په مسکو کې د طالبانو او چین سفیرانو پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړې

په روسیه کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې ګل حسن حسن په مسکو کې د چین له سفیر ژانګ هانهويي سره په لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. د دغه سفارت په وینا؛ په یاده لیدنه کې د سیمې د امنیت پیاوړتیا په برخه کې پر ګډې مبارزې ټینګار شوی.

طالبانو په یاده اعلامیه کې ویلي، چې دواړه خواوو پر سیمه‌ییزې همکارۍ او د اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی.