د پاکستان لومړی وزیر: د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید عاملین به د خپلو کړنو سخته سزا وویني

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا د خواخوږۍ او ملاتړ د پیغامونو له ترلاسه کېدو مننه کړې او د اسلام‌اباد نننی ځانمرګی برید یې «زړه‌ بوږنوونکی» بللی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې ترهګریز برید ټول عاملین به د دولت له‌خوا په پوره ځواک عدالت ته وسپارل شي.