• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: ایران د یورانیمو د بډایه کولو د درولو په تړاو د امریکا غوښتنه رد کړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰

یوه سیمه‌ییز ډیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې ایران په عمان کې د مذاکراتو پر مهال د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې په خپله خاوره کې دې د یورانیمو بډایه کول ودروي.

یاد ډیپلوماټ زیاته کړې، چې ایران د یورانیمو د بډایه کولو د «کچې او درجې» یا د یوه سیمه‌ییز کنسرسیم د جوړولو په اړه خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.

د یادې سرچینې په وینا، تهران په دې باور دی چې امریکايي مذاکره‌کوونکي «د بډایه کولو په اړه د ایران په دریځ پوه شوي او د تهران د غوښتونو په وړاندې یې انعطاف ښودلی دی».

سرچینې ویلي، چې په مسقط کې د دغو خبرو پرمهال د ایران د توغندیزو وړتیا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.

پر همدغه مهال اکسیوس وېب‌پاڼې او د فاکس‌نیوز خبریالې جنیفر ګریفین د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو سټیو وېټکاف او جرد کوشنر په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره مخامخ لیدنه کړې ده.

امریکايي او ایراني چارواکو ویلي، چې تمه لري یاد مذاکرات به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته امنیتي خبرداری ورکړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰

د اسلام‌اباد د ترلای سیمې په یوه جومات کې تر ځانمرګي برید وروسته، په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت یو امنیتي خبرداری خپور کړی او خپلو وګړو ته یې د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

د سفارت د خپرې شوې خبرتیا له‌مخې، امریکایي وګړو ته ویل شوي چې له ګڼه‌ګوڼې ډکو سیمو او لویو عامه غونډو څخه ډډه وکړي، خپل شخصي امنیتي پلانونه له سره وارزوي او د وروستیو بدلونونو د معلومولو لپاره په دوامداره ډول سیمه‌ییز خبرونه او رسنۍ وڅاري.

همدارنګه، امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې ځان له عامه پاملرنې څخه وساتي، تل خپل د پېژندنې اسناد له ځان سره ولري او د اړتیا پر مهال له پولیسو سره همکاري وکړي. د امریکا سفارت ټینګار کړی، چې د یادو سپارښتنو پلي کول کولای شي په پاکستان کې د سفر او استوګنې پر مهال احتمالي ګواښونه راکم کړي.

امریکا داسې مهال په پاکستان کې خپلو وګړو ته دا خبرداری ورکوي، چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه جومات دننه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۳۱ کسان ووژل شول. همداراز، په دې برید کې ۱۶۹ کسان ټپیان شوي او روغتیاپالانو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

ازادۍ جبهه: د طالبانو پخوانۍ جنګي کړنلارې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې کارول کېږي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په اسلام‌اباد کې وروستي برید ته په غبرګون ویلي، چې دغه ډول بریدونه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې کړنلارې په توګه کارول کېدې، خو اوس د یادې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.

د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی ځانمرګی برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«دا ډول جنایتونه چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې جنګي کړنلارې په توګه ترسره کېدې، اوس د دې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي».

د ازادۍ جبهې پر پاکستان او د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د قانوني نظام ړنګېدو ترخې تجربي ته په کتو باید د طالبانو او د هغوی د متحدینو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره دفاعي او امنیتي تګلاره چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. یاد برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو هېوادونو له‌خوا په سختو ټکو وغندل شو.

قطر ، سعودي عربستان او ناروې په اسلام‌اباد کې پر جومات خونړی برید غندلی دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰

د قطر، سعودي عربستان او ناروې د بهرنیو چارو وزارتونو په جلاجلا اعلامیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات خونړی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید په غبرګون د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید په غبرګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ریاض د عبادت ځایونو په نښه کولو، د بې‌ګناه خلکو منځ کې وېره خپرول او د هغوی وینه تویول په کلکو ټکو غندي.

سعودي عربستان وايي، تل به د هر ډول تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان ترڅنګ ولاړ اوسي.

پر همدغه مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په اسلام‌اباد کې پر جومات خونړی برید غندلی او ټینګار کوي، چې د قطر دولت د هر ډول ترهګرۍ پروړاندې ثابت او نه بدلېدونکی دریځ لري.

قطر ویلي، چې پر عبادت ځایونو باندې بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو د ځانمرګي برید له قربانیانو او کورنیو سره خپله خواوږي څرګنده کړې ده.

په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو باندې ځانمرګي برید ته نړۍوالو سازمانو او ګاونډیو هېوادونو هم غبرګونونه ښودلي او دا برید یې د ټولو انساني او دیني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

ملګرو ملتونو د پاکستان په پلازمېنه کې پر جومات برید په سختو ټکو وغانده

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پر شعیه لمونځ کوونکو برید په سختو ټکو غندلی او وايي، چې پر ملکي وګړو او عبادت ځایونو بریدونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې د یاد سازمان د سرمنشي له قوله لیکل شوي، چې پر ملکي وګړو او عبادت کوونکو باندې بریدونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او ټینګار یې کړی، چې د یاد برید مسوولین باید وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

انتونیو ګوترېش په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې یې د پاکستان له حکومت او خلکو سره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات ځانمرګي برید کې ۳۱ شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید پړه تر اوسه کومې وسله‌والي ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.

د پاکستان لومړی وزیر: د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید عاملین به د خپلو کړنو سخته سزا وویني

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا د خواخوږۍ او ملاتړ د پیغامونو له ترلاسه کېدو مننه کړې او د اسلام‌اباد نننی ځانمرګی برید یې «زړه‌ بوږنوونکی» بللی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې ترهګریز برید ټول عاملین به د دولت له‌خوا په پوره ځواک عدالت ته وسپارل شي.

شریف په یوه رسمي بیان کې وویل، چې له دې خونړي برید وروسته د نړۍوالې ټولنې له لوري د خواخوږۍ او یووالي ګڼ پیغامونه یې ترلاسه کړې دي. هغه زیاته کړه، چې د دوستانو او نړۍوالو شریکانو ملاتړ تل د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان په هڅو کې حیاتي رول لوبولی دی.

نوموړي دا برید «کرغېړن» بللی او څرګنده کړې یې ده، چې د دې «ناوړه جنایت طرحه‌کوونکي» او عاملین به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او د پاکستان حکومت به په قوي توګه د ترهګرۍ پر وړاندې ودرېږي.

د شبهاز شریف په خبره، د پاکستان زړور ولس په دې حساسو شېبو کې یو موټی ولاړ دي او لکه د تېر په څېر به په کلک هوډ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او دا بلا به ماته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان، قطر، ناروې، جرمني، ایټالیا، هسپانیا، فرانسې، هالنډ، ترکیې، ایران او چین هم په جلا جلا بیانیو کې د ځانمرګي برید غندنه کړې او د پاکستان له خلکو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې او له هر ډول ترهګرۍ او تاوتریخوالي ډک افراطیت سره یې هم مخالفت اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د جمعې د لمانځه پر مهال د اسلام‌اباد ترلای سیمه کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید وشو.

د رسمي معلوماتو له‌مخې، په دې برید کې تر اوسه پورې ۳۱کسان وژل شوي او تر ۱۶۹ ډېر ټپیان دي. پاکستاني چارواکو ویلي، په ټپیانو کې د ځینو وضعیت نازک دی او د مړو د ډېرېدو امکان شته.