

طلال چودري یو ځل بیا هند د نیوکې هدف وګرځاوه او ویې ویل، چې اسلام‌اباد له نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو سره د ترهګرۍ د ملاتړ اسناد شریک کړي او دا یې ثابته کړې، چې «ترهګري د هند له‌خوا تمویلېږي».

هغه زیاته کړه: «موږ داسې شواهد لرو چې هند په دې برخه کې خپله پانګونه درې برابره زیاته کړې ده. دا ترهګر د دین لپاره برید نه کوي، بلکې د ډالرو لپاره بریدونه ترسره کوي؛ که هغه د بلوچستان د ازادۍ پوځ وي، که تحریک طالبان پاکستان وي او که بله هره ډله وي، ټول د ډالرو په بدل کې جګړه کوي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه وویل، چې اسلام‌اباد څو ځله له افغان طالبانو غوښتي، چې ترهګرو ته پناه ورنه‌کړي او د هند د لاس اله ونه ګرځي. هغه خبرداری ورکړ: «دا نیابتي ډلې به هم له هماغه برخلیک سره مخ شي، له کوم سره چې هند د تېر کال د مې په میاشت کې مخ شو».

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو، چې ځانمرګی بریدګر افغانستان ته په تګ‌راتګ کې و او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې ترلاسه شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

هند په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید غندلی او د پاکستان تورونه بې‌بنسټه بولي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام‌اباد کې له شوي برید سره هېڅ تړاو نه لري او پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د جدي حل پر ځای پر نورو د ملامتیا ګوتې نیولو سره ځان غولوي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید د هند او طالبانو ترمنځ د همکارۍ پایله وبلله، د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ادعا بې‌بنسټه وبلله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې په اسلام‌اباد کې پر یوه جومات شوی برید غندلی او د دغه برید له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دا د افسوس ځای دی چې پاکستان د هغو ستونزو د جدي حل پر ځای چې ټولنیز جوړښت یې ځپلی، پر نورو باندې د خپلو کورنیو ناخوالو د پړې اچولو له لارې ځان غولوي. هند دغه ډول تورونه ردوي؛ دا بې‌بنسټه او بې‌معنا دي».

پر همدغه مهال د طالبانو د دفاع وزارت هم په اسلام‌اباد کې له وروستي ځانمرګي برید سره د افغانستان تړاو رد کړی دی.

امریکا په اسلام‌اباد کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه وکړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې پر خدیجه‌الکبری جومات برید غندلی دی. د دغه وزارت په وینا، دا ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او د نړۍ ټول خلک چې په هر دین او مذهب پورې تړاو لري، باید وکولای شي په امن او سوله کې خپل عبادت وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغه برید غندلی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات چاودنه یو ځانمرګی برید و. هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې غندلي، چې په اسلام‌اباد کې یې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د شوي برید تړاو افغانستان ته ورکاوه. عنایت‌الله خوارزمي ویلي، پاکستان باید افغانستان ته د ګوتې نیولو پر ځای پر خپلو امنیتي ناکامیو فکر وکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د جمعې په ورځ د شیعه‌ګانو پر جومات کې شوی ځانمرکی برید د پاکستان د څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو په اسلام‌اباد کې له وروستي ځانمرګي برید سره د افغانستان تړاو رد کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې وغندلې، چې په اسلام‌اباد کې یې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د شوي برید تړاو افغانستان ته ورکاوه. عنایت الله خوارزمي ویلي، پاکستان باید پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري دغه پېښه افغانستان ته منسوبول «غېر مسوولانه» عمل دی، چې هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري. د هغه په خبره، پاکستاني چارواکي د دغسې عجولانه څرګندونو له کبله پر خپلو امنیتي ناغېړیو پرده نه‌شي اچولای او نه هم په اساسي توګه ستونزې حل کولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کې ناکام دي؟»

طالبانو زیاته کړې، دوی د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د سیاسي موخو لپاره د بې‌ګناه انسانانو وژل او ځورول جایز نه بولي او نه هم د داسې ناروا کړنو د ترسره کولو ملاتړ کوي. طالبانو د تېر په څېر ټینګار کړی، چې پاکستان باید له مسوولیتونو څخه د تېښتې او خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره پر خپلو ګاونډیانو تورونه پورې نه کړي.

د‌ طالبانو په باور، پاکستان په لوی لاس په داسې کارونو سره خپل ګاونډیان د ځان مخالفین کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې د اسلام‌اباد د نن ورځې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته هم څو څو ځله تګ راتګ کړی دی. اوس بیا د دولت په چارو کې د پاکستان یوه وزیر طلال چوهدري دا خبره کړې چې د اسلام‌اباد نننی بریدګر افغان نه و، خو افغانستان ته یې تګ راتګ کاوه.

طالبانو تېره اونۍ په بلوچستان کې هم وسله‌وال بریدونه افغانستان پورې تړل او ادعا یې کوله چې له هغې ځایه پلان شوي وو. طالبانو دغه ادعاوې هم غندلي او له حقیقت څخه یې لیرې بللې دي.

منظور پښتین: په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید د افسوس وړ دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو د خونړي برید په تړاو خواشیني څرګنده کړې، خو وایي د حیرانتیا وړ دا ده چې حکومت په اسلام‌اباد کې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې د دغه ډول بریدونو مخه نه‌شي نیولی؟

نوموړي د جمعې په ورځ پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي: ‹ریاست تر اسلام‌اباد پورې د سوله‌ییزو ولسي لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې په امام‌بارګاه کې د بریدګر مخه نه‌شي نیولای؟»

پښتین ویلي، چې د پاکستان په استعماري جګړه کې اوښکې، درد، وینه او ستونزې یوازې د بې‌وزله ولس په برخه کېږي، خو ډالر، فابریکې او ټاپوګان بیا د جنرالانو برخه ده.

نوموړي د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسیو په غبرګون ویلي، چې له یوه لورې پر شیعه‌ګانو خونړی برید شوی او له بل لوري د تیرا او کورمې خلک د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په زوره له خپلو کورونو اېستل کېږي.

پښتین خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د استعمار یوازینۍ حل د ولس له‌خوا په ښکاره دول د استعمار پر وړاندې درېدو کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پرمهال د شیعه‌ګانو په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

ملاله یوسفزۍ: د اسلام‌اباد نننی برید پر ګډو ارزښتونو، دین او انسانیت برید دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پر مهال د شیعه‌ګانو پر یوه جومات شوی برید له دین، ګډو ارزښتونو او انسانیت سره په ټکر کې دی. هغې زیاته کړه، چې د بې‌ګناه ملکي وګړو او لمونځ‌کوونکو په نښه کول جنایت دی.

نوموړې د سلواغلې ۱۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، «زه د جمعې لمانځه پر مهال اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید سخته وېرولې او خواشینې کړې یم». یوسفزۍ دغه راز زیاته کړې، دا یو کرکجن او بزدلانه عمل دی. نوموړې همداراز د پېښې له قربانیانو او کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر یاد جومات بریدګر افغان بللی او ادعا یې کړې، چې افغانستان ته یې هم تګ‌راتګ درلود. د راپورنو پر بنسټ، دې برید کې ۳۱ لمونځ کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ټپیان دي. چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

پر افغانستان حاکمو طالبانو هم د دې برید غندنه کړې او دا یې د جومات د حرمت سپکاوی بللی دی.