• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشرپاله اړتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ په زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو اړوند دې ادارې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ مور باید د خوارځواکۍ پر وړاندې په مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې په تېر میلادي کال کې یې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ۹ میلیونه ښځو او ماشومانو ته مرسته کړې ده.

افغانستان د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و چې د ژمي په موسم کې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو څخه دوه تنه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

اټکلونه ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ته د اړتیا لرونکو ماشومانو شمېر ۱۱ میلیونو ته ورسېږي.

په دې وروستیو کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي چې د افغانستان خلک له بېلابېلو بحرانونو سره مخ دي، چې پکې د ټولنیزو ملاتړونو کمښت، کمزوری اقتصاد او لومړنیو خدمتونو ته محدود لاسرسی شامل دي.

طالبان وايي د واورې ښوییدنې او سیلابونو له امله په یوه ورځ کې پنځه کسان مړه شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جمعې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د واورې ښویدنې او سیلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. دوی زیاتوي، چې دا ویجاړۍ په هرات، فراه، غور او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل، چې په دې موده کې د بارانونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۰ کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په یوه یادښت کې د افغانستان د مرکزي غرونو په لمنو کې د درنو بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۰ شمالي او مرکزي ولایتونو کې د باران، طوفانونو او قوي بادونو د احتمال اعلان کړی و.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د سلواغې په ۲مه اعلان وکړ، چې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ښویدنې او باران له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

نبیل: په اسلام اباد کې نننی برید د پاکستان څارګرې ادارې«پټو لاسونو»له لوري تنظیم شوی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

رحمت الله نبیل نن جمعه د سلواغې پر ۱۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په وروستیو کې د پاکستان د پوځي مشرتابه له‌خوا غزې ته د پاکستاني پوځي ځواکونو د لېږلو له پرېکړې وروسته، د پاکستان یو شمېر مخکښ شیعه علماوو چې په هغوی کې علامه سید نذیر عباس نقوي چې د پاکستان د شیعه علماوو د شورا له مشرانو څخه دی، د دې پرېکړې پر وړاندې سخت او ښکاره دریځ خپل کړی دی.

نبیل ادعا کړې ده، چې د شته معلوماتو له مخې، د نن ورځې برید د پاکستان د څارکرې ادارې پورې تړلې جهادي ډلې حرکت‌المجاهدین له‌خوا ترسره شوی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد نننی برید غندلی خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلی، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و.

هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

تروسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

پر ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور کې څارانوال د افغان تورن څرګندونې د نه منلو وړ وبللې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰

بریتانیا کې پر یوې دولس کلنې نجلۍ د جنسي تېرې په تور کې چې کومې څرګندونې افغان تورن کړې وې د محکمې د څارنوال لخوا «د نه منلو وړ» وبلل شوې. د قضیې څارنوال ویلي د بریتانیا د واروېک تاج محکمې ته د پېښې په اړه وړاندې شوې ادعاوې «د نه منلو وړ» دي.

څارنوال ډېنیل اوسکرافټ د فبرورۍ په ۵مه وویل چې دواړه تورن کسان، احمد ملاخېل او محمد کبیر، دروغ ویلي دي. د هغه په وینا، ملاخېل داسې څرګندونې کړې دي چې د منلو وړ نه دي او محمد کبیر خپل بیان څو ځله بدل کړی دی.

محکمې ته ویل شوي چې ملاخېل ادعا کړې وه چې دا نجلۍ وه چې د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۲مه یې په چیورېل پلیس کې د جنسي اړیکې ټینګار کاوه او حتا تر دې چې هغه یې ناوړه ویډیو جوړولو ته هڅولی و. څارنوال دا ادعاوې «د نه منلو وړ» وبللې.

ملاخېل دا هم ویلي وو چې نجلۍ هغه تعقیب کولو او ورته یې ویلي وو چې ۱۹ کلنه ده. خو څارنوال جرګې ته وویل چې ملاخېل هېڅ ډول پښیماني نه ده ښودلې او ټول مسوولیت یې پر نجلۍ ور اچولی دی.

اوسکرافټ وویل چې تورن غواړي محکمه دې باور وکړي چې هغه هېڅ غلط کار نه دی کړی او یوازې یې د نجلۍ غوښتنې تعقیب کړې دي، خو دا دریځ «د شواهدو پر وړاندې د نه منلو وړ چلند» دی.

محاکمه لا روانه ده.

د پاکستان دفاع وزیر: بریدګر ځانمرګی و او افغانستان ته یې تګ راتګ درلود

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰

 د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و. هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر د اېکس په یوه یادښت کې لیکلي: «هغه کسانو چې په جومات کې لمونځ کوونکي شهیدان کړي دي د دین او هېواد دښمنان دي.دا ثابته شوې ده چې په دې برید کې ښکیل ترهګر په افغانستان کې شتون درلود.»

د خواجه اصف په وینا، د پاکستان امنیتي ځواکونو د ځانمرګي بریدګر سره نښته وکړه، چې بیا یې د لمونځ کوونکو په وروستي قطار کې ځان ته چاودنه ورکړه.

خواجه اصف زیاته کړه، چې پاکستان باید «په افغانستان کې د ترهګرو کمپونه» له منځه یوسي.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

د مړو شویو د شمېر د لوړېدو احتمال شته.