• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس عراقچي: د امریکا د برید په صورت کې به په سیمه کې د هغوی اډې په نښه کړو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

له امریکا سره د ایران له مذاکراتو یوه ورځ وروسته امریکايي پلاوي د الوتکې لېږدونکې بېړۍ «ابراهام لینکن» څخه لیدنه وکړه او په «ځواک سره پر سولې» یې ټینګار وکړ، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که امریکا پر ایران برید وکړي، تهران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.

د ایران او امریکا تر منځ دوه اړخیزې خبرې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) په عمان کې ترسره شوې او دواړو لوریو وویل، چې په راتلونکې کې به دغه مذاکرات دوام ومومي.

په یادو مذاکراتو کې د ایران د پلاوي مشري عباس عراقچي کوله چې له عمان څخه د «الجزیرې مجمعې» په ۱۷مه غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته یې سفر وکړ او د قطر له لومړي وزیر سره په کتنه کې د ایران او امریکا تر منځ د وروستي ډیپلوماټیک تعامل په اړه راپور ورکړ.

عراقچي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې وویل، په عمان کې د جمعې ورځې له «مثبت» مذاکراتو وروسته به دواړه لوري د اټومي پروګرام په تړاو غیر مستقیم خبرو ته دوام ورکړي.

هغه د احتمالي جګړې د پیلېدو په تړاو وویل: «پر امریکا برید شونی نه‌دی، خو موږ به په سیمه کې د هغوی اډې په نښه کړو». هغه ټینګار وکړ: «موږ به پر ګاونډیو هېوادونو برید ونه‌کړو، بلکې په هغو هېوادونو کې به د امریکا نظامي اډې په نښه کړو. په دغو دوو کې ډېر لوی توپیر شته».

عراقچي همداراز وویل، د تهران او واشنګټن تر منځ د بل پړاو خبرو لپاره نېټه نه‌ده ټاکل شوې، خو د امریکا ولسمشر اعلان کړی، چې بل پړاو خبرې به د راتلونکې اونۍ په پیل کې ترسره شي.

ډونالډ ټرمپ په سیمه کې د امریکا د نظامي حضور له تقویت وروسته، یو ځل بیا پر ایران د برید ګواښ وکړ او د یورانیم د غني کولو د پروسې او د بالسټیک توغندیو پروګرام د درېدو او همداراز په سیمه کې د وسله‌والو ډلو له ملاتړه د تهران د لاس په سر کېدو غوښتنه کړې ده.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا په ډاګه کړې، په هر ډول خبرو کې باید له ګواښ او فشار راوستلو ډډه وشي او زیاته کړې یې ده، چې تهران به یوازې د اټومي پروګرام په تړاو خبرې وکړي او د بلې هېڅ موضوع په اړه به له امریکا سره خبرې ونه‌کړي.

له دې سره سم، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې له ایران سره د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړي. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، نتنیاهو غواړي، چې په هر ډول مذاکراتو کې باید د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام هم محدودیتونه ولګول شي.

په ورته وخت کې د امریکا ځانګړي استازي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ یې د الوتکې لېږدونکې له بېړۍ ابراهام لېنکن او نورو نظامي برخو لیدنه کړې او په «ځواک سره پر سولې» ټينګار کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

امریکا پلان لري چې د غزې د سولې پلاوي لومړۍ ناسته په واشنګټن کې جوړه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې سپینه مانۍ پلان لري څو د فبروۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د «غزې د سولې پلاوي» لومړۍ ناسته ترسره کړي. د یادې ناستې موخه د غزې د اوربند تړون د دویم پړاو پلي کول او د غزې لپاره د مرستو راټولول دي.

د غزې د سولې پلاوی دمګړی ۲۷ غړي لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېسیون ته واک ورکړی، چې د غزې د اوربند د پلي کېدو څارنه وکړي او د حکومتدارۍ او بیارغونې په برخه کې کار وکړي.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د لسګونو هېوادونو له مشرانو سره اړیکې نیولي او هغوی یې د اوربند پر اجراییوي مسایلو او مرستو د خبرو لپاره دغې غونډې ته بللي دي.

یوې سرچینې اکسیوس ته ویلي: «تراوسه هېڅ هم نه دي بشپړ شوي، خو حکومت پلان لري او ګوري چې کوم مشران ګدون کولی شي».

اخوا اسراییلي چارواکو ویلي، ټاکل شوې ده چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو د فبروۍ په ۱۸مه له یادې ناستې څخه یوه ورځ مخکې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

نتنیاهو د ټرمپ له‌خوا د اسراییل له پلاوي سره د یوځای کېدو بلنه منلې ده، خو تراوسه یې د هغه منشور نه دی لاسلیک کړی.

که څه هم د غزې د اوربند د تړون دوهم پړاو پیل شو، خو دېر ورو پلي کېږي.

اسراییل هوکړه کړې چې د غزې او مصر ترمنځ د رففح لاره پرانیززي، خو پر دغه لاره یوازې کم شمېر فلسطینیانو ته د تېرېدو اجاره ورکړل شوې ده.

د فلسطین لپاره یو تخینکي حکومت جوړ شوی، خو یاد حکومت لا هم غزې ته نه دی داخل شوی او له مصر څخه فعالیت کوي.

امریکا د افغان پناه‌غوښتونکي په برید کې په نښه شوو دوو سرتېرو ته پوځي مډال ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناه‌غوښتونکي په وسله‌وال برید کې په نښه شوي وو.

د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمان‌الله لکنوال په نوم د یوه افغان پناه‌غوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس له‌خوا پرې برید شوی دی.»

د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.

د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

د اوکراین ولسمشر: امریکا غواړي تر اوړي پورې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، امریکا غواړي مسکو او کیېف د روان کال تر اوړي موسم مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي زیلینسکي ویلي، اوکراین د واشنګتن هغه وړاندیز منلی چې له مخې یې د سولې د خبرو نوی پړاو ټاکل شوی او تمه ده تر راتلونکې اوونۍ پورې د امریکا د میامي په ښار کې ترسره شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا به پر روسیې او اوکراین فشار راوړي، څو دا ټاکلی مهالوېش ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «امریکا غواړي جګړه تر روان اوړي مخکې پای ته ورسېږي. د کانګرس منځمهاله ټاکنې د امریکایانو لپاره مهمې دي. باید ساده‌ګومان کې ونه اوسو، هغوی غواړي هر څه تر جون میاشتې پورې بشپړ کړي.»

د اوکراین ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهالوېش لرونکی پلان وړاندې کړی، خو د دغه پلان نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ هوایي بریدونه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۰

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو، برېښناکوټونو او د برېښنا د وېش پر شبکو پراخ هوایي بریدونه کړي او دغه هېواد یې هم‌مهاله له سختې ژمنۍ یخنۍ سره مخ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه نېټه راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، دغه شپني بریدونه د روسیې له‌خوا د څه باندې ۴۰۰بې‌پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۴۰توغندیو په وسیله ترسره شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې کولی شول چې د رښتینې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو پر ځای یې هر ځل نوې پوځي حملې ترسره کوي. هغه زیاته کړه:«دا ډېره مهمه ده هغه کسان چې د درې‌اړخیزو مذاکراتو ملاتړ کوي، دې وضعیت ته ځواب ووايي. مسکو باید ونه‌شي کولای چې سړه هوا د اوکراین پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.»

د راپور له مخې، د مسکو او کیېف ترمنځ د جګړې نږدې څلور کاله وروسته، د اوکراین د انرژۍ سکتور د پرله‌پسې روسي بریدونو، د جګړې زیانونو او د ژمي د سختې یخنۍ له امله د جدي سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشت د روسیې او اوکراین ترمنځ د هوکړې لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.