• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ: د اسلام‌اباد نننی برید پر ګډو ارزښتونو، دین او انسانیت برید دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پر مهال د شیعه‌ګانو پر یوه جومات شوی برید له دین، ګډو ارزښتونو او انسانیت سره په ټکر کې دی. هغې زیاته کړه، چې د بې‌ګناه ملکي وګړو او لمونځ‌کوونکو په نښه کول جنایت دی.

نوموړې د سلواغلې ۱۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، «زه د جمعې لمانځه پر مهال اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید سخته وېرولې او خواشینې کړې یم». یوسفزۍ دغه راز زیاته کړې، دا یو کرکجن او بزدلانه عمل دی. نوموړې همداراز د پېښې له قربانیانو او کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر یاد جومات بریدګر افغان بللی او ادعا یې کړې، چې افغانستان ته یې هم تګ‌راتګ درلود. د راپورنو پر بنسټ، دې برید کې ۳۱ لمونځ کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ټپیان دي. چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

پر افغانستان حاکمو طالبانو هم د دې برید غندنه کړې او دا یې د جومات د حرمت سپکاوی بللی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

نبیل: په اسلام اباد کې نننی برید د پاکستان څارګرې ادارې«پټو لاسونو»له لوري تنظیم شوی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

رحمت الله نبیل نن جمعه د سلواغې پر ۱۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په وروستیو کې د پاکستان د پوځي مشرتابه له‌خوا غزې ته د پاکستاني پوځي ځواکونو د لېږلو له پرېکړې وروسته، د پاکستان یو شمېر مخکښ شیعه علماوو چې په هغوی کې علامه سید نذیر عباس نقوي چې د پاکستان د شیعه علماوو د شورا له مشرانو څخه دی، د دې پرېکړې پر وړاندې سخت او ښکاره دریځ خپل کړی دی.

نبیل ادعا کړې ده، چې د شته معلوماتو له مخې، د نن ورځې برید د پاکستان د څارکرې ادارې پورې تړلې جهادي ډلې حرکت‌المجاهدین له‌خوا ترسره شوی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد نننی برید غندلی خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلی، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و.

هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

تروسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان دفاع وزیر: بریدګر ځانمرګی و او افغانستان ته یې تګ راتګ درلود

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰

 د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و. هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر د اېکس په یوه یادښت کې لیکلي: «هغه کسانو چې په جومات کې لمونځ کوونکي شهیدان کړي دي د دین او هېواد دښمنان دي.دا ثابته شوې ده چې په دې برید کې ښکیل ترهګر په افغانستان کې شتون درلود.»

د خواجه اصف په وینا، د پاکستان امنیتي ځواکونو د ځانمرګي بریدګر سره نښته وکړه، چې بیا یې د لمونځ کوونکو په وروستي قطار کې ځان ته چاودنه ورکړه.

خواجه اصف زیاته کړه، چې پاکستان باید «په افغانستان کې د ترهګرو کمپونه» له منځه یوسي.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

د مړو شویو د شمېر د لوړېدو احتمال شته.

طالبانو په اسلام اباد کې د جومات خونړی برید وغانده

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۰

د طالبانو ادارې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه جومات کې شوی خونړی برید وغانده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا برید «د اسلامي او بشري ارزښتونو پر ضد» او د جوماتونو د حرمت خلاف و.

پاکستاني چارواکو وویل، چې په اسلام اباد کې د شیعه ګانو د جومات په برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان دي.

د روان کال د سلواغې پر ۱۷مه د اسلام اباد په ترلای سیمه کې د خدیجه کبرا په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال خونړۍ چاودنه وشوه.

تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

د اسلام اباد د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې څرګندوالی لا تر اوسه نه دی معلوم.

په همدې حال کې عیني شاهدانو ویلي چې دا برید د ځانمرګي بریدګر له خوا رامنځته شوی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت دا برید غندلی او ویلي یې دي چې متحده ایالات د سولې او امنیت د پرمختګ لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ثبات د ودې لپاره په ګډه کار کولو ته ژمن دی.

د سفارت په بیان کې ویل شوي، چې متحده ایالات په دې سخت وخت کې د پاکستان سره ولاړ دی.

بل خوا په اسلام اباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم دا برید یو ترهګریز برید وباله او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د لارو بندښت او د ویزو کړکېچ تر سیوري لاندې؛ اسلام‌اباد کې د افغان محصلینو د فراغت مراسم

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې په پاکستان کې د افغانستان سفارت په اسلام‌اباد کې د افغان محصلینو د فراغت مراسم ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي، د ویزو ستونزې لا ژورې شوې چې د افغان محصلینو پر راتلونکي یې سیوری غوړېدلی دی.

په دې غونډه کې، چې لسګونو افغان محصلینو او د سفارت طالب استازو پکې ګډون درلود، د طالبانو سفیر مولوي سردار احمد شکیب د ځوانانو پر علم، تخصص او «صادقانه ژمنتیا» خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د نوي نسل پوهې ته اړتیا لري. خو دګډونوالو پوښتنه دا وه، چې ایا دا اړتیا یوازې د ویناوو تر کچې محدوده ده، که د عملي ملاتړ بڼه هم لري؟

ډېری افغان محصلین په پاکستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د لارو بندښت، د ویزو نه تمدید، د نیول کېدو او جبري شړلو وېره هغه واقعیتونه دي چې د غونډې له رسمي اجنډا بهر پاتې شوي و.

یو شمېر محصلین وایي، د زده کړو تر بشپړېدو وروسته نه شي کولای افغانستان ته ستانه شي او نه هم په پاکستان کې د قانوني پاتې کېدو ډاډ لري. له بلې خوا، د افغانستان دننه د لوړو زده کړو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، دا پوښتنه لا پسې جدي کوي چې فارغ شوي ځوانان به له خپلو مهارتونو څنګه او چېرته ګټه واخلي.

بل لور ته، که څه هم د طالبانو سفیر د محصلینو د ملاتړ ژمنه تکرار کړه، خو تر اوسه د ویزو، استوګنې او قانوني خوندیتوب په برخه کې د سفارت عملي رول د نیوکو سره مخ دی. د محصلینو په باور، تشریفاتي غونډې د ورځنیو ستونزو بدیل نه شي کېدای.

دا مراسم په داسې وخت کې ترسره شول، چې ځینې پاکستاني محصلین هم د افغانستان د تګ راتګ د محدودیتونو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي، او دواړو خواوو ته د زده کړو فضا د سیاست قرباني شوې ده.

د څارونکو په اند، تر هغو چې د محصلینو اساسي ستونزې حل نه شي، د فراغت دا ډول مراسم د بریاوو نمانځنه نه، بلکې د تضادونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي، هغه تضاد چې د هیلو او واقعیت ترمنځ واټن لا پسې ژوروي.