• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ۲۰۲۵کال کې نږدې ۳۰۰ افغانانو په روسیه کې د پناه غوښتنه کړې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۰

د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په دغه هېواد کې د لنډمهاله پناه‌غوښتنې د غوښتونکو شمېر د پام وړ زیات شوی. د راپور له مخې؛ له اوکراین او سوریې وروسته افغانان په دغه هېواد کې د پناه‌غوښتنې درېیم لوی شمېر جوړوي.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) خپور شوی په‌کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې ۲۸۱ افغانانو په روسیه کې د لنډمهالې پناه‌غوښتنې غوښتنه کړې ده. راپورونه ښيي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په روسیه کې د ډېرو افغانانو د پناه‌غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د نوملړ په سر کې اوکراین راغلی، چې ۳زره او ۳۳۲ وګړو یې د کډوالۍ غوښتنه کړې، سوریه دویم ځای لري چې ۳زره او ۱۹۶ وګړو یې په روسیه کې د لنډمهالې پناه‌غوښتنې غوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې په ټولیزه توګه ۸زره او ۲۲۰ بهرنيو وګړو د روسیې د لنډمهالې پناه‌غوښتنې لپاره غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۲۴کال پرتله ۱۳۴۱ زیاتوالی ښيي.

له افغانستان وروسته د ازبکستان ۱۷۶ وګړو او د جرمني ۱۲۹ وګړو د غوښتنو سره په څلورم او پنځم ځایونو کې راځي. د ځینو اروپایي هېوادونو وګړي هم د بېلابېلو لاملونو له امله په روسیه کې د دغه ډول اوسېدو غوښتونکي دي.

په وروستیو کلونو کې روسیې هڅه کړې، چې د بهرني کاري ځواک جذب زیات کړي او په ځینو سیمو کې د انساني ځواک کمښت، په ځانګړې توګه په صنعتي او خدماتي برخو کې د دغه هېواد د کډوالو د منلو هڅه لا پیاوړې کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د یونان د ساحلي ګارډ له بېړۍ سره د افغان کډوالو لېږدونکې کښتۍ د ټکر له امله ۱۵کسان مړه شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

د یونان خیوس ټاپو ته نږدې د پناه‌غوښتونکو د لېږد یوه چټکه کښتۍ د یونان د ساحلي ګارډ له بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې شاوخوا ۱۵ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ په دغه کښتۍ کې ډېری سپاره کسان افغان کډوال وو.

په یادې پېښه کې شاوخوا ۲۵ نور کډوال چې اووه نارینه، اووه ښځې او ۱۱ ماشومان وو، ژغورل شوي دي. د یونان ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوی د ګزمې بېړۍ د شپې د ماموریت پر مهال یوه کښتۍ ولیده چې د سمندري تګ لپاره یې څراغونه نه‌لرل او د خیوس ټاپو ختیځو ساحلو ته روانه وه.

د ساحلي ګارد د راپور له مخې؛ د پناه‌غوښتونکو کښتۍ د درېدو لپاره د دوی خبرداریو ته پام ونه کړ او ناڅاپه یې خپله لاره بدله کړه، چې د ګزمې کښتۍ د ښي برخې سره ټکر شوه. د یونان دولتي ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، په ټولیز ډول ۲۵ پناه‌غوښتونکي چې اووه نارینه، اووه ښځې او ۱۱ ماشومان په‌کې شامل دي ژغورل شوي؛ خو ۱۴ کسان بیا مړه شوي او یوې بلې ښځې روغتون ته تر لېږد وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د یونان ساحلي ګارد ویلي، د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي. عیني شاهدانو د کښتۍ د سپرو شمېر شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ کسانو پورې اټکل کړی دی.

د درنې واورې له امله؛ د سالنګ، بامیان او دایکنډي لارې تړل شوې دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، چې د سالنګ لاره د پنجشنبې په ورځ شاوخوا پنځه بجې د درنې واورې، توپان او د لید کچې کمېدو له امله د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې ده. هم‌مهاله په بامیان او دایکنډي کې د طالبانو ځایي چارواکو په دغه ولایتونو کې د یوشمېر لارو د تړلو خبر ورکړی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د سالنګ لویه لاره په لنډمهالي ډول د بار وړونکو او مساپر وړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې ده.

ورته مهال په دایکنډي کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست اعلان کړی، چې د قوناق کوتل په سیمه کې د کابل-دایکنډي لارې په ګډون د دغه ولایت ګڼې نورې لارې د درنو واورو له امله تړل شوې دي. د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د خدیر او کیتي ولسوالیو څخه د دایکنډي مرکز نیلي ته تللې لارې هم تړل شوې دي.

په بامیان کې د طالبانو ځایي چارواکو هم ویلي، چې د جاجیګک کوتل او د پنجاب او یکاولنګ په سیمو کې د کابل ولایت لاره د درنې واورې او توپان له امله تړل شوې ده. د طالبانو په وینا؛ د بامیان- دایکنډي لاره هم د قوناق کوتل په سیمه کې تړل شوې ده.

لوړپوړی روسي کارپوه: طالبان به له دغه سیاستونو سره په واک کې پاتې نه‌شي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۱ GMT+۰

په مسکو کې د معاصر ایران د مطالعاتو مرکز مشر رجب صفروف وايي، د طالبانو سیاستونه ښيي چې د یادې ډلې واک به دوامداره نه‌وي. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، دغه سیاستونه به نارضایتي او ولسي پاڅونونه راوپاروي.

هغه د افغانستان د سیاسي مطالعاتو د مرکز مشر اندري سرنکو نوي کتاب ته په اشارې وویل، طالبان په داسې چاپېریال کې لوی شوي چې هر هغه څه یې چې تر وسه پوره وي؛ ترسره کوي یې.

د صفروف په وینا؛ د طالبانو اوسنیو سیاستونو ته په پام، دغه وضعیت به ډېر دوام ونه‌کړي.

روسي څېړونکي اندري سرنکو په خپل تازه کتاب «د طالبانو استخباراتي رازونه» کې لیکلي، چې طالبان نه‌دي بدل شوي؛ بلکې «لا زیات مکار» شوي او پر دې ډلې باور کول د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي.

صفروف په ټینګار سره وویل: «هغه اعتبار او فرصت چې طالبان یې نن لري، له یوې مودې وروسته به له‌منځه ولاړ شي. خلک به کوڅو او سړکونو ته راووځي او د طالبانو وېره به پای ته ورسېږي».

هغه زیاته کړه، چې طالبان به د سیمې له جیوپولیټیک صحنې ووځي او یا به ټوله سیمه له کړکېچ سره مخ کړي. د هغه په وینا؛ طالبانو تر اوسه په سیمه کې نه کوم ټاکونکی مثبت او نه هم منفي اقدام کړی دی.

دغه روسي کارپوه همداراز وویل، چې د سیمې هېوادونو تر اوسه د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام نه‌دی کړی؛ ځکه چې هغوی په سترو جیوپولیټیکي ناورینونو او سیالیو کې ښکېل دي.

تر دې وړاندې اندري سرنکو هم له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې د سیمې او له سیمې بهر هېوادونه باید پر طالبانو باور ونه کړي. د هغه په وینا؛ طالبان یو داسې جوړښت دی، چې د افغانستان د خلکو، د سیمې هېوادونو او نړۍ لپاره خطرناک بلل کېږي.

سره له دغه خبرداریو روسیه لومړنی هېواد و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. صفروف وايي، د روسیې دننه داسې باورونه شته چې د طالبانو په رسمیت پېژندل یو بېړ‌نی اقدام و؛ خو د روسیې خلک د کرملېن پر سیاستونو باور لري او له همدې امله یې د یادې پرېکړې پر وړاندې پراخ اعتراضي غبرګون نه‌دی ښودلی.

یونېسف: تر ۹۲ سلنه زیاتو افغان ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لرونکو ۹۲.۵ سلنه ماشومانو د شري واکسین ترلاسه کړی.

دغه سازمان لیکلي، چې د مرستندویانو په ملاتړ د یاد واکسین کمپاین پیل د افغان ماشومانو د ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کم کړی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دوامداره پانګونه عملي کار ته اړتیا لري.

یونېسف ټینګار کړی، چې د واکسین کمپاینونه د ماشومانو ژوند ژغوري. بې‌پولې ډاکټرانو د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د شري د پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی و.

دغه سازمان ویلي و، چې سږ کال یې په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې په شري ناروغۍ د اخته نږدې ۵۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
خو د طالبانو روغتیا وزارت د بې‌پولې ډاکټرانو دغه راپور رد کړ. دغه وزارت ټینګار وکړ، چې سږ کال به په ټول هېواد کې د ۱۶ مېلیونه ماشومانو لپاره د شري واکسین کمپاین پیل شي.

د طالبانو د برېښنا شرکت: افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي پرې شوې دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي په «تاشقرغان تنګي» سیمه کې پرې شوې دي، چې له امله یې د کابل په ګډون ۱۳ ولایتونه له برېښنا بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د پنجشنبې په شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ازبکستان د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا مزې د نایب‌اباد ـ پلخمري ترمنځ د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د تخینکي ستونزو له امله پرې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې د برېښنا د پرچاوۍ له امله د سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونه له وارداتي برېښنا څخه بې برخې شوې دي.

د برېښنا شرکت ویلي، چې تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل په موخه سیمې ته رسېدلي دي، خو د شدید توپان له امله نه دي توانېدلي چې د برېښنا مزي وصل کړي.