تېرو درېیو میاشتو کې؛ نږدې ۹۴زره کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې افغانستان ته ستنې شوې دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.