• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا جام؛ اندونیزیا جاپان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د اندونیزیا د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د اسیا جام د نیمه پایلوبې دویمه لوبه کې په یوې په زړه پورې سیالۍ کې جاپان ته ۵-۳ ماتې ورکړه او ددې سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. اندونیزیا چې ددې سیالیو کوربه هم ده، د شنبې په ورځ به پایلوبه کې د ایران د فوټسال ملي لوبډلې سره مخ شي.

اندونیزیا د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د لومړي ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه بل پړاو ته لاړه.
په دې سیالۍ کې اندونیزیا د دوو ګولونو په وهلو سره مخکې شوه؛ خو جاپانیانو په منظمې لوبې سره لوبه ۲-۲ مساوي کړه. اندونیزیا یو ځل بیا مخکې شوه او جاپان بېرته لوبه مساوي کړه. د جاپان یو ګول په پنالټي سره ترسره شو.
لوبه په قانوني وخت کې مساوي پای ته ورسېده او د پنځو دقیقو دوو اضافي وختونو ته وغځېده. په اضافي وختونو کې اندونیزیا په هرې نیمایي کې یو یو ګول وواهه او پایله یې ۵–۳ په خپله ګټه کړه. جاپان په اضافي وخت کې یو ځل بیا د پنالټي ضربه ترلاسه کړه؛ خو د دې لوبډلې لوبډلمشر شمیزو ونه توانېد چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي، ترڅو په پای کې اندونیزیا د دغو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په ولایتونو کې د "رمضان" جام کرېکټ لوبو باندې بندیز ولګاوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.

بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدنې روزنې ولایتي مسوولینو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې د «رمضان» جام کرېکت سیالۍ به نه ترسره کوي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د امربالمعروف وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل د تراویح لمونځ قضا کېدل بللي دي.

سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له‌خوا ورته ویل شوي، چې« په روژه کې وخت باید عبادت ته وقف شي او کرېکټ لوبې وخت ضایع کوي».

د ټینیس بال کرېکټ لوبې د کرېکټ بورډ اړوند کوم رسمیت نه لري، خو د سپورټ او بدنې روزنې ادارې تر څار لاندې هر کال د روژې په میاشت کې په ولایتونو کې ترسره کېږي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «ټولو ولایتونو ته امر شوی دی چې د روژې په میاشت کې به د رمضان جام سیالۍ نه ترسره کېږي. ځکه ځوانان د لوبې له امله د تراویح لمونځ قضا کوي او عبادت ته وخت نه ورکوي».

یادو سرچینو ویلي، چې هر کال د روژې په میاشت کې د رمضان جام په نوم د ټینیس بال لوبې ترسره کېږي او له دې لارې د کرېکټ مینه‌والو او لوبغاړو ته د سالم مصروفیت زمینه برابرېږي.

په کندهار ولایت د کرېکټ یو لوبغاړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «د روژې په میاشت کې د ټینیس بال د ټورنمینټ لپاره چمتوالی نیول شوی و، لوبډلې مشخصې شوې دي، خو موږ ته نن خبر راکړل شو چې دغه ټورنمینټ لغوه شوی دی».

یادې سیالۍ معمولا له روژه مات وروسته پیلېدې او د شپې تر ناوخته به یې دوام کاوه. په یادو سیالیو کې به د کرېکټ لوبغاړو په ګډون سلګونه نندارچیان هم د سیالیو نندارې ته ورتلل.

همدارنګه د هلمند، زابل او ارزګان په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو د معلوماتو له‌مخې، د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ په ټولو ولایتونو کې لغوه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هر کال په ولایتونو کې د ټینیس بال رمضان جام کرېکټ سیالۍ ترسره کېدې، د یادو سیالیو مالي ملاتړ د ځینو سوداګرو او شرکتونو له‌خوا تر سره کېده او اتلو لوبډلو ته به بېلابېلې ډالۍ هم ورکول کېدې.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ فیصل شینوزاده د غوره توپ‌وهونکو د نوملړ په سر کې راغلی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې شانداره لوبه وکړه او د ۱۱۰ منډو په جوړولو سره د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام د غوره توپ‌وهونکو د جدول په سر کې راغلی.

نوموړي تر اوسه په ټوله کې ۴۳۵ منډې جوړې کړې او د دغه سیالیو تر ټولو غوره توپ‌وهونکی بلل کېږي. له شینوزاده وروسته د انګلستان بن مایس په شپږو لوبو کې د ۳۹۹ منډو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی او د سریلانکا چامودیتا د ۳۱۰ منډو په ترلاسه کولو سره د دغه جام درېیم غوره توپ‌وهونکی دی.

د شینوزاده او د دویم مقام ترمنځ توپیر ۳۶ منډې دی؛ خو بن مایس لا هم د هند پر وړاندې د پایلوبې یوه بله لوبه په مخ کې لري او کولای شي خپلې منډې زیاتې کړي.

د فیصل شینوزاده غوره فعالیت د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د حضور له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي، چې د کرېکټ د شنونکو او مینه‌والو پام یې ځان ته اړولی دی.

د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې په دویمه تمریناتي لوبه کې وېسټ‌انډیز ته ماتې ورکړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام له پیل وړاندې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د وېسټ‌انډیز لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې هم د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دې سیالۍ کې د وېسټ‌انډیز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ‌اچونه غوره کړه. د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې. په توپ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۵۱ منډو په ترلاسه کولو سره د افغانستان تر ټولو بریالی توپ‌وهونکی و.

په دویم پړاو کې د وېسټ‌انډیز لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په شلو اورونو کې یې د اوو وېکټو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې یې لوبه وبایلله. د توپ‌اچونې په برخه کې عظمت‌الله عمرزي او مجیب‌الرحمان هر یو دوه – دوه وېکټې واخیستې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له دې بریا وروسته د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام سیالیو لپاره خپلو چمتووالي ته دوام ورکوي. دغه سیالۍ به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې له ۱۸مې (د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۷مه) څخه د کب تر ۱۷مې (د مارچ ۸مه) پورې د هند او سریلانکا په ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د کاناډا، نیوزیلنډ، سوېلي افریقا او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره یوځای شوې ده او د ګروپي پړاو په لړ کې به څلور لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د هند پروړاندې نننۍ لوبه وبایلله

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې هند ته لوبه بایلوده او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نړۍوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

د ۱۹ کلونو کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه کې نن افغان لوبډله د هند د لوبډلې پروړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شوه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې په توپ‌وهنه کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۱۱۰، عزیزالله ۱۰۱، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه.

خو د لوبې په دویمه برخه کې د هند لوبډلې د ارون جورج د ۱۱۵ منډو په مټ د لوبې په ۴۱،۱ اور کې د افغان لوبډلې له‌خوا ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر له افغان لوبډلې څخه وګټله او له دې سره د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې شپږ لوبې ترسره کړې، چې له دې ډلې یې څلور وګټلې او ۲ یې بایلودې.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د جاپان په وړاندې له ماتې وروسته د ۲۰۲۶کال اسیا جام بهر شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو کې د جاپان په وړاندې د ۶-۰ په توپیر ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شوه. جاپان په لومړۍ پاڼۍ کې یو ګول وواهه؛ خو په دویمه پاڼۍ کې یې پنځه نور ګولونه ووهل او د سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسېد.

په یاده لوبه کې د جاپان ملي لوبغاړو په دفاع او برید دواړو برخو کې له ښه تاکتیک سره بریالی فعالیت وکړ او له شته فرصتونو یې ښه ګټه پورته کړه. برعکس افغان لوبډله ونه توانېده، چې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او د دویم ګول له ورکولو وروسته لوبډلې یووالی له لاسه ورکړ او دوی ونه توانېدل چې لوبې ته بېرته راوګرځي.

د جاپان څو ګولونه د افغان لوبغاړو د فردي تېروتنو له امله وو. په دې لوبه کې د جاپان شیمیزو د لوبې ستوری و، چې هېټریک یې وواهه او د خپلې لوبډلې له شپږو ګولونو څخه یې درې ګولونه ووهل.

د جاپان د فوټسال ملي لوبډله به په نیمه پایلوبه کې له اندونیزیا یا ویتنام لوبډلې سره مخامخ شي. افغانستان د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې همډلی و او د دوو بریاوو او یوې ماتې سره یې ۶ نمرې ترلاسه کړې او د ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه بل پړاو ته ورسېد.