• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په اسلام‌اباد کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه وکړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې پر خدیجه‌الکبری جومات برید غندلی دی. د دغه وزارت په وینا، دا ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او د نړۍ ټول خلک چې په هر دین او مذهب پورې تړاو لري، باید وکولای شي په امن او سوله کې خپل عبادت وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغه برید غندلی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات چاودنه یو ځانمرګی برید و. هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې غندلي، چې په اسلام‌اباد کې یې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د شوي برید تړاو افغانستان ته ورکاوه. عنایت‌الله خوارزمي ویلي، پاکستان باید افغانستان ته د ګوتې نیولو پر ځای پر خپلو امنیتي ناکامیو فکر وکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د جمعې په ورځ د شیعه‌ګانو پر جومات کې شوی ځانمرکی برید د پاکستان د څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

حزب‌الله د خپلې بیا رغونې په لړ کې د لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د لبنان حزب‌الله د جمعې په ورځ د خپل لوړپوړي امنیتي چارواکي وفیق صفا استعفا ومنله. دا لومړی ځل دی، چې د دغې کچې یو چارواکی له خپلې دندې ګوښه کېږي.

رویټرز د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) راپور ورکړی، صفا چې د حزب‌الله د اړیکو او همغږۍ د واحد مشري یې کوله او له امنیتي ادارو سره د همکارۍ مسوول و، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د اسراییل له‌خوا د ترور له یوې هڅې ژوندی پاتې شوی و.

رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، چې «دا استعفا او د هغې منل د داخلي بیا جوړونې د بهیر برخه وه» چې تېر کال له اسراییل سره په جګړه کې د حزب‌الله له اوښتو زیانونو وروسته پیل شوه. سرچینې همداراز زیاته کړې، چې د سوېلي سیمې قوماندان حسین عبدالله د صفا د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.

اسراییل او لبنان په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه وکړه، څو د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ له یو کال څخه زیاتې سرحدي نښتې پای ته ورسېږي. دا نښتې تر هغه وروسته سختې شوې، چې اسراییل داسې بریدونه وکړل چې د ایران ملاتړ لرونکې وسله‌واله ډله یې په جدي ډول کمزورې کړه. له هغه وخت راهیسې دواړو خواوو یو پر بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګولي دي.

لبنان د امریکا او اسراییل له خوا د حزب‌الله د بې‌وسلې کېدو لپاره له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی او د دې هېواد مشران وېره لري، چې اسراییل ښايي د هېواد په کچه پراخ بریدونه وکړي، څو د لبنان مشران دې ته اړ کړي چې د حزب‌الله وسلې په چټکۍ سره ضبط کړي.

منظور پښتین: په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید د افسوس وړ دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو د خونړي برید په تړاو خواشیني څرګنده کړې، خو وایي د حیرانتیا وړ دا ده چې حکومت په اسلام‌اباد کې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې د دغه ډول بریدونو مخه نه‌شي نیولی؟

نوموړي د جمعې په ورځ پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي: ‹ریاست تر اسلام‌اباد پورې د سوله‌ییزو ولسي لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې په امام‌بارګاه کې د بریدګر مخه نه‌شي نیولای؟»

پښتین ویلي، چې د پاکستان په استعماري جګړه کې اوښکې، درد، وینه او ستونزې یوازې د بې‌وزله ولس په برخه کېږي، خو ډالر، فابریکې او ټاپوګان بیا د جنرالانو برخه ده.

نوموړي د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسیو په غبرګون ویلي، چې له یوه لورې پر شیعه‌ګانو خونړی برید شوی او له بل لوري د تیرا او کورمې خلک د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په زوره له خپلو کورونو اېستل کېږي.

پښتین خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د استعمار یوازینۍ حل د ولس له‌خوا په ښکاره دول د استعمار پر وړاندې درېدو کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پرمهال د شیعه‌ګانو په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

ملاله یوسفزۍ: د اسلام‌اباد نننی برید پر ګډو ارزښتونو، دین او انسانیت برید دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پر مهال د شیعه‌ګانو پر یوه جومات شوی برید له دین، ګډو ارزښتونو او انسانیت سره په ټکر کې دی. هغې زیاته کړه، چې د بې‌ګناه ملکي وګړو او لمونځ‌کوونکو په نښه کول جنایت دی.

نوموړې د سلواغلې ۱۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، «زه د جمعې لمانځه پر مهال اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید سخته وېرولې او خواشینې کړې یم». یوسفزۍ دغه راز زیاته کړې، دا یو کرکجن او بزدلانه عمل دی. نوموړې همداراز د پېښې له قربانیانو او کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر یاد جومات بریدګر افغان بللی او ادعا یې کړې، چې افغانستان ته یې هم تګ‌راتګ درلود. د راپورنو پر بنسټ، دې برید کې ۳۱ لمونځ کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ټپیان دي. چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

پر افغانستان حاکمو طالبانو هم د دې برید غندنه کړې او دا یې د جومات د حرمت سپکاوی بللی دی.

احمدعلم‌الهدی: هغه خبرې چې د زور تر سیوري لاندې ترسره کېږي هیڅ ارزښت نه لري

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د ایران د مشهد ښار امام، احمد علم‌الهدی، دایران او امریکا ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، هغه خبرې اترې چې د زور او ګواښ تر سیوري لاندې ترسره کېږي، هیڅ ارزښت نه لري.

نوموړي ویلي: «هغه مذاکره چې د مېز پر سر یې وسلې او الوتکې ولاړې وي، د امریکا سیاسي لوبه ده او نړۍ پوهېږي چې دا کار ملندېدی.»

علم‌الهدی همداراز له ایراني چارواکو وغوښتل چې په دې خبرو اترو کې په ځواک او عزت سره ګډون وکړي او زیاته یې کړه چې باید ایران ځان کمزوري و نه ښيي.

هغه ټینګار وکړ چې ایران باید د خپلو ملي ګټو او دریځونو په ساتلو کې کلک پاتې شي او د فشارونو تر اغېز لاندې پرېکړې و نه کړي.

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.