په خوست کې د ګاز ډبې چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې دي

په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند ازادۍ مېنه کې په یوه کور کې د ګاز ډبې چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې او یو ځوان ټپي دی.
نوموړي ویلي، چې تر پېښې وروسته سیمې ته د اور وژنې ډله رسېدلې او د نور زیان مخه یې نیولې. د هغه په وینا؛ د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.





