په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات چاودنه شوې

د پاکستان پولیسو خبر ورکړی، چې د اسلام‌اباد په شهباز ټاون کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات چاودنه شوې ده. چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د اسلام‌اباد د خدیجه کبرا په جومات کې شوې او د مرګ ژوبلې کره شمېره یې لا نه‌ده اعلان شوې.

د لومړنیو راپورونو له مخې؛ دا یو ځانمرګی برید و. پولیس او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او په ټول ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.