• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا د نیوزیلنډ پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام په لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه چې د څلورم ګروپ برخه ده، سبا یکشنبه (د سلواغې ۱۹مه) د هند د چینای ښار په چیدامبارام لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان د دغه ټورنمنټ په پیل کې له خپل یو تر ټولو پیاوړي سیال سره مخ دی او دا هغه لوبه ده، چې د سیالیو بل پړاو ته د افغان کرېکټ لوبډلې په لاره کې خورا اغېزناکه ثابتېدای شي.
د شل اوریز کرېکټ نړۍوال جام لسمه دوره د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۱۸مې څخه د کب تر ۱۷مې پورې د هند او سريلانکا په کوربه‌توب ترسره کېږي. په دې سیالیو کې ۲۰ لوبډلې شتون لري، چې په څلورو پنځه کسیزو ګروپونو کې سره لوبېږي. افغانستان په څلورم ګروپ کې له نیوزیلنډ، سوېلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره په یو ګروپ کې دی او په ګروپي پړاو کې به څلور لوبې ترسره کړي.
په دغه ګروپ کې نیوزیلنډ او سوېلي افریقا د خپل نړۍوال مقام او مخینې له‌مخې د افغانستان لپاره تر ټولو سخت سیالان ګڼل کېږي. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په خپلو لومړنیو دوو لوبو کې د همدغو دوو لوبډلو پر وړاندې میدان ته وځي او بل پړاو ته د وتلو د چانس زیاتولو لپاره اړتیا لري، چې لږترلږه یوه لوبه وګټي ځکه چې پر کاغذ متحده عربي امارات او کاناډا نسبتا اسانه سیالان ښکاري.
د شل اوریزو لوبو د نړۍوالې درجه بندۍ له‌مخې، نیوزیلنډ په څلورم، سوېلي افریقا په پنجم، افغانستان په لسم، متحده عربي امارات په اوولسم او کاناډا په نولسم مقام کې ځای لري.
نیوزیلنډ تراوسه په ۲۵۱ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې میدان ته وتلی، چې پایله یې ۱۲۷ بریاوې او ۱۰۳ ماتې دي. دغې لوبډلې په روان میلادي کال کې په پنځو شل اوریزو لوبو کې یوه بریا او څلور ماتې ثبت کړې دي او ۹ ځلې یې په شل اوریز نړۍوال جام کې ګډون کړی دی. په دغو سیالیو کې د نیوزیلنډ غوره پایله په ۲۰۲۱ کال کې تر پایلوبې رسېدل و. دغه هېواد له ۱۹۲۶ کال راهیسې د کرېکټ د نړۍوالې شورا (ای‌سي‌سي) دایمي غړیتوب لري.
بل پلو، افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کرېکټ د نړۍوالې شورا (ای‌سي‌سي) دایمي غړیتوب ترلاسه کړی دی. د افغانستان د کرېکټ لوبډلې په ټولییزه توګه ۱۵۹ نړۍوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې پایله یې ۹۶ بریاوې او ۶۰ ماتې وې. افغانستان تر دې دمه اووه ځله په شل اوریز نړۍوال جام کې ګډون کړی او تر ټولو ښه لاسته راوړنه یې د تېر پړاو (۲۰۲۴ کال) نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته وتل وو.
که څه هم کرېکټ یوه د نه وړاندوینې وړ لوبه ده، خو پر کاغذ نیوزیلنډ د افغانستان یو له پیاوړو سیالانو څخه شمېرل کېږي او دا هغه مقابله ده، چې د نړۍوال جام په پیل کې د افغان کرېکټ لوبډلې د تخنیکي او روحي وړتیا لپاره یوه جدي ازموینه ثابتېدای شي.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

د افغانانو له غبرګونو وروسته؛رحمان‌الله ګربز وايي چې د پاکستان په سوپر لیګ کې ګډون نه کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د ملي لوبډلې توپ‌وهونکی رحمان الله ګربز وايي، چې د نوموړي د بنسټ کارونه نیمګړي پاتې دي او نشی کولی چې د پاکستان په لیګ یا پي اېس اېل کې ګډون وکړي. د پېښور زلمي لوبډلې ویلي و، چې ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې توپ‌وهونکی رحمان الله ګربز له هغه وروسته د پاکستان په سوپر لیک کې د نه ګډون پرېکړه کوي، چې په تولنیزو رسنیو کې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو او افغانانو له هغه وغوښتل، چې د پاکستان په لیګ کې دې ګډون نه کوي، هغه ځکه چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرکټ سیمه ییزې لوبډلې لوبغاړي په نښه کړل.

په دې غبرګون کې رحمان الله ګربز پاکستان ته په اشارې دوښمن هیواد یاد کړ او دا هوايي برید یې وغانده.

ددې پيښې وروسته افغانستان کرکټ بورډ خپلې رسمي لوبې له پاکستان سره لغوه کړې.

رحمان الله ګربز هغه وخت له افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شو، چې د پېښور زلمي لوبډلې بنسټګر جاوېد اپریدی اعلان وکړ، چې افغان کرکټر رحمان‌الله ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) په سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د ۱۹ کلنو نړۍوال جام: ۲ افغان لوبغاړي د غوره توپ‌وهونکو او توپ‌اچوونکو په ډله کې شامل شول

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام نن د هند په بریا پای ته ورسېد او دوه افغان لوبغاړي د یادو سیالیو د غوره توپ‌وهونکو او توپ‌اچوونکو په ډله کې شامل شول.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام تر نیمه پایلوبې پورې غوره لوبه وړاندې کړه، خو د پایلوبې لار یې د هند لوبډلې ډب کړه.

دغه سیالۍ نن د هند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په یاد نړۍوال جام کې د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې توپ‌اچوونکي نصرت‌الله نورستاني په شپږو سیالیو کې د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د غوره توپ‌اچوونکو په درجه بندۍ کې دویم ځای خپل کړی دی.

په دې برخه کې د انګلستان ماني لایمسډن د ۱۵ ویکټو په اخیستو سره لومړی مقام خپل کړ او د پاکستان عبدالسبحان د ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

همدارنګه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې تکړه توپ‌وهونکی فیصل شینوزاده په شپږو لوبو کې د ۴۳۵ منډو په جوړولو سره د نړۍوال جام د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې درېیم مقام خپل کړی او انګلستان بن مایس د ۴۴۴ منډو په جوړولو سره لومړی او د هند سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په جوړولو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

هند د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتل شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰
100%

د هند د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د بریتانیا پر وړاندې په زړه‌راښکونکې بریا سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې، چې د دواړو پیاوړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هند بریتانیا ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او د شپږم ځل لپاره یې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتلولي وګټله. هند په ټورنمنټ کې خپلې ټولې اووه لوبې وګټلې او بې له کومې ماتې یې جام خپل کړ.

هند چې په پایلوبه کې یې لومړی توپ وهنه وکړ، په ۵۰ اوورونو کې یې ۴۱۱ منډې جوړې کړې. ویبهاو سوریاوانشي د ۱۷۵ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې ستوری وګرځېد. هغه خپله سلېزه یوازې په ۵۵ توپونو کې پوره کړه، چې د دې نړیوال جام په تاریخ کې دویمه تر ټولو چټکه سلېزه ده.

سوریاوانشي د ایوش مهاتره سره د ۱۴۲ منډو او د ودانت تریودي سره د ۸۹ منډو مهمې ملګرتیاوې وکړې. ورسره، ودانت تریودي ۳۲، ویهان مالهوترا ۳۰، ابیګیان کوندو ۴۰ او کانیشک چوهان ۳۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې، د بریتانیا لوبډله د هند د توپ اچوونکو پر وړاندې ونه درېدله او په ۳۱۱ منډو وسوځېده، په داسې حال کې چې لا هم تر ۱۰ ډېر اوورونه پاتې وو. ار اېس امبریش په ۹ اوورونو کې د ۵۶ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې واخیستې او غوره بالینګ یې ترسره کړ. دیپش دوندران او کانیشک چوهان دوه ـ دوه ویکټې واخیستې او خیلان پټیل او ایوش مهاتره یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د ټورنمنټ په پای کې، ویبهاو سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په مجموع سره د منډو له مخې دویم غوره لوبغاړی شو او د بریتانیا ماني لامسدن د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام د تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي لوبغاړي لقب خپل کړ.

سرچینې: طالبانو په ولایتونو کې د "رمضان" جام کرېکټ لوبو باندې بندیز ولګاوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.

بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدنې روزنې ولایتي مسوولینو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې د «رمضان» جام کرېکت سیالۍ به نه ترسره کوي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د امربالمعروف وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل د تراویح لمونځ قضا کېدل بللي دي.

سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت له‌خوا ورته ویل شوي، چې« په روژه کې وخت باید عبادت ته وقف شي او کرېکټ لوبې وخت ضایع کوي».

د ټینیس بال کرېکټ لوبې د کرېکټ بورډ اړوند کوم رسمیت نه لري، خو د سپورټ او بدنې روزنې ادارې تر څار لاندې هر کال د روژې په میاشت کې په ولایتونو کې ترسره کېږي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «ټولو ولایتونو ته امر شوی دی چې د روژې په میاشت کې به د رمضان جام سیالۍ نه ترسره کېږي. ځکه ځوانان د لوبې له امله د تراویح لمونځ قضا کوي او عبادت ته وخت نه ورکوي».

یادو سرچینو ویلي، چې هر کال د روژې په میاشت کې د رمضان جام په نوم د ټینیس بال لوبې ترسره کېږي او له دې لارې د کرېکټ مینه‌والو او لوبغاړو ته د سالم مصروفیت زمینه برابرېږي.

په کندهار ولایت د کرېکټ یو لوبغاړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «د روژې په میاشت کې د ټینیس بال د ټورنمینټ لپاره چمتوالی نیول شوی و، لوبډلې مشخصې شوې دي، خو موږ ته نن خبر راکړل شو چې دغه ټورنمینټ لغوه شوی دی».

یادې سیالۍ معمولا له روژه مات وروسته پیلېدې او د شپې تر ناوخته به یې دوام کاوه. په یادو سیالیو کې به د کرېکټ لوبغاړو په ګډون سلګونه نندارچیان هم د سیالیو نندارې ته ورتلل.

همدارنګه د هلمند، زابل او ارزګان په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو د معلوماتو له‌مخې، د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ په ټولو ولایتونو کې لغوه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هر کال په ولایتونو کې د ټینیس بال رمضان جام کرېکټ سیالۍ ترسره کېدې، د یادو سیالیو مالي ملاتړ د ځینو سوداګرو او شرکتونو له‌خوا تر سره کېده او اتلو لوبډلو ته به بېلابېلې ډالۍ هم ورکول کېدې.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ فیصل شینوزاده د غوره توپ‌وهونکو د نوملړ په سر کې راغلی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې شانداره لوبه وکړه او د ۱۱۰ منډو په جوړولو سره د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام د غوره توپ‌وهونکو د جدول په سر کې راغلی.

نوموړي تر اوسه په ټوله کې ۴۳۵ منډې جوړې کړې او د دغه سیالیو تر ټولو غوره توپ‌وهونکی بلل کېږي. له شینوزاده وروسته د انګلستان بن مایس په شپږو لوبو کې د ۳۹۹ منډو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی او د سریلانکا چامودیتا د ۳۱۰ منډو په ترلاسه کولو سره د دغه جام درېیم غوره توپ‌وهونکی دی.

د شینوزاده او د دویم مقام ترمنځ توپیر ۳۶ منډې دی؛ خو بن مایس لا هم د هند پر وړاندې د پایلوبې یوه بله لوبه په مخ کې لري او کولای شي خپلې منډې زیاتې کړي.

د فیصل شینوزاده غوره فعالیت د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د حضور له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي، چې د کرېکټ د شنونکو او مینه‌والو پام یې ځان ته اړولی دی.