ازادۍ جبهه وايي په کندوز کې یې دوه طالبان وژلي دي

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې، چې تېره شپه یې د کندوز ښار په ازادۍ څلور لارې کې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوستې برید کړی. یادې جبهې زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او ۳ نور بیا ټپيان دي.

ازادۍ جبهې ویلي، چې د برید ترڅنګ یې د طالبانو یو پوځي موټر هم ویجاړ کړی دی. تر اوسه سیمه‌ییزو طالب چارواکو په دې اړه څه نه‌دي‌ ویلي.