جرمني له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایران د امنیتي وضعیت د شدیدې بېثباتۍ په اړه د خبرداري په ورکولو سره، له خپلو وګړو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ایران او سیمه کې وضعیت په بېساري ډول ګډوډ دی او په ایران کې د جرمني وګړي په ځانګړې توګه دوه تابعیت لرونکي له خپلسرو نیونو، پوښتنو، ګروېږنو او د درنو محکومیتونو له لوړ ګواښ سره مخ دي.
