سمیرا اصغري د راتلونکو اتو کلونو لپاره د المپیک نړۍوالې کمېټې غړې وټاکل شوه

د المپیک نړۍوالې کمېټې غړې سمیرا اصغري اعلان کړی، چې د رایو په اکثریت سره د اتو کلونو بلې دورې لپاره د یادې کمېټې (IOC) د خپلواکه غړې په توګه ټاکل شوې ده. دغه ټاکنه د اېټالیا په میلان ښار کې د المپیک نړۍوالې کمېټې د ۱۴۵مې کلنۍ غونډې د دویمې ورځې په لړ کې شوې ده.
سمیرا اصغري چې د افغانستان د ښځینه بسکېټبال ملي لوبډلې پخوانۍ غړې پاتې شوې، تر دې وړاندې یې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې او د اسیا المپیک شورا غړیتوب هم لاره. هغې د ۲۰۱۸کال له اکتوبر راهیسې د المپیک نړۍوالې کمېټې د غړې په توګه فعالیت کاوه.
اصغري د بیا ټاکل کېدو وروسته لیکلي دي: «دغه ستر مسوولیت د نړۍوالې ورزشي ټولنې د خدمت لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼم او هیله لرم، چې د افغانستان د ورزشي ټولنې او نړۍوالو همکارانو په همکارۍ، د نړۍ د ورزشکارانو په ځانګړي ډول د افغانستان له ورزشکارانو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره د پرمختګ، عدالت او د سپورټ د لوړو ارزښتونو د ساتنې په لاره کې اغېزمن او دوامداره ګامونه واخلم».
