• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حزب‌الله د خپلې بیا رغونې په لړ کې د لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د لبنان حزب‌الله د جمعې په ورځ د خپل لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله. دا لومړی ځل دی، چې د دغې کچې یو چارواکی له خپلې دندې ګوښه کېږي.

رویټرز د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) راپور ورکړی، صفا چې د حزب‌الله د اړیکو او همغږۍ د واحد مشري یې کوله او له امنیتي ادارو سره د همکارۍ مسوول و، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د اسراییل له‌خوا د ترور له یوې هڅې ژوندی پاتې شوی و.

رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، چې «دا استعفا او د هغې منل د داخلي بیا جوړونې د بهیر برخه وه» چې تېر کال له اسراییل سره په جګړه کې د حزب‌الله له اوښتو زیانونو وروسته پیل شوه. سرچینې همداراز زیاته کړې، چې د سوېلي سیمې قوماندان حسین عبدالله د صفا د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.

اسراییل او لبنان په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه وکړه، څو د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ له یو کال څخه زیاتې سرحدي نښتې پای ته ورسېږي. دا نښتې تر هغه وروسته سختې شوې، چې اسراییل داسې بریدونه وکړل چې د ایران ملاتړ لرونکې وسله‌واله ډله یې په جدي ډول کمزورې کړه. له هغه وخت راهیسې دواړو خواوو یو پر بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګولي دي.

لبنان د امریکا او اسراییل له خوا د حزب‌الله د بې‌وسلې کېدو لپاره له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی او د دې هېواد مشران وېره لري، چې اسراییل ښايي د هېواد په کچه پراخ بریدونه وکړي، څو د لبنان مشران دې ته اړ کړي چې د حزب‌الله وسلې په چټکۍ سره ضبط کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید د افسوس وړ دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو د خونړي برید په تړاو خواشیني څرګنده کړې، خو وایي د حیرانتیا وړ دا ده چې حکومت په اسلام‌اباد کې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې د دغه ډول بریدونو مخه نه‌شي نیولی؟

نوموړي د جمعې په ورځ پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي: ‹ریاست تر اسلام‌اباد پورې د سوله‌ییزو ولسي لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې په امام‌بارګاه کې د بریدګر مخه نه‌شي نیولای؟»

پښتین ویلي، چې د پاکستان په استعماري جګړه کې اوښکې، درد، وینه او ستونزې یوازې د بې‌وزله ولس په برخه کېږي، خو ډالر، فابریکې او ټاپوګان بیا د جنرالانو برخه ده.

نوموړي د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسیو په غبرګون ویلي، چې له یوه لورې پر شیعه‌ګانو خونړی برید شوی او له بل لوري د تیرا او کورمې خلک د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په زوره له خپلو کورونو اېستل کېږي.

پښتین خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د استعمار یوازینۍ حل د ولس له‌خوا په ښکاره دول د استعمار پر وړاندې درېدو کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پرمهال د شیعه‌ګانو په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

احمدعلم‌الهدی: هغه خبرې چې د زور تر سیوري لاندې ترسره کېږي هیڅ ارزښت نه لري

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د ایران د مشهد ښار امام، احمد علم‌الهدی، دایران او امریکا ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، هغه خبرې اترې چې د زور او ګواښ تر سیوري لاندې ترسره کېږي، هیڅ ارزښت نه لري.

نوموړي ویلي: «هغه مذاکره چې د مېز پر سر یې وسلې او الوتکې ولاړې وي، د امریکا سیاسي لوبه ده او نړۍ پوهېږي چې دا کار ملندېدی.»

علم‌الهدی همداراز له ایراني چارواکو وغوښتل چې په دې خبرو اترو کې په ځواک او عزت سره ګډون وکړي او زیاته یې کړه چې باید ایران ځان کمزوري و نه ښيي.

هغه ټینګار وکړ چې ایران باید د خپلو ملي ګټو او دریځونو په ساتلو کې کلک پاتې شي او د فشارونو تر اغېز لاندې پرېکړې و نه کړي.

اروپايي ټولنې د روسیې پر ضد د بندیزونو شلمه کڅوړه وړاندیز کړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د اروپایي ټولنې مشرې اورزولا فون ډیرلاین،د جمعې په ورځ د سلواغې په ۱۷مه نېټه وویل چې دغې ټولنې د روسیې پر وړاندې نوې تحریمیزه بسته وړاندیز کړې ده، چې پکې د روسیې د تېلو د صادراتو لپاره د سمندري خدماتو بشپړ بندیز شامل دی.

دا د اروپا ټولنې له خوا له هغه راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دا شلمه وړاندیز شوې تحریمیزه بسته ده.

روسیه له درېیمې برخې څخه زیات خپل نفت د لویدیځو تېل‌کشونو په وسیله، په عمده توګه هند او چین ته صادروي او په دې صادراتو کې د لویدیځو بحري لېږدونې خدماتو څخه کار اخلي. دغه بندیز به په دې سوداګرۍ باندې چې په عمده توګه د اروپایي اتحادیې د بحري هیوادونو، لکه یونان، قبرس او مالتا، له لارې ترسره کېږي، ختم کړي.

معتبرې سرچینې د ډسمبر په میاشت کې رویترز ته ویلي و چې اروپایي اتحادیه او د اووه هېوادونو ډله د روسیې د صادراتو د نفتو د بیې د حد ټاکلو پر ځای د خدماتو د بندیز په اړه خبرې کوي، څو هغه عواید چې په اوکراین کې دروسیې پر جګړه مصرفیږي، کم کړي.

د اروپایي ټولنې مشرې زیاته کړه: «روسیه یوازې هغه وخت د ریښتینې ارادې سره د خبرو میز ته راځي چې فشار پرې واچول شي. دا یوازینۍ ژبه ده چې روسیه پرې پوهیږي. همدا دلیل دی چې نن ورځ موږ فشارونه زیاتوو.»

دې تحریمیزې بسته کې د فلزاتو، کیمیاوي موادو او مهمو کانیزو توکو نوي وارداتي بندیزونه شامل دي چې تر اوسه تحریم نه وو. له اروپا څخه روسیې ته د صادراتو محدودیتونه نور هم زیاتېږي.

اروپا کمیسیون زیاته کړه چې په دې بسته کې به د روسیې ۲۰ سیمه‌ییز بانکونه هم د تحریمونو په لست کې شامل شي او د ډیجیټل اسعارو او سوداګریزو شرکتونو په اړه هم اقدامات اخیستل کېږي.

دغه تحریمیزه وړاندیز باید د اروپا اتحادیې د غړو هیوادونو لخوا تایید شي، ترڅو عملي شي.

په هند کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۸ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

هندي چارواکو ویلي، چې ددغه هیواد د شمال ختیځ په جاینتا هیلز سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. پولیسو د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل کړي دي.

یو سیمه ییز چارواکی، مانېش کومار، د پنجشنبې په ماښام (سلواغې ۱۶مه) رسنیو ته وویل چې کېدای شي یو شمېر کارګران لا هم لاندې بند پاتې وي. د هغه په خبره، کارګران په دې ځای کې «غیر قانوني» د ډبرو سکرو او نورو کانیزو موادو د استخراج په کار بوخت وو.

د سیمې د پولیسو قوماندان وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ممکن ډینامیټ د چاودنې سبب شوی وي. هغه زیاته کړه چې د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلېت ترڅنګ ویلي چې حکومت به د هر قرباني کورنۍ ته شاوخوا ۲۰ زره ډالره غرامت ورکړي.

په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې پای ته ورسېدې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پای ته ورسېدې. له خبرو اترو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل:«له امریکا سره خبرې اوږدې او جدي وې.» هغه زیاته کړه:«د خبرو اترو د دوام لپاره یوه هوکړه وشوه خو څرنګوالی او وخت به وروسته وټاکل شي.»

عراقچي د ایران راډیو او ټلویزیون ته وویل: «څو غونډې په غیر مستقیم ډول ترسره شوي، او د عمان د بهرنیو چارو وزیر پیغامونه ورسول.»

هغه ټینګار وکړ:«چې د اتو میاشتو ځنډ په جریان کې دا بې باوري د خبرو اترو لپاره یوه ننګونه ده، او موږ باید لومړی له هغې څخه بریالي شو او د نوي ډیالوګ لپاره چوکاټ وټاکو.»

د اکسیوس ویب پاڼې لپاره د نړیوالو چارو خبریال بارک راوید د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي، چې د خبرو اترو بل پړاو به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.

ایران او امریکا د جمعې په ورځ په عمان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د جدي اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره خبرې اترې پیل کړې؛ خو د اجنډا د پراخولو په اړه اختلافات کولی شي ډېپلوماسي له منځه یوسي او په منځني ختیځ کې د بلې شخړې ګواښ رامینځته کړي.

د خبرو اترو کوربتوب د عمان په غاړه و، او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو له پیل څخه مخکې د امریکا او ایران له پلاوي سره په جلا توګه ولیدل.

په دې غونډه کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د ډونالډ ټرمپ زوم جیرډ کوشنر او همدارنګه د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان براډ کوپر ګډون کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې ښاغلي عراقچي په دې غونډه کې وویل: «تهران په بشپړ ډول چمتو دی چې د هر ډول زیاتیو او ماجرا په وړاندې د هیواد د حاکمیت او ملي امنیت دفاع وکړي.»

پداسې حال کې چې دواړو خواوو ویلي دي چې دوی چمتو دي چې د لویدیځ سره د ایران د اوږدې مودې اټومي شخړې په اړه ډیپلوماسي بیا پیل کړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې واشنګټن غواړي د خبرو اترو ساحه پراخه کړي ترڅو د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام په سیمه کې د وسله والو ډلو لپاره د تهران ملاتړ او څنګه له خپلو خلکو سره چلند کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خبرو اترو مخکې وویل، چې ایران به په «پرانیستو سترګو» سره خبرو اترو ته ننوځي او د تیرو تجربو په پام کې نیولو سره به په ښه نیت سره خبرې اترې وکړي خو په کلکه به د خپلو حقونو ملاتړ وکړي او په متقابل درناوي او متقابلو ګټو ټینګار وکړي.

وال سټریټ ژورنال د یو امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان براډ کوپر به په عمان کې د امریکا د مذاکره کونکي ټیم برخه وي.

که څه هم د پوځي چارواکو لپاره په ډیپلوماتیکو خبرو اترو کې ګډون کول عادي خبره نه ده، ټرمپ مخکې هم لوړ پوړي پوځي قوماندانان خبرو اترو ته لیږلي دي.

ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که چیرې یوه هوکړه ونه شي نو «بد شیان» پېښ کیدی شي او نوموړي پر ایران باندې یې په یوه داسې حالت کې فشار زیات کړی چې د هوایی بریدونو متقابل ګواښونو لامل شوی دی.