په مسقط کې د ایران او امريکا ترمنځ خبرې اترې پيل شوې

ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې د ایران او امريکا ترمنځ خبرې اترې د عمان په پلازمېنه مسقط کې څو شېبې وړاندې پيل شوې. د راپورونو له مخې؛ د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشري عباس عراقچي کوي او د امريکا په پلاوي کې سټيو وېټکاف او جرد کوشنر شامل دي.

ايراني رسنۍ وايي، چې عمان په دغه خبرو کې د «منځګړي» په توګه ګډون لري.