• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا پلان لري چې د غزې د سولې پلاوي لومړۍ ناسته په واشنګټن کې جوړه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې سپینه مانۍ پلان لري څو د فبروۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د «غزې د سولې پلاوي» لومړۍ ناسته ترسره کړي. د یادې ناستې موخه د غزې د اوربند تړون د دویم پړاو پلي کول او د غزې لپاره د مرستو راټولول دي.

د غزې د سولې پلاوی دمګړی ۲۷ غړي لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېسیون ته واک ورکړی، چې د غزې د اوربند د پلي کېدو څارنه وکړي او د حکومتدارۍ او بیارغونې په برخه کې کار وکړي.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د لسګونو هېوادونو له مشرانو سره اړیکې نیولي او هغوی یې د اوربند پر اجراییوي مسایلو او مرستو د خبرو لپاره دغې غونډې ته بللي دي.

یوې سرچینې اکسیوس ته ویلي: «تراوسه هېڅ هم نه دي بشپړ شوي، خو حکومت پلان لري او ګوري چې کوم مشران ګدون کولی شي».

اخوا اسراییلي چارواکو ویلي، ټاکل شوې ده چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو د فبروۍ په ۱۸مه له یادې ناستې څخه یوه ورځ مخکې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

نتنیاهو د ټرمپ له‌خوا د اسراییل له پلاوي سره د یوځای کېدو بلنه منلې ده، خو تراوسه یې د هغه منشور نه دی لاسلیک کړی.

که څه هم د غزې د اوربند د تړون دوهم پړاو پیل شو، خو دېر ورو پلي کېږي.

اسراییل هوکړه کړې چې د غزې او مصر ترمنځ د رففح لاره پرانیززي، خو پر دغه لاره یوازې کم شمېر فلسطینیانو ته د تېرېدو اجاره ورکړل شوې ده.

د فلسطین لپاره یو تخینکي حکومت جوړ شوی، خو یاد حکومت لا هم غزې ته نه دی داخل شوی او له مصر څخه فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د افغان پناه‌غوښتونکي په برید کې په نښه شوو دوو سرتېرو ته پوځي مډال ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناه‌غوښتونکي په وسله‌وال برید کې په نښه شوي وو.

د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمان‌الله لکنوال په نوم د یوه افغان پناه‌غوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس له‌خوا پرې برید شوی دی.»

د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.

د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

د اوکراین ولسمشر: امریکا غواړي تر اوړي پورې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، امریکا غواړي مسکو او کیېف د روان کال تر اوړي موسم مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي زیلینسکي ویلي، اوکراین د واشنګتن هغه وړاندیز منلی چې له مخې یې د سولې د خبرو نوی پړاو ټاکل شوی او تمه ده تر راتلونکې اوونۍ پورې د امریکا د میامي په ښار کې ترسره شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا به پر روسیې او اوکراین فشار راوړي، څو دا ټاکلی مهالوېش ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «امریکا غواړي جګړه تر روان اوړي مخکې پای ته ورسېږي. د کانګرس منځمهاله ټاکنې د امریکایانو لپاره مهمې دي. باید ساده‌ګومان کې ونه اوسو، هغوی غواړي هر څه تر جون میاشتې پورې بشپړ کړي.»

د اوکراین ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهالوېش لرونکی پلان وړاندې کړی، خو د دغه پلان نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ هوایي بریدونه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۰

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو، برېښناکوټونو او د برېښنا د وېش پر شبکو پراخ هوایي بریدونه کړي او دغه هېواد یې هم‌مهاله له سختې ژمنۍ یخنۍ سره مخ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه نېټه راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، دغه شپني بریدونه د روسیې له‌خوا د څه باندې ۴۰۰بې‌پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۴۰توغندیو په وسیله ترسره شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې کولی شول چې د رښتینې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو پر ځای یې هر ځل نوې پوځي حملې ترسره کوي. هغه زیاته کړه:«دا ډېره مهمه ده هغه کسان چې د درې‌اړخیزو مذاکراتو ملاتړ کوي، دې وضعیت ته ځواب ووايي. مسکو باید ونه‌شي کولای چې سړه هوا د اوکراین پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.»

د راپور له مخې، د مسکو او کیېف ترمنځ د جګړې نږدې څلور کاله وروسته، د اوکراین د انرژۍ سکتور د پرله‌پسې روسي بریدونو، د جګړې زیانونو او د ژمي د سختې یخنۍ له امله د جدي سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشت د روسیې او اوکراین ترمنځ د هوکړې لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر: غني شوي یورانیم به له ایران څخه ونه وځي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د یورانیمو د غني کولو کچه د هېواد له اړتیاوو سره تړاو لري او ټینګار یې کړی چې غني شوی یورانیم به له ایران څخه ونه ایستل شي.

عراقچي دا څرګندونې د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې د ایران اټومي قضیه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي او زیاته یې کړه چې واشنګټن وروسته له هغې بېرته مذاکراتو ته راوګرځېد، چې تر دې وړاندې یې د پوځي بریدونو له لارې پر ایران د فشار هڅه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «غني کول زموږ مسلم حق دی او باید دوام ولري.»

د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ایران اټومي پروګرام لا هم د لوېدیځو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د جدي اندېښنې موضوع پاتې ده او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال په اړه بېلابېلې اټکلونه کېږي.