• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید د افسوس وړ دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو د خونړي برید په تړاو خواشیني څرګنده کړې، خو وایي د حیرانتیا وړ دا ده چې حکومت په اسلام‌اباد کې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې د دغه ډول بریدونو مخه نه‌شي نیولی؟

نوموړي د جمعې په ورځ پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي: ‹ریاست تر اسلام‌اباد پورې د سوله‌ییزو ولسي لاریونونو مخه نیولی شي، خو ولې په امام‌بارګاه کې د بریدګر مخه نه‌شي نیولای؟»

پښتین ویلي، چې د پاکستان په استعماري جګړه کې اوښکې، درد، وینه او ستونزې یوازې د بې‌وزله ولس په برخه کېږي، خو ډالر، فابریکې او ټاپوګان بیا د جنرالانو برخه ده.

نوموړي د پاکستان حکومت د ناسمو پالیسیو په غبرګون ویلي، چې له یوه لورې پر شیعه‌ګانو خونړی برید شوی او له بل لوري د تیرا او کورمې خلک د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په زوره له خپلو کورونو اېستل کېږي.

پښتین خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د استعمار یوازینۍ حل د ولس له‌خوا په ښکاره دول د استعمار پر وړاندې درېدو کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پرمهال د شیعه‌ګانو په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملاله یوسفزۍ: د اسلام‌اباد نننی برید پر ګډو ارزښتونو، دین او انسانیت برید دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، په اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پر مهال د شیعه‌ګانو پر یوه جومات شوی برید له دین، ګډو ارزښتونو او انسانیت سره په ټکر کې دی. هغې زیاته کړه، چې د بې‌ګناه ملکي وګړو او لمونځ‌کوونکو په نښه کول جنایت دی.

نوموړې د سلواغلې ۱۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، «زه د جمعې لمانځه پر مهال اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید سخته وېرولې او خواشینې کړې یم». یوسفزۍ دغه راز زیاته کړې، دا یو کرکجن او بزدلانه عمل دی. نوموړې همداراز د پېښې له قربانیانو او کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر یاد جومات بریدګر افغان بللی او ادعا یې کړې، چې افغانستان ته یې هم تګ‌راتګ درلود. د راپورنو پر بنسټ، دې برید کې ۳۱ لمونځ کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ټپیان دي. چارواکو اندېښنه ښودلې، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

پر افغانستان حاکمو طالبانو هم د دې برید غندنه کړې او دا یې د جومات د حرمت سپکاوی بللی دی.

احمدعلم‌الهدی: هغه خبرې چې د زور تر سیوري لاندې ترسره کېږي هیڅ ارزښت نه لري

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د ایران د مشهد ښار امام، احمد علم‌الهدی، دایران او امریکا ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، هغه خبرې اترې چې د زور او ګواښ تر سیوري لاندې ترسره کېږي، هیڅ ارزښت نه لري.

نوموړي ویلي: «هغه مذاکره چې د مېز پر سر یې وسلې او الوتکې ولاړې وي، د امریکا سیاسي لوبه ده او نړۍ پوهېږي چې دا کار ملندېدی.»

علم‌الهدی همداراز له ایراني چارواکو وغوښتل چې په دې خبرو اترو کې په ځواک او عزت سره ګډون وکړي او زیاته یې کړه چې باید ایران ځان کمزوري و نه ښيي.

هغه ټینګار وکړ چې ایران باید د خپلو ملي ګټو او دریځونو په ساتلو کې کلک پاتې شي او د فشارونو تر اغېز لاندې پرېکړې و نه کړي.

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

اروپايي ټولنې د روسیې پر ضد د بندیزونو شلمه کڅوړه وړاندیز کړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د اروپایي ټولنې مشرې اورزولا فون ډیرلاین،د جمعې په ورځ د سلواغې په ۱۷مه نېټه وویل چې دغې ټولنې د روسیې پر وړاندې نوې تحریمیزه بسته وړاندیز کړې ده، چې پکې د روسیې د تېلو د صادراتو لپاره د سمندري خدماتو بشپړ بندیز شامل دی.

دا د اروپا ټولنې له خوا له هغه راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دا شلمه وړاندیز شوې تحریمیزه بسته ده.

روسیه له درېیمې برخې څخه زیات خپل نفت د لویدیځو تېل‌کشونو په وسیله، په عمده توګه هند او چین ته صادروي او په دې صادراتو کې د لویدیځو بحري لېږدونې خدماتو څخه کار اخلي. دغه بندیز به په دې سوداګرۍ باندې چې په عمده توګه د اروپایي اتحادیې د بحري هیوادونو، لکه یونان، قبرس او مالتا، له لارې ترسره کېږي، ختم کړي.

معتبرې سرچینې د ډسمبر په میاشت کې رویترز ته ویلي و چې اروپایي اتحادیه او د اووه هېوادونو ډله د روسیې د صادراتو د نفتو د بیې د حد ټاکلو پر ځای د خدماتو د بندیز په اړه خبرې کوي، څو هغه عواید چې په اوکراین کې دروسیې پر جګړه مصرفیږي، کم کړي.

د اروپایي ټولنې مشرې زیاته کړه: «روسیه یوازې هغه وخت د ریښتینې ارادې سره د خبرو میز ته راځي چې فشار پرې واچول شي. دا یوازینۍ ژبه ده چې روسیه پرې پوهیږي. همدا دلیل دی چې نن ورځ موږ فشارونه زیاتوو.»

دې تحریمیزې بسته کې د فلزاتو، کیمیاوي موادو او مهمو کانیزو توکو نوي وارداتي بندیزونه شامل دي چې تر اوسه تحریم نه وو. له اروپا څخه روسیې ته د صادراتو محدودیتونه نور هم زیاتېږي.

اروپا کمیسیون زیاته کړه چې په دې بسته کې به د روسیې ۲۰ سیمه‌ییز بانکونه هم د تحریمونو په لست کې شامل شي او د ډیجیټل اسعارو او سوداګریزو شرکتونو په اړه هم اقدامات اخیستل کېږي.

دغه تحریمیزه وړاندیز باید د اروپا اتحادیې د غړو هیوادونو لخوا تایید شي، ترڅو عملي شي.

نبیل: په اسلام اباد کې نننی برید د پاکستان څارګرې ادارې«پټو لاسونو»له لوري تنظیم شوی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

رحمت الله نبیل نن جمعه د سلواغې پر ۱۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په وروستیو کې د پاکستان د پوځي مشرتابه له‌خوا غزې ته د پاکستاني پوځي ځواکونو د لېږلو له پرېکړې وروسته، د پاکستان یو شمېر مخکښ شیعه علماوو چې په هغوی کې علامه سید نذیر عباس نقوي چې د پاکستان د شیعه علماوو د شورا له مشرانو څخه دی، د دې پرېکړې پر وړاندې سخت او ښکاره دریځ خپل کړی دی.

نبیل ادعا کړې ده، چې د شته معلوماتو له مخې، د نن ورځې برید د پاکستان د څارکرې ادارې پورې تړلې جهادي ډلې حرکت‌المجاهدین له‌خوا ترسره شوی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد نننی برید غندلی خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلی، چې په اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه یو ځانمرګی برید و.

هغه وویل، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

تروسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.