طالبانو په نیمروز کې د ۹ټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې

په نیمروز کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو ریاست وایي، چې د دغه ولایت په زرنج ښار کې د انساني درملو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د یاد ریاست په وینا؛ د زرنج ښار په درېیمې امنیتي حوزه کې په ۸ موټرو کې ځای پرځای شوي ۷ټنه او ۳۲ کیلوګرامه درمل او د ۸۵۶ کیلوګرامه توکو د قاچاق مخه نیول شوې.

یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه درمل له پاکستان نه وارد شوي وو.