هغه د افغانستان د سیاسي مطالعاتو د مرکز مشر اندري سرنکو نوي کتاب ته په اشارې وویل، طالبان په داسې چاپېریال کې لوی شوي چې هر هغه څه یې چې تر وسه پوره وي؛ ترسره کوي یې.
د صفروف په وینا؛ د طالبانو اوسنیو سیاستونو ته په پام، دغه وضعیت به ډېر دوام ونهکړي.
روسي څېړونکي اندري سرنکو په خپل تازه کتاب «د طالبانو استخباراتي رازونه» کې لیکلي، چې طالبان نهدي بدل شوي؛ بلکې «لا زیات مکار» شوي او پر دې ډلې باور کول د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي.
صفروف په ټینګار سره وویل: «هغه اعتبار او فرصت چې طالبان یې نن لري، له یوې مودې وروسته به لهمنځه ولاړ شي. خلک به کوڅو او سړکونو ته راووځي او د طالبانو وېره به پای ته ورسېږي».
هغه زیاته کړه، چې طالبان به د سیمې له جیوپولیټیک صحنې ووځي او یا به ټوله سیمه له کړکېچ سره مخ کړي. د هغه په وینا؛ طالبانو تر اوسه په سیمه کې نه کوم ټاکونکی مثبت او نه هم منفي اقدام کړی دی.
دغه روسي کارپوه همداراز وویل، چې د سیمې هېوادونو تر اوسه د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام نهدی کړی؛ ځکه چې هغوی په سترو جیوپولیټیکي ناورینونو او سیالیو کې ښکېل دي.
تر دې وړاندې اندري سرنکو هم له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې د سیمې او له سیمې بهر هېوادونه باید پر طالبانو باور ونه کړي. د هغه په وینا؛ طالبان یو داسې جوړښت دی، چې د افغانستان د خلکو، د سیمې هېوادونو او نړۍ لپاره خطرناک بلل کېږي.
سره له دغه خبرداریو روسیه لومړنی هېواد و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. صفروف وايي، د روسیې دننه داسې باورونه شته چې د طالبانو په رسمیت پېژندل یو بېړنی اقدام و؛ خو د روسیې خلک د کرملېن پر سیاستونو باور لري او له همدې امله یې د یادې پرېکړې پر وړاندې پراخ اعتراضي غبرګون نهدی ښودلی.