• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لارو بندښت او د ویزو کړکېچ تر سیوري لاندې؛ اسلام‌اباد کې د افغان محصلینو د فراغت مراسم

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې په پاکستان کې د افغانستان سفارت په اسلام‌اباد کې د افغان محصلینو د فراغت مراسم ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي، د ویزو ستونزې لا ژورې شوې چې د افغان محصلینو پر راتلونکي یې سیوری غوړېدلی دی.

په دې غونډه کې، چې لسګونو افغان محصلینو او د سفارت طالب استازو پکې ګډون درلود، د طالبانو سفیر مولوي سردار احمد شکیب د ځوانانو پر علم، تخصص او «صادقانه ژمنتیا» خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د نوي نسل پوهې ته اړتیا لري. خو دګډونوالو پوښتنه دا وه، چې ایا دا اړتیا یوازې د ویناوو تر کچې محدوده ده، که د عملي ملاتړ بڼه هم لري؟

ډېری افغان محصلین په پاکستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د لارو بندښت، د ویزو نه تمدید، د نیول کېدو او جبري شړلو وېره هغه واقعیتونه دي چې د غونډې له رسمي اجنډا بهر پاتې شوي و.

یو شمېر محصلین وایي، د زده کړو تر بشپړېدو وروسته نه شي کولای افغانستان ته ستانه شي او نه هم په پاکستان کې د قانوني پاتې کېدو ډاډ لري. له بلې خوا، د افغانستان دننه د لوړو زده کړو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، دا پوښتنه لا پسې جدي کوي چې فارغ شوي ځوانان به له خپلو مهارتونو څنګه او چېرته ګټه واخلي.

بل لور ته، که څه هم د طالبانو سفیر د محصلینو د ملاتړ ژمنه تکرار کړه، خو تر اوسه د ویزو، استوګنې او قانوني خوندیتوب په برخه کې د سفارت عملي رول د نیوکو سره مخ دی. د محصلینو په باور، تشریفاتي غونډې د ورځنیو ستونزو بدیل نه شي کېدای.

دا مراسم په داسې وخت کې ترسره شول، چې ځینې پاکستاني محصلین هم د افغانستان د تګ راتګ د محدودیتونو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي، او دواړو خواوو ته د زده کړو فضا د سیاست قرباني شوې ده.

د څارونکو په اند، تر هغو چې د محصلینو اساسي ستونزې حل نه شي، د فراغت دا ډول مراسم د بریاوو نمانځنه نه، بلکې د تضادونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي، هغه تضاد چې د هیلو او واقعیت ترمنځ واټن لا پسې ژوروي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

حشمت غني د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ناروغۍ په اړه راپورونه رد کړل

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دده د ورور (محمد اشرف غني) د ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي. هغه زیاتوي، له دې وړاندې د نوموړي په حواله داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د پخواني ولسمشر روغتیايي وضعیت خراب دی.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني نن جمعه، د سلواغۍ پر ۱۷مه په اېکس کې ولیکل، چې د نوموړي په حواله داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ناروغ دی.

هغه په اېکس کې لیکلي:«دا ریښتیا نه ده، په بشپړه توګه جعلي ده، هغه روغ دی، هیڅ طبي ستونزه یا اېدیښنه نه لري.»

حشمت غني افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه او د ورور محمد اشرف غني انځور د خپرولو سره لیکلي و، چې نوموړی ویلي، چې اشرف غني ناروغ دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ کابل ته د طالبانو د ننوتلو درشل کې پخوانی ولسمشر اول تاجکستان ته او بیا له هغه ځای متحده عربي اماراتو ته لاړ او له هغه راهیسې هلته استوګن دی.

طالبان وايي د کډوالو د اېستلو په برخه کې ګاونډیانو د دوی نظر ته ارزښت نه دی ورکړی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري ویلي چې ګاونډیو هیوادونو د نړیوالو قوانینو خلاف افغان کډوال په زوره اېستلي او د طالبانو د ادارې د دوی د باعزته راستنیدو غوښتنو ته یې پام نه دی کړی.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۶مه په غزني کې د غنمو د ویش په مراسمو کې وویل، چې د طالبانو ادارې د ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د تدریجي راستنېدو د تنظیم لپاره غوښتنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې دغو ګاونډیو هیوادونو د دغه ډلې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر په یادو مراسمو کې وویل: «موږ هڅه وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره خبرې اترې وکړو ترڅو زموږ هېوادوال په عزت سره هیواد ته راستانه شي؛ خو کوربه هیوادونو دا وړاندیزونه رد کړل او په ظالمانه او جبري ډول یې افغان کډوال وشړل.»

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت راپور ورکړ، چې په دې وروستیو ورځو کې د ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر په مختلفو ولایتونو کې یو شمیر راستنېدونکو ته غنم ویشلي دي. وزارت زیاته کړه، چې دوی مخکې له دې په ټول هېواد کې له افغان بزګرانو څخه غنم په بیه اخیستي وو.
د نړیوالو سازمانونو په وینا افغان راستنېدونکي کډوال له ګڼ شمیر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

ډیری راستنېدونکو ویلي، چې دوی له ګاونډیو هیوادونو څخه په سختو شرایطو او خالي لاسونه اېستل شوي دي.

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د پېژندلو، زنداني کولو او اېستلو پروسه په چټکۍ سره زیاته کړې ده.

نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو، خبریالانو، سرتېرو او د پخواني حکومت د کارمندانو راستنیدل د امنیتي ګواښونو له پلوه خوندي نه دي.

په اسلام‌اباد کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې چاودنې ۳۱ تنه وژلي او ۱۶۹ نور ټپیان دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د اسلام اباد مرستیال کمېشنر منلې، چې په اسلام اباد کې د شیعه‌وو پر یو جومات کې چاودنې ۳۱تنه وژلي او ۱۶۹ نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې پېښه ځانمرګي برید ته ورته ښکاري. دا برید د جمعې د لمانځه پر مهال د اسلام‌اباد د خدیجه کبرا په جومات کې شوې ده.

د اسلام اباد مرستیال کمېشنر تقي جواد دا مرګژوبله تاید کړې او د پلازمېنې اسلام اباد په دولتي روغتونونو کې بېړنۍ حالت رامنځته شوی دی.

د پاکستان پولیسو نن د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې د اسلام‌اباد په شهباز ټاون کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات کې چاودنه شوې ده.

تر اوسه پورې د برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې د شیعه‌وو پر جوماتونو د بریدونو مسوولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې «بې ګناه وګړي په نښه کول د انسانیت پر وړاندې جرم دی.»

ولسمشر په یوه بیان کې وویل چې ملت د سختۍ په دغه شېبو کې د اغیزمنو کورنیو سره ولاړ دی. ولسمشر لارښوونه کړې چې ټپیانو ته ټولې ممکنه طبي اسانتیاوې برابرې شي.

په هرات کې د توپان له امله د ونو راپرېوتو په پېښه کې یو کس مړ او بل ټپي شوی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د هرات ځايي اوسېدونکي‌ وايي، چې د تېز باد او سخت توپان له امله ونې ماتې شوې چې له امله یې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. پېښه تېره ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ویلي، چې تېره ورځ په هرات کې سخت توپان، تېز باد او ږلۍ شوې چې د ونو ماتېدو ترڅنګ یې کرنیزې ځمکې او ګلخانې هم زیانمنې کړې دي.

له بل پلوه په فراه کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ننګیال فراهي ویلي، چې د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په ګورزنګ سیمه کې د باران له امله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې نجلۍ په ګډون دوه کسان مړه او یوه بله مېرمن او دوه ماشومان سخت ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د هواپوهنې ادارې نن د افغانستان په شلو ولایتونو کې د درنې واورې، تیزو بادونو او بارانونو اټکل کړی دی. ورته مهال د درنې واورې او توپان له امله د سالنګ، بامیان او دایکنډي لارې هم تړل شوې دي.

له پاکستان او ایران نه نږدې ۷۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۶۷۹ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسون ویلي، چې دغه کورنۍ د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۲، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲۹ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، له دې ډلې ۸۸زره او ۲۳۱ کورنۍ له پاکستان نه، ۵زره او ۳۱۰ کورنۍ له ایران او ۳۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.