عمان: د نن ورځې سلا مشورې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د شرایطو پر برابرولو متمرکزې وې

د عمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د جمعې په سهار له عباس عراقچي، سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره جلا جلا سلا مشورې ترسره کړې.
