اسراييلي رسنۍ: ۶ هېوادونه هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه و نه‌شي

ټایمز اف اسراییل د منځني ختیځ د ډیپلوماټانو په حواله راپور ورکړی، چې شپږ مسلمان هېوادونه هڅه کوي چې په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ کې د «یرغل نه کولو» یو تړون لاسلیک شي.

په دغه طرحه کې د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو ترڅنګ د نیابتي ډلو موضوعات هم شامل دي، خو تر اوسه لا دا نه ده څرګنده چې تهران او واشنګټن به دا طرحه ومني او که نه.