• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته امنیتي خبرداری ورکړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۰

د اسلام‌اباد د ترلای سیمې په یوه جومات کې تر ځانمرګي برید وروسته، په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت یو امنیتي خبرداری خپور کړی او خپلو وګړو ته یې د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

د سفارت د خپرې شوې خبرتیا له‌مخې، امریکایي وګړو ته ویل شوي چې له ګڼه‌ګوڼې ډکو سیمو او لویو عامه غونډو څخه ډډه وکړي، خپل شخصي امنیتي پلانونه له سره وارزوي او د وروستیو بدلونونو د معلومولو لپاره په دوامداره ډول سیمه‌ییز خبرونه او رسنۍ وڅاري.

همدارنګه، امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې ځان له عامه پاملرنې څخه وساتي، تل خپل د پېژندنې اسناد له ځان سره ولري او د اړتیا پر مهال له پولیسو سره همکاري وکړي. د امریکا سفارت ټینګار کړی، چې د یادو سپارښتنو پلي کول کولای شي په پاکستان کې د سفر او استوګنې پر مهال احتمالي ګواښونه راکم کړي.

امریکا داسې مهال په پاکستان کې خپلو وګړو ته دا خبرداری ورکوي، چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه جومات دننه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۳۱ کسان ووژل شول. همداراز، په دې برید کې ۱۶۹ کسان ټپیان شوي او روغتیاپالانو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهه: د طالبانو پخوانۍ جنګي کړنلارې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې کارول کېږي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په اسلام‌اباد کې وروستي برید ته په غبرګون ویلي، چې دغه ډول بریدونه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې کړنلارې په توګه کارول کېدې، خو اوس د یادې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.

د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی ځانمرګی برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«دا ډول جنایتونه چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې جنګي کړنلارې په توګه ترسره کېدې، اوس د دې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي».

د ازادۍ جبهې پر پاکستان او د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د قانوني نظام ړنګېدو ترخې تجربي ته په کتو باید د طالبانو او د هغوی د متحدینو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره دفاعي او امنیتي تګلاره چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. یاد برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو هېوادونو له‌خوا په سختو ټکو وغندل شو.

سراج‌الحق: د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد یوازې نمایشي کړنې کوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر مولانا سراج‌الحق په اسلام‌اباد کې د جمعې ورځې د ځانمرګي برید په غندلو سره ویلي، چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن اقدامات نه دي کړي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت یوازې په نمایشي او ظاهري کړنو پورې محدود پاتې شوی دی.

نوموړی پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «پولیس او د قانون پلي کوونکې ادارې یوازې د څو ځانګړو کانونو د ساتنې او پروټوکولونو لپاره ګومارل شوي دي». سراج‌الحق زیاتوي، عام ولس د ترهګرۍ پر وړاندې یوازې رحم او کرم ته پرېښودل شوی دی.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد اړوند په ترلای سیمه کې د جمعې په ورځ د شیعه‌ګانو د جومات دننه ځانمرګی برید وشو. د دې پېښې له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، هره شېبه د مړو په شمېر کې د ډېروالي احتمال شته.

لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

قطر ، سعودي عربستان او ناروې په اسلام‌اباد کې پر جومات خونړی برید غندلی دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰

د قطر، سعودي عربستان او ناروې د بهرنیو چارو وزارتونو په جلاجلا اعلامیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات خونړی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید په غبرګون د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید په غبرګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ریاض د عبادت ځایونو په نښه کولو، د بې‌ګناه خلکو منځ کې وېره خپرول او د هغوی وینه تویول په کلکو ټکو غندي.

سعودي عربستان وايي، تل به د هر ډول تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان ترڅنګ ولاړ اوسي.

پر همدغه مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په اسلام‌اباد کې پر جومات خونړی برید غندلی او ټینګار کوي، چې د قطر دولت د هر ډول ترهګرۍ پروړاندې ثابت او نه بدلېدونکی دریځ لري.

قطر ویلي، چې پر عبادت ځایونو باندې بریدونه د منلو وړ نه دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو د ځانمرګي برید له قربانیانو او کورنیو سره خپله خواوږي څرګنده کړې ده.

په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو باندې ځانمرګي برید ته نړۍوالو سازمانو او ګاونډیو هېوادونو هم غبرګونونه ښودلي او دا برید یې د ټولو انساني او دیني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

عطاالله تارړ: پاکستانی ولس به تر هغه ارام ونه‌کړي چې خپل دوښمنان یې له‌منځه نه وي وړي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د‌ پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په اسلام‌اباد کې د ننني ځانمرګي برید په غبرګون کې لیکلي، دغه ډول بریدونه به د پاکستانیانو هوډ کمزوری نه‌شي کړای. هغه زیاته کړې، پاکستانیان به تر هغه وخته ارام ونه‌کړي، تر څو د دغه ډول پېښو عاملین په بشپړه توګه له‌منځه لاړ نه‌شي.

هغه پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «پر امام‌بارګاه بریدکوونکي خوارج او د هغوی ملاتړي په دې ناسم فهم کې دي چې ګواکې د الله په حضور کې په سجده بوختو بې‌ګناه مسلمانانو د وینې تویولو او د وېرې او ترهې له لارې به د پاکستانیانو هوډ کمزوری کړای شي».

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوه ځانمرګي بریدګر پر شیعه‌ لمونځ کوونکو برید وکړ، چې له امله یې ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د کورنیو چارو وزارت مرستیال ادعا کړې، چې یاد ځانمرګي بریدګر څو ځله افغانستان ته تګ‌راتګ کړی و.

پر افغانستان واکمنو طالبانو هم یاد برید غندلی او له افغانستان سره یې تړاو رد کړی دی.دې ډلې په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې پاکستان دې بل ته د ګوتې نیولو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو باندې کار وکړي.

ملګرو ملتونو د پاکستان په پلازمېنه کې پر جومات برید په سختو ټکو وغانده

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پر شعیه لمونځ کوونکو برید په سختو ټکو غندلی او وايي، چې پر ملکي وګړو او عبادت ځایونو بریدونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې د یاد سازمان د سرمنشي له قوله لیکل شوي، چې پر ملکي وګړو او عبادت کوونکو باندې بریدونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او ټینګار یې کړی، چې د یاد برید مسوولین باید وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

انتونیو ګوترېش په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې یې د پاکستان له حکومت او خلکو سره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات ځانمرګي برید کې ۳۱ شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید پړه تر اوسه کومې وسله‌والي ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.