• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او ایران نن نږدې درې نیم زره کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وایي، چې د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۶۳۴ کډوالې کورنۍ چې ټول شمېر یې ۳۴۳۹ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې د جمعې په ورځ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴۳۹ افغان کډوال راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، ۴۹۴ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۰۷ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاری، ۱۹ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې تازه راستنو شویو کورنیو سره یې اړینې مرستې کړې دي او یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي ولایتونو ته هم لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او ایران له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې دوام لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وايي د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید عامل افغان نه دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید عامل د افغانستان وګړی نه و. خو نوموړي د څېړنو له پایلو سره سم ویلي، چې دغه ځانمرګی بریدګر تر دې وړاندې څو ځله افغانستان ته تللی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «اوس مهال نه‌شو کولی ډېر معلومات له رسنیو سره شریک کړو، ځکه دا مهمه ده چې هغو کسانو ته ورسېږو چې د دې برید تر شا ولاړ دي. د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې به یو مفصل راپور خپور شي».

دا چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

طلال چودري یو ځل بیا هند د نیوکې هدف وګرځاوه او ویې ویل، چې اسلام‌اباد له نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو سره د ترهګرۍ د ملاتړ اسناد شریک کړي او دا یې ثابته کړې، چې «ترهګري د هند له‌خوا تمویلېږي».

هغه زیاته کړه: «موږ داسې شواهد لرو چې هند په دې برخه کې خپله پانګونه درې برابره زیاته کړې ده. دا ترهګر د دین لپاره برید نه کوي، بلکې د ډالرو لپاره بریدونه ترسره کوي؛ که هغه د بلوچستان د ازادۍ پوځ وي، که تحریک طالبان پاکستان وي او که بله هره ډله وي، ټول د ډالرو په بدل کې جګړه کوي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه وویل، چې اسلام‌اباد څو ځله له افغان طالبانو غوښتي، چې ترهګرو ته پناه ورنه‌کړي او د هند د لاس اله ونه ګرځي. هغه خبرداری ورکړ: «دا نیابتي ډلې به هم له هماغه برخلیک سره مخ شي، له کوم سره چې هند د تېر کال د مې په میاشت کې مخ شو».

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو، چې ځانمرګی بریدګر افغانستان ته په تګ‌راتګ کې و او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې ترلاسه شوې دي.

هند په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید غندلی او د پاکستان تورونه بې‌بنسټه بولي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام‌اباد کې له شوي برید سره هېڅ تړاو نه لري او پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د جدي حل پر ځای پر نورو د ملامتیا ګوتې نیولو سره ځان غولوي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید د هند او طالبانو ترمنځ د همکارۍ پایله وبلله، د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ادعا بې‌بنسټه وبلله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې په اسلام‌اباد کې پر یوه جومات شوی برید غندلی او د دغه برید له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دا د افسوس ځای دی چې پاکستان د هغو ستونزو د جدي حل پر ځای چې ټولنیز جوړښت یې ځپلی، پر نورو باندې د خپلو کورنیو ناخوالو د پړې اچولو له لارې ځان غولوي. هند دغه ډول تورونه ردوي؛ دا بې‌بنسټه او بې‌معنا دي».

پر همدغه مهال د طالبانو د دفاع وزارت هم په اسلام‌اباد کې له وروستي ځانمرګي برید سره د افغانستان تړاو رد کړی دی.

طالبانو په اسلام‌اباد کې له وروستي ځانمرګي برید سره د افغانستان تړاو رد کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې وغندلې، چې په اسلام‌اباد کې یې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د شوي برید تړاو افغانستان ته ورکاوه. عنایت الله خوارزمي ویلي، پاکستان باید پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري دغه پېښه افغانستان ته منسوبول «غېر مسوولانه» عمل دی، چې هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري. د هغه په خبره، پاکستاني چارواکي د دغسې عجولانه څرګندونو له کبله پر خپلو امنیتي ناغېړیو پرده نه‌شي اچولای او نه هم په اساسي توګه ستونزې حل کولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کې ناکام دي؟»

طالبانو زیاته کړې، دوی د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د سیاسي موخو لپاره د بې‌ګناه انسانانو وژل او ځورول جایز نه بولي او نه هم د داسې ناروا کړنو د ترسره کولو ملاتړ کوي. طالبانو د تېر په څېر ټینګار کړی، چې پاکستان باید له مسوولیتونو څخه د تېښتې او خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره پر خپلو ګاونډیانو تورونه پورې نه کړي.

د‌ طالبانو په باور، پاکستان په لوی لاس په داسې کارونو سره خپل ګاونډیان د ځان مخالفین کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې د اسلام‌اباد د نن ورځې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته هم څو څو ځله تګ راتګ کړی دی. اوس بیا د دولت په چارو کې د پاکستان یوه وزیر طلال چوهدري دا خبره کړې چې د اسلام‌اباد نننی بریدګر افغان نه و، خو افغانستان ته یې تګ راتګ کاوه.

طالبانو تېره اونۍ په بلوچستان کې هم وسله‌وال بریدونه افغانستان پورې تړل او ادعا یې کوله چې له هغې ځایه پلان شوي وو. طالبانو دغه ادعاوې هم غندلي او له حقیقت څخه یې لیرې بللې دي.

طالبان: د سالنګ په ګډون ګڼې لویې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د درنې واورې له امله د سالنګ په ګډون په بامیان او غور ولایتونو کې تړل شوې لارې د ترافیکو پر مخ بیا خلاصې شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې د درنو واورو له امله د سالنګ تړل شوې لاره یې له یوې ورځې وروسته د سالنګ دواړو لوریو ته د بند پاتې وسایطو پرمخ خلاصه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د موټر د تګ‌راتګ لپاره یې یوازې یو مسیر له وارو څخه پاک کړی دی او د بشپړې لارې خلاصولو لپاره عملیات دوام لري.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې په بامیان ولایت کې د یکاولنګ ـ دره صوف، د پروان ـ بامیان لویه لاره او د غور ولایت د بند بکک، بند بایند، بند شاتیغ، لعل کرمان، حوض بنګي، دولینه، ساغرو کندالان او نورې لارې چې د واورې ښویېدو له امله بندې شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې دي.

محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې په غور ولایت کې د غوک بند او بور بند لارې لا هم د تګ‌راتګ پر مخ تړلې پاتې دي.

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.