• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د کرېکټ نړۍوال جام اتلولي وګټله

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د هند د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړۍوال جام اتلولي وګټله. دې لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام په پایلوبه کې د انګلستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې پورته کړ.

څوارلس کلن هندي لوبغاړی سوریاوانشي د دې لوبې او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په نننۍ لوبه کې هند د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. سوریاوانشي په یوې حیرانوونکې لوبه کې په ۸۰ توپونو ۱۷۵منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. هندوستان په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټوله کې ۴۱۱ منډې وکړې.
په دویمه پاڼۍ کې د انګلستان لوبډلې په ۴۰.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۳۱۱ منډې یې جوړې کړې. کالیب فالکنر د ۱۱۵ منډو په جوړولو سره د انګلستان تر ټولو غوره توپ‌وهونکی و؛ خو د هغه ځلېدل د ۴۱۲ منډو هدف ته د رسېدو لپاره کافي نه وو.
د هندوستان په ترکیب کې ار اېس امبرېش هم د ۳ ویکټو په اخیستو سره د خپلې لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه درلوده. یاده دې وي، چې په پای کې د لوبې د غوره لوبغاړي او د ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزې سوریاوانشي ته ورکړل شوې.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

هند د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتل شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰
100%

د هند د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د بریتانیا پر وړاندې په زړه‌راښکونکې بریا سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې، چې د دواړو پیاوړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هند بریتانیا ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او د شپږم ځل لپاره یې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتلولي وګټله. هند په ټورنمنټ کې خپلې ټولې اووه لوبې وګټلې او بې له کومې ماتې یې جام خپل کړ.

هند چې په پایلوبه کې یې لومړی توپ وهنه وکړ، په ۵۰ اوورونو کې یې ۴۱۱ منډې جوړې کړې. ویبهاو سوریاوانشي د ۱۷۵ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې ستوری وګرځېد. هغه خپله سلېزه یوازې په ۵۵ توپونو کې پوره کړه، چې د دې نړیوال جام په تاریخ کې دویمه تر ټولو چټکه سلېزه ده.

سوریاوانشي د ایوش مهاتره سره د ۱۴۲ منډو او د ودانت تریودي سره د ۸۹ منډو مهمې ملګرتیاوې وکړې. ورسره، ودانت تریودي ۳۲، ویهان مالهوترا ۳۰، ابیګیان کوندو ۴۰ او کانیشک چوهان ۳۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې، د بریتانیا لوبډله د هند د توپ اچوونکو پر وړاندې ونه درېدله او په ۳۱۱ منډو وسوځېده، په داسې حال کې چې لا هم تر ۱۰ ډېر اوورونه پاتې وو. ار اېس امبریش په ۹ اوورونو کې د ۵۶ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې واخیستې او غوره بالینګ یې ترسره کړ. دیپش دوندران او کانیشک چوهان دوه ـ دوه ویکټې واخیستې او خیلان پټیل او ایوش مهاتره یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د ټورنمنټ په پای کې، ویبهاو سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په مجموع سره د منډو له مخې دویم غوره لوبغاړی شو او د بریتانیا ماني لامسدن د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام د تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي لوبغاړي لقب خپل کړ.

سرچینې: طالبانو په ولایتونو کې د "رمضان" جام کرېکټ لوبو باندې بندیز ولګاوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.

بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدنې روزنې ولایتي مسوولینو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې د «رمضان» جام کرېکت سیالۍ به نه ترسره کوي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د امربالمعروف وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل د تراویح لمونځ قضا کېدل بللي دي.

سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له‌خوا ورته ویل شوي، چې« په روژه کې وخت باید عبادت ته وقف شي او کرېکټ لوبې وخت ضایع کوي».

د ټینیس بال کرېکټ لوبې د کرېکټ بورډ اړوند کوم رسمیت نه لري، خو د سپورټ او بدنې روزنې ادارې تر څار لاندې هر کال د روژې په میاشت کې په ولایتونو کې ترسره کېږي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «ټولو ولایتونو ته امر شوی دی چې د روژې په میاشت کې به د رمضان جام سیالۍ نه ترسره کېږي. ځکه ځوانان د لوبې له امله د تراویح لمونځ قضا کوي او عبادت ته وخت نه ورکوي».

یادو سرچینو ویلي، چې هر کال د روژې په میاشت کې د رمضان جام په نوم د ټینیس بال لوبې ترسره کېږي او له دې لارې د کرېکټ مینه‌والو او لوبغاړو ته د سالم مصروفیت زمینه برابرېږي.

په کندهار ولایت د کرېکټ یو لوبغاړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «د روژې په میاشت کې د ټینیس بال د ټورنمینټ لپاره چمتوالی نیول شوی و، لوبډلې مشخصې شوې دي، خو موږ ته نن خبر راکړل شو چې دغه ټورنمینټ لغوه شوی دی».

یادې سیالۍ معمولا له روژه مات وروسته پیلېدې او د شپې تر ناوخته به یې دوام کاوه. په یادو سیالیو کې به د کرېکټ لوبغاړو په ګډون سلګونه نندارچیان هم د سیالیو نندارې ته ورتلل.

همدارنګه د هلمند، زابل او ارزګان په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو د معلوماتو له‌مخې، د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ په ټولو ولایتونو کې لغوه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هر کال په ولایتونو کې د ټینیس بال رمضان جام کرېکټ سیالۍ ترسره کېدې، د یادو سیالیو مالي ملاتړ د ځینو سوداګرو او شرکتونو له‌خوا تر سره کېده او اتلو لوبډلو ته به بېلابېلې ډالۍ هم ورکول کېدې.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ فیصل شینوزاده د غوره توپ‌وهونکو د نوملړ په سر کې راغلی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې شانداره لوبه وکړه او د ۱۱۰ منډو په جوړولو سره د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام د غوره توپ‌وهونکو د جدول په سر کې راغلی.

نوموړي تر اوسه په ټوله کې ۴۳۵ منډې جوړې کړې او د دغه سیالیو تر ټولو غوره توپ‌وهونکی بلل کېږي. له شینوزاده وروسته د انګلستان بن مایس په شپږو لوبو کې د ۳۹۹ منډو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی او د سریلانکا چامودیتا د ۳۱۰ منډو په ترلاسه کولو سره د دغه جام درېیم غوره توپ‌وهونکی دی.

د شینوزاده او د دویم مقام ترمنځ توپیر ۳۶ منډې دی؛ خو بن مایس لا هم د هند پر وړاندې د پایلوبې یوه بله لوبه په مخ کې لري او کولای شي خپلې منډې زیاتې کړي.

د فیصل شینوزاده غوره فعالیت د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د حضور له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي، چې د کرېکټ د شنونکو او مینه‌والو پام یې ځان ته اړولی دی.

د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې په دویمه تمریناتي لوبه کې وېسټ‌انډیز ته ماتې ورکړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام له پیل وړاندې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د وېسټ‌انډیز لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې هم د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دې سیالۍ کې د وېسټ‌انډیز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ‌اچونه غوره کړه. د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې. په توپ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۵۱ منډو په ترلاسه کولو سره د افغانستان تر ټولو بریالی توپ‌وهونکی و.

په دویم پړاو کې د وېسټ‌انډیز لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په شلو اورونو کې یې د اوو وېکټو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې یې لوبه وبایلله. د توپ‌اچونې په برخه کې عظمت‌الله عمرزي او مجیب‌الرحمان هر یو دوه – دوه وېکټې واخیستې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له دې بریا وروسته د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام سیالیو لپاره خپلو چمتووالي ته دوام ورکوي. دغه سیالۍ به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې له ۱۸مې (د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۷مه) څخه د کب تر ۱۷مې (د مارچ ۸مه) پورې د هند او سریلانکا په ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د کاناډا، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره یوځای شوې ده او د ګروپي پړاو په لړ کې به څلور لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د هند پروړاندې نننۍ لوبه وبایلله

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې هند ته لوبه بایلوده او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نړۍوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

د ۱۹ کلونو کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه کې نن افغان لوبډله د هند د لوبډلې پروړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شوه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې په توپ‌وهنه کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۱۱۰، عزیزالله ۱۰۱، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه.

خو د لوبې په دویمه برخه کې د هند لوبډلې د ارون جورج د ۱۱۵ منډو په مټ د لوبې په ۴۱،۱ اور کې د افغان لوبډلې له‌خوا ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر له افغان لوبډلې څخه وګټله او له دې سره د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې شپږ لوبې ترسره کړې، چې له دې ډلې یې څلور وګټلې او ۲ یې بایلودې.