• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حشمت غني د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ناروغۍ په اړه راپورونه رد کړل

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دده د ورور (محمد اشرف غني) د ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي. هغه زیاتوي، له دې وړاندې د نوموړي په حواله داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د پخواني ولسمشر روغتیايي وضعیت خراب دی.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني نن جمعه، د سلواغۍ پر ۱۷مه په اېکس کې ولیکل، چې د نوموړي په حواله داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ناروغ دی.

هغه په اېکس کې لیکلي:«دا ریښتیا نه ده، په بشپړه توګه جعلي ده، هغه روغ دی، هیڅ طبي ستونزه یا اېدیښنه نه لري.»

حشمت غني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه او د ورور محمد اشرف غني انځور د خپرولو سره لیکلي و، چې نوموړی ویلي، چې اشرف غني ناروغ دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ کابل ته د طالبانو د ننوتلو درشل کې پخوانی ولسمشر اول تاجکستان ته او بیا له هغه ځای متحده عربي اماراتو ته لاړ او له هغه راهیسې هلته استوګن دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د کډوالو د اېستلو په برخه کې ګاونډیانو د دوی نظر ته ارزښت نه دی ورکړی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري ویلي چې ګاونډیو هیوادونو د نړیوالو قوانینو خلاف افغان کډوال په زوره اېستلي او د طالبانو د ادارې د دوی د باعزته راستنیدو غوښتنو ته یې پام نه دی کړی.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۶مه په غزني کې د غنمو د ویش په مراسمو کې وویل، چې د طالبانو ادارې د ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د تدریجي راستنېدو د تنظیم لپاره غوښتنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې دغو ګاونډیو هیوادونو د دغه ډلې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر په یادو مراسمو کې وویل: «موږ هڅه وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره خبرې اترې وکړو ترڅو زموږ هېوادوال په عزت سره هیواد ته راستانه شي؛ خو کوربه هیوادونو دا وړاندیزونه رد کړل او په ظالمانه او جبري ډول یې افغان کډوال وشړل.»

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت راپور ورکړ، چې په دې وروستیو ورځو کې د ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر په مختلفو ولایتونو کې یو شمیر راستنېدونکو ته غنم ویشلي دي. وزارت زیاته کړه، چې دوی مخکې له دې په ټول هېواد کې له افغان بزګرانو څخه غنم په بیه اخیستي وو.
د نړیوالو سازمانونو په وینا افغان راستنېدونکي کډوال له ګڼ شمیر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

ډیری راستنېدونکو ویلي، چې دوی له ګاونډیو هیوادونو څخه په سختو شرایطو او خالي لاسونه اېستل شوي دي.

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د پېژندلو، زنداني کولو او اېستلو پروسه په چټکۍ سره زیاته کړې ده.

نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو، خبریالانو، سرتېرو او د پخواني حکومت د کارمندانو راستنیدل د امنیتي ګواښونو له پلوه خوندي نه دي.

په هرات کې د توپان له امله د ونو راپرېوتو په پېښه کې یو کس مړ او بل ټپي شوی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د هرات ځايي اوسېدونکي‌ وايي، چې د تېز باد او سخت توپان له امله ونې ماتې شوې چې له امله یې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. پېښه تېره ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ویلي، چې تېره ورځ په هرات کې سخت توپان، تېز باد او ږلۍ شوې چې د ونو ماتېدو ترڅنګ یې کرنیزې ځمکې او ګلخانې هم زیانمنې کړې دي.

له بل پلوه په فراه کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ننګیال فراهي ویلي، چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په ګورزنګ سیمه کې د باران له امله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې نجلۍ په ګډون دوه کسان مړه او یوه بله مېرمن او دوه ماشومان سخت ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د هواپوهنې ادارې نن د افغانستان په شلو ولایتونو کې د درنې واورې، تیزو بادونو او بارانونو اټکل کړی دی. ورته مهال د درنې واورې او توپان له امله د سالنګ، بامیان او دایکنډي لارې هم تړل شوې دي.

له پاکستان او ایران نه نږدې ۷۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۶۷۹ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسون ویلي، چې دغه کورنۍ د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۲، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲۹ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، له دې ډلې ۸۸زره او ۲۳۱ کورنۍ له پاکستان نه، ۵زره او ۳۱۰ کورنۍ له ایران او ۳۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.

په فراه کې د یوه کور چت پرېوتو له امله دوه کسه مړه او درې نور ټپیان شوي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰

په فراه کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ننګیال فراهي ویلي، چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په ګورزنګ سیمه کې د باران له امله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې نجلۍ په ګډون دوه کسان مړه او یوه بله مېرمن او دوه ماشومان سخت ټپیان شوي دي.

ننګیال فراهي وايي، چې د پېښې ټپیان د یادې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. په افغانستان کې درنو واورو او بارانونو په یو شمېر نورو سیمو کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د هواپوهنې ادارې نن د افغانستان په شلو ولایتونو کې د درنې واورې، تیزو بادونو او بارانونو اټکل کړی دی. له بل پلوه د درنې واورې له امله د سالنګ، بامیان او دایکنډي لارې هم تړل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، چې د سالنګ لاره د پنجشنبې په ورځ شاوخوا پنځه بجې د درنې واورې، توپان او د لید کچې کمېدو له امله د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې ده. هم‌مهاله په بامیان او دایکنډي کې د طالبانو ځایي چارواکو په دغه ولایتونو کې د یوشمېر لارو د تړلو خبر ورکړی.

په ۲۰۲۵کال کې نږدې ۳۰۰ افغانانو په روسیه کې د پناه غوښتنه کړې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په دغه هېواد کې د لنډمهاله پناه‌غوښتنې د غوښتونکو شمېر د پام وړ زیات شوی. د راپور له مخې؛ له اوکراین او سوریې وروسته افغانان په دغه هېواد کې د پناه‌غوښتنې درېیم لوی شمېر جوړوي.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) خپور شوی په‌کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې ۲۸۱ افغانانو په روسیه کې د لنډمهالې پناه‌غوښتنې غوښتنه کړې ده. راپورونه ښيي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په روسیه کې د ډېرو افغانانو د پناه‌غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د نوملړ په سر کې اوکراین راغلی، چې ۳زره او ۳۳۲ وګړو یې د کډوالۍ غوښتنه کړې، سوریه دویم ځای لري چې ۳زره او ۱۹۶ وګړو یې په روسیه کې د لنډمهالې پناه‌غوښتنې غوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې په ټولیزه توګه ۸زره او ۲۲۰ بهرنيو وګړو د روسیې د لنډمهالې پناه‌غوښتنې لپاره غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۲۴کال پرتله ۱۳۴۱ زیاتوالی ښيي.

له افغانستان وروسته د ازبکستان ۱۷۶ وګړو او د جرمني ۱۲۹ وګړو د غوښتنو سره په څلورم او پنځم ځایونو کې راځي. د ځینو اروپایي هېوادونو وګړي هم د بېلابېلو لاملونو له امله په روسیه کې د دغه ډول اوسېدو غوښتونکي دي.

په وروستیو کلونو کې روسیې هڅه کړې، چې د بهرني کاري ځواک جذب زیات کړي او په ځینو سیمو کې د انساني ځواک کمښت، په ځانګړې توګه په صنعتي او خدماتي برخو کې د دغه هېواد د کډوالو د منلو هڅه لا پیاوړې کړې ده.