• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنیامین نتنیاهو: اسراییل پر ایران د ۱۲ ورځینۍ جګړې پرتله د لا سخت برید چمتووالی لري

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د اسراییل ۱۲ ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «کنست» د بهرنیو اړیکو او دفاعي کمېټې په یوه محرمه ناسته کې ویلي، چې وضعیت د داسې یو کړکېچ پر لور روان دی چې کېدای شي د ایران د نظام د نسکورېدو لامل شي.

نتنیاهو په دې ناسته کې زیاته کړې، دا ناورین په چټکۍ سره د رامنځته کېدو په حال کې دی، خو نوموړي خبرداری ورکړی چې ډاډه نه دی چې ایا روان شرایط به د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره بسیا وي او که نه.

د یادې رسنۍ د راپور له‌مخې، نتنیاهو د کنست د بهرنیو اړیکو او دفاعي کمېټې غړو ته ویلي چې اسراییل چمتو دی چې که پر ایران برید وکړي، نو د دغه هېواد پر نظام به «ډېر دروند ګوزار» وکړي؛ داسې ګوزار چې د تېرې دولس ورځینۍ جګړې پرتله به خورا سخت او پراخ وي.

هغه ټینګار کړی، چې له متحده ایالاتو سره د اسراییل همغږي «تر ټولو لوړې کچې او نږدې حد» ته رسېدلې ده، خو په عین حال کې یې منلې چې نه پوهېږي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په پای کې کومې پرېکړې وکړي.

د راپور پر بنسټ، د ایران په اړه حساسې خبرې اترې د کوچنیو امنیتي کړیو په دننه کې روانې دي او اسراییلي چارواکي اندېښمن دي، چې ښايي واشنګټن د روانو خبرو اترو پر مهال د ایران د بالسټیک توغندیو د پروګرام په اړه له خپلو غوښتنو تېر شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د «نيو سټارټ» تړون د يو کلن تمديد په اړه د پوتين وړانديز رد کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين هغه وړانديز رد کړ، چې له‌مخې يې غوښتل د ستراتيژيکو اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو محدوديتونه د «نيو سټارټ» د تړون تر پای ته رسېدو وروسته د يو بل کال لپاره په داوطلبانه ډول وغځول شي.

دا هغه تړون دی چې له دوو لسيزو زيات وخت يې دا ډول وسلې تر کنټرول لاندې ساتلې وې.

ټرمپ په خپلې ټولنيزې شبکې «تروټ سوشال» کې لیکلي: «د نيو سټارټ د غځولو پر ځای بايد خپلو اټومي کارپوهانو ته اجازه ورکړو، چې پر يوه نوي، غوره او عصري تړون کار وکړي؛ داسې تړون چې وکولای شي د اوږدې مودې لپاره دوام ومومي».

د وسلو د کنټرول فعالان خبرداری ورکوي، چې د دې تړون پای ته رسېدل کېدای شي د اټومي وسلو د سيالۍ د نوې څپې لامل شي. خو په مقابل کې، په امريکا کې ځينې چارواکي وايي، دغه تړون د واشنګټن توان محدود کړی و، څو د روسيې او چين د اټومي ګواښونو پر وړاندې د مخنيوي لپاره کافي وسلې ځای پر ځای کړي.

د ټرمپ دا څرګندونې د پوتين د هغه وړانديز په غبرګون کې وشوې، چې غوښتل يې دواړه لوري د ۲۰۱۰ کال د «نيو سټارټ» تړون مادو ته د يو بل کال لپاره ژمن پاتې شي. دغه تړون د ۷۰۰ د توغولو پر وسايلو چې توغندي، الوتکې او اوبتلونه په‌کې شامل دي، د ۱،۵۵۰ اټومي سرګلولو چت ټاکلی و.

نيو سټارټ تړون د سړې جګړې له وخته راپدېخوا د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو ترمنځ د وسلو د کنټرول د تړونونو وروستۍ کړۍ وه. دا تړون يوازې يو ځل د تمديد امکان درلود، چې په ۲۰۲۱ کال کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د امريکا د هغه مهال ولسمشر جو بايډن تر موافقې وروسته د پنځو کلونو لپاره وغځول شو.

ټرمپ په خپله ليکنه کې نيو سټارټ «يو بد مذاکره شوی تړون» وباله او ويې ويل، چې دا تړون «په جدي ډول تر پښو لاندې شوی دی». هغه په څرګنده توګه د پوتين هغې پرېکړې ته اشاره وکړه، چې په ۲۰۲۳ کال کې يې د ميداني پلټنو او نورو څارنيزو ميکانيزمونو ځنډولو اعلان وکړ؛ هغه ميکانيزمونه چې د دواړو لوریو د ژمنتيا د ډاډ لپاره جوړ شوي وو. پوتين د دې پرېکړې لامل د روسيې پر وړاندې په جګړه کې له اوکراين څخه د امريکا ملاتړ بللی و.

د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليوېټ، وويل، چې متحده ايالات به له روسيې سره خبرو ته دوام ورکړي.

د خبرو اترو د لېوالتيا نښې

تر دې وړاندې د کرملین وياند ډيميټري پسکوف ويلي وو، چې روسيه لا هم له امريکا سره خبرو ته چمتو ده، خو شرط يې دا دی چې واشنګټن د پوتين وړانديز ته يو رغنده ځواب ورکړي. هغه ټينګار کړی و: «که رغنده ځوابونه موجود وي، نو خبرې به حتمي ترسره شي».

ملګرو ملتونو هم له دواړو هېوادونو غوښتي، چې دغه تړون بيا راژوندی کړي. کارپوهان وايي، نيو سټارټ يوازې د شمېر محدوديتونه نه ټاکل، بلکې داسې پلټنې يې هم شاملې کړې وې چې د دوو اټومي سيالانو ترمنځ يې د متقابل باور په رامنځته کولو کې مرسته کوله او نړۍ يې لا خوندي کوله.

امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، که دا تړون بديل ونه لري، د ناسمو محاسبو خطر به زيات شي او امريکا او روسيه ښايي د تر ټولو بدو سناريوګانو پر بنسټ د خپلو اټومي زېرمو پراخولو ته مخه کړي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې چين هم په چټکۍ سره خپل اټومي توان زياتوي.

ټرمپ تر دې وړاندې ويلي وو، چې غواړي نيو سټارټ د يو داسې غوره تړون په وسیله بدل کړي، چې چين هم په‌کې شامل وي؛ خو بېجينګ تر اوسه له مسکو او واشنګټن سره د خبرو اترو له پيلولو ډډه کړې ده. چين شاوخوا ۶۰۰ اټومي سرګلولې لري، په داسې حال کې چې روسيه او امريکا هر يو نږدې ۴زره اټومي سرګلولې په واک کې لري.

چين د پنجشنبې په ورځ د دغه تړون پای ته رسېدل «د خواشينۍ وړ» وبلل او له امريکا يې وغوښتل، چې له روسيې سره د «سټراتېژيک ثبات» په اړه خبرې بيا پيل کړي.

په همدې حال کې، اوکراين اعلان وکړ چې د نيو سټارټ پای ته رسېدل د روسيې د هغو هڅو پايله ده، چې غواړي «د نړۍوال امنيتي جوړښت ټوټه ټوټه کړي» او دا يې «د اټومي باج‌اخيستنې بله وسيله» وبلله.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د هر ډول محدوديتونو په نشتون کې امريکا او روسيه کولای شي په څو کلونو کې سلګونه نورې اټومي سرګلولې ځای پر ځای کړي؛ داسې وضعيت چې د دوی په وينا، نړۍ به د ستراتيژيکې بې‌ثباتۍ لا ډېرې خطرناکې مرحلې ته ننباسي.

چین د ایران د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د کارونې له حق څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۰

د نړۍوالو خبري اژانسونو د راپورونو له‌مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لیو بین په بېجینګ کې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې هېواد یې د اټومي انرژۍ له سوله‌ییزې استفادې څخه د ایران د مشروع حق ملاتړ کوي.

نوموړي وویل، چې بېجینګ د ایران پروړاندې د زور کارولو له هر ډول ګواښ سره مخالف دی او زیاته یې کړه، چې چین همدارنګه د بندیزونو له لګولو او د فشار له لارې پر ایران د زور اچولو تګلاره ردوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه ټینګار وکړ، چې هېواد یې هوډ لري څو د ایران د اټومي دوسیې لپاره د یوې مناسبې او ډیپلوماتیکې حل‌لارې د موندلو په موخه خپلې هڅې روانې وساتي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د عمان پر وخت لس بجې په مسقط کې د امریکا او ایران استازي د اټومي پروګرام په تړاو سره مذاکرات وکړي.

د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د هند تر ملاتړ لاندې د وسله‌والو د ځپلو عملیات پای ته ورسېدل

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د پنجګور او هرنايي ولسوالیو په ګډون یې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې اته ورځیني عملیات پای ته رسولي او ادعا کوي، چې په دغو عملیاتو کې ۲۱۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بلوچستان کې یې د «رد الفته ـ۱» تر نامه لاندې عملیات نن پای ته ورسېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات یې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد ترسره کړي، چې د هند له‌خوا یې ملاتړ کېده او موخه یې د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو په نښه کول و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد عملیات د جنوري په ۲۹مه نېټه په پنجګور او هرنايي ولسوالیو کې پیل شول، چې وروسته د بلوچستان نورو سیمو ته هم وغځول شول. د پاکستان د پوځ په خبره، په یادو عملیاتو کې یې د وسله‌والو پټنځایونه له‌منځه وړي او ۲۱۶ وسله‌وال یې هم وژلي دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو اتو ورځو کې د وسله‌والو د بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ ملکي وګړي او ۲۲ سرتېري هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بلوڅ ازادۍ پوځ د کوټي ښار په ګډون د بلوچستان په لسو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه ترسره کړل. د پاکستان امنیتي ادارې او د بلوڅ ازادۍ پوځ یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې ادعاوې کوي.

په سعودي عربستان کې میلیونونه اوښانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۰

سعودي عربستان اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې به له دوو میلیونو څخه زیاتو اوښانو ته ځانګړي پاسپورټونه ورکړي. د سعودي چارواکو په وینا، د دې پروګرام موخه د اوښانو د روزنې، ساتنې او سوداګرۍ د چارو لا ښه تنظیم او مدیریت دی، ځکه چې اوښان په دې هېواد کې د لوړ ارزښت لرونکي څاروي بلل کېږي.

د دې طرحې له‌مخې، د اوښانو پېر او پلور، لېږد رالېږد او سوداګریزې چارې به یوازې د همدې پاسپورټ له لارې ترسره کېږي. د رسمي شمېرو له‌مخې، دا مهال په سعودي عربستان کې تر ۲ اعشاریه ۲ میلیونو ډېر اوښان موجود دي.

د سعودي عربستان د چاپېریال، اوبو او کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۵مه) ویلي، دا طرحه به «په دې برخه کې د تولید کچه لوړه کړي، د کار وړتیا به زیاته کړي او د اوښانو په اړه به یو باوري او کره معلوماتي بانک رامنځته کړي». د وزارت په وینا، دا اقدام به د اوښانو د لېږد، د مالکیت د تثبیت او د خوندي پېر او پلور په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اوښ پاسپورټ یو رسمي سند دی چې د مالکانو له حقونو ساتنه کوي او د درغلۍ او جعل مخه نیسي. په دغه پاسپورت کې د اوښ اړوند بشپړ معلومات ثبت کېږي، لکه د مایکروچپ شمېره، د اوښ نوم، د زېږېدو نېټه او ځای، نژاد، جنس، رنګ، انځور او د واکسین یا واکسیناسیون پخوانۍ سابقه.

د سعودي عربستان د کرنې وزارت د اوښ پاسپورټ انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي دي. دا پاسپورټ شین رنګ لري، چې په‌کې د سعودي عربستان ملي نښه او د اوښ انځور ښکاري.

اوښان په سعودي عربستان کې ځانګړی ارزښت او لوړ مقام لري. دا حیوان د دغه هېواد د کلتور او تاریخي میراث یوه مهمه نښه ګڼل کېږي، له همدې امله یې سوداګري هم ډېره ګټوره ده. په وروستیو کلونو کې په سعودي عربستان کې د اوښانو سیالۍ او مېلې خورا زیاتې شوې دي.

د بېلګې په توګه، د ملک عبدالعزیز د اوښانو په کلنۍ مېله کې ځینې اوښان په سلګونو زرو ډالرو پلورل شوي دي. سعودي چارواکي وایي، چې د اوښ پاسپورټ به په دې صنعت کې روڼتیا زیاته کړي او د باور وړ سوداګریز چاپېریال به رامنځته کړي. دا طرحه د کرنې د عصري کېدو او د دودیزو ارزښتونو د ساتنې د ملي پروګرام یوه برخه ده.

اوښان له زرګونو کلونو راهیسې د عربي ټاپووزمې د خلکو د ژوند نه بېلېدونکې برخه پاتې شوي دي. څېړونکو په ۲۰۲۱ کال کې د اوښانو او اسونو هغه ډبرینې انځورګرۍ وموندلې چې پر لويو ډبرو کېندل شوې وې او نږدې اووه زره کاله لرغونتوب لري.

روسیه او اوکراین د ۳۱۴ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړې ته ورسېدل

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف اعلان وکړ، چې متحده ایالات، اوکراین او روسیه په ابوظبي کې د ترسره شویو خبرو اترو پر مهال د ۳۱۴ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړې، دا هوکړه د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۶مه) د شویو «تفصیلي او رغوونکو» خبرو اترو پایله ده.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم لا ډېر مهم کارونه پاتې دي، خو دا ډول ګامونه ښيي چې دوامدار ډیپلوماټیک تعامل د ملموسو پایلو په ترلاسه کولو پیل شوی او دی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې پر مخ وړي. د امریکا ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ په اېکس‌پاڼې لیکلي، خبرې به دوام ولري او تمه ده چې په راتلونکو اوونیو کې نور پرمختګونه هم وشي.

تر دې وړاندې، هم‌مهاله له دې چې د مسکو، کییف او واشنګټن درې‌اړخیز پلاوی په ابوظبي کې د اوکراین د سولې خبرو د دویمې ورځې لپاره چمتو کېده، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کریل ډیمیټریف په دغو خبرو کې د پرمختګ او «مثبتو مخ‌پر وړاندې ګامونو» خبر ورکړ.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په داسې حال کې پر اوکراین برید وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې لا وړاندې له اتو کلونو راهیسې جګړه روانه وه؛ دا برید د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو خونړۍ نښته او د سړې جګړې له دورې وروسته د مسکو او لوېدیځ ترمنځ تر ټولو لویه مقابله بلل کېږي.

کریل ډیمیتریف چې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین په اړه خبرو کې مرکزي رول لري، وویل چې په اروپا او برېټانیا کې «جګړه‌پال ځواکونه» په پرله‌پسې توګه هڅه کوي چې په دې بهیر کې لاسوهنه وکړي او دا بهیر ګډوډ کړي.

هغه د خبرو تر پیل وړاندې خبریالانو ته وویل: «هر څومره چې دا هڅې زیاتېږي، هغومره موږ په څرګنده توګه وینو چې بې‌شکه پرمختګ روان دی. یو مثبت خوځښت مخ‌ ته روان دی». ډیمیټریف زیاته کړه، چې له متحده ایالاتو سره د اړیکو د بیارغونې لپاره د اقتصادي ګډ کاري چوکاټ په ګډون فعال ګامونه روان دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو د چهارشنبې په ورځ په ابوظبي کې پیل شو او ټاکل شوې ده، چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ هم دوام ومومي. د خبرو لومړی پړاو چې د مسکو او کییف ترمنځ لومړنۍ مستقیمې او علني خبرې وې، تېره میاشت په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو بې له کومې پایلې پای ته ورسېد.