• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان په کندوز کې د یوې خبریالې ناظره رشیدي د خوشې کېدو خبر ورکړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې په کندوز ولایت کې سیمه‌ییزه خبریاله ناظره رشیدي د طالبانو له بنده خوشې شوې ده. د مېرمن رشیدي کورنۍ هم د هغې خوشې کېدل تایید کړي دي.

ناظره رشیدي نږدې یوه میاشت وړاندې له څلورو نورو ښځو سره یوځای په کندوز کې د طالبانو د پولیسو له‌خوا نیول شوې وه.
په کندوز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د روان کال د مرغومي په ۲۲مه اعلان وکړ، چې د رشیدي نیول کېدل د «جنایي جرمونو د ترسره کولو» له امله دي او د هغې له رسنیزو فعالیتونو سره هېڅ تړاو نه لري.
له دې سره، د هغې کورنۍ د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان ته څرګنده کړې چې مېرمن رشیدي بې‌ګناه ده او هېڅ ډول غېرقانوني فعالیت یې نه دی کړی.
د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیولو د بهیر په دوام د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ګواښل او ځورول لا هم د بیان د ازادۍ او بشري حقونو پر وړاندې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
دغه سازمان د طالبانو له ادارې غوښتي، چې د خبریالانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي، د ښځینه خبریالانو امنیت تضمین کړي او د رسنیزو فعالانو له نیولو او پر هغوی د فشار له راوړلو ډډه وکړي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان رییس حامد عبیدي د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا مهال لږ تر لږه اووه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.
تر دې وړاندې، د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د خپل تازه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، چې یوازې نږدې ۷ سلنه ښځینه خبریالانو ته په ازاده توګه د فعالیت اجازه ورکول کېږي او له ۵۵ سلنې څخه زیاتې یې له شخصي ګواښونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په اسلام‌اباد کې له وروستي ځانمرګي برید سره د افغانستان تړاو رد کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې وغندلې، چې په اسلام‌اباد کې یې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د شوي برید تړاو افغانستان ته ورکاوه. عنایت الله خوارزمي ویلي، پاکستان باید پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري دغه پېښه افغانستان ته منسوبول «غېر مسوولانه» عمل دی، چې هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري. د هغه په خبره، پاکستاني چارواکي د دغسې عجولانه څرګندونو له کبله پر خپلو امنیتي ناغېړیو پرده نه‌شي اچولای او نه هم په اساسي توګه ستونزې حل کولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کې ناکام دي؟»

طالبانو زیاته کړې، دوی د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د سیاسي موخو لپاره د بې‌ګناه انسانانو وژل او ځورول جایز نه بولي او نه هم د داسې ناروا کړنو د ترسره کولو ملاتړ کوي. طالبانو د تېر په څېر ټینګار کړی، چې پاکستان باید له مسوولیتونو څخه د تېښتې او خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره پر خپلو ګاونډیانو تورونه پورې نه کړي.

د‌ طالبانو په باور، پاکستان په لوی لاس په داسې کارونو سره خپل ګاونډیان د ځان مخالفین کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې د اسلام‌اباد د نن ورځې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته هم څو څو ځله تګ راتګ کړی دی. اوس بیا د دولت په چارو کې د پاکستان یوه وزیر طلال چوهدري دا خبره کړې چې د اسلام‌اباد نننی بریدګر افغان نه و، خو افغانستان ته یې تګ راتګ کاوه.

طالبانو تېره اونۍ په بلوچستان کې هم وسله‌وال بریدونه افغانستان پورې تړل او ادعا یې کوله چې له هغې ځایه پلان شوي وو. طالبانو دغه ادعاوې هم غندلي او له حقیقت څخه یې لیرې بللې دي.

طالبان: د سالنګ په ګډون ګڼې لویې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د درنې واورې له امله د سالنګ په ګډون په بامیان او غور ولایتونو کې تړل شوې لارې د ترافیکو پر مخ بیا خلاصې شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې د درنو واورو له امله د سالنګ تړل شوې لاره یې له یوې ورځې وروسته د سالنګ دواړو لوریو ته د بند پاتې وسایطو پرمخ خلاصه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د موټر د تګ‌راتګ لپاره یې یوازې یو مسیر له وارو څخه پاک کړی دی او د بشپړې لارې خلاصولو لپاره عملیات دوام لري.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې په بامیان ولایت کې د یکاولنګ ـ دره صوف، د پروان ـ بامیان لویه لاره او د غور ولایت د بند بکک، بند بایند، بند شاتیغ، لعل کرمان، حوض بنګي، دولینه، ساغرو کندالان او نورې لارې چې د واورې ښویېدو له امله بندې شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې دي.

محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې په غور ولایت کې د غوک بند او بور بند لارې لا هم د تګ‌راتګ پر مخ تړلې پاتې دي.

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰
100%

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشرپاله اړتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۰
100%

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره مخ په زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو اړوند دې ادارې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ مور باید د خوارځواکۍ پر وړاندې په مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې په تېر میلادي کال کې یې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ۹ میلیونه ښځو او ماشومانو ته مرسته کړې ده.

افغانستان د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و چې د ژمي په موسم کې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو څخه دوه تنه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

اټکلونه ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو ته د اړتیا لرونکو ماشومانو شمېر ۱۱ میلیونو ته ورسېږي.

په دې وروستیو کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي چې د افغانستان خلک له بېلابېلو بحرانونو سره مخ دي، چې پکې د ټولنیزو ملاتړونو کمښت، کمزوری اقتصاد او لومړنیو خدمتونو ته محدود لاسرسی شامل دي.

طالبان وايي د واورې ښوییدنې او سیلابونو له امله په یوه ورځ کې پنځه کسان مړه شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جمعې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د واورې ښویدنې او سیلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. دوی زیاتوي، چې دا ویجاړۍ په هرات، فراه، غور او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل، چې په دې موده کې د بارانونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۰ کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په یوه یادښت کې د افغانستان د مرکزي غرونو په لمنو کې د درنو بارانونو خبرداری هم ورکړی دی.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۰ شمالي او مرکزي ولایتونو کې د باران، طوفانونو او قوي بادونو د احتمال اعلان کړی و.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د سلواغې په ۲مه اعلان وکړ، چې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ښویدنې او باران له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي.