• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د سوډان په شمالي کردفان کې پر مرستندویه کاروان د ډرون برید یو کس وژلی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د سوډان په شمالي کردفان ایالت کې پر یوه مرستندویه کاروان د ډرون برید له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي. دا برید داسې مهال شوی، چې کاروان د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د مرستو لېږد کاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې، ډینس براون ویلي چې د جمعې په ورځ د الابیض ښار له لیدنې وروسته د برید له پایلو سره مخ شوې ده. هغې ویلي، سوځېدلي مرستندویه موټر یې لیدلي او دا پېښه یې «ډېره د اندېښنې وړ» بللې ده.

براون ټینګار کړی چې باید د بشري مرستو کارکوونکي، شتمنۍ او اکمالات خوندي وساتل شي او هېڅ لوری حق نه لري، چې پر مرستندویه ماموریتونو برید وکړي.

دغه کاروان د شمالي کردفان مرکز الابیض ښار ته روان و؛ هغه ښار چې د سوډاني پوځ تر کنټرول لاندې دی، خو له تېر یوه کال راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) له خوا کلابند شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ورجینیا قاضي له قانوني صلاحیت پرته افغان ماشومه امریکایي سرتیري ته سپارلې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د امریکا د ورجینیا ایالت یوه قاضي د مهمو قانوني اصولو له پامه غورځولو سره، هغه افغانه نجلۍ امریکایي سمندري سرتیري ته سپارلې چې د جګړې له امله یتیمه او بې سر پرسته شوې وه.

د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي،یاد قاضي ویلي چې د ماشوم وضعیت «بیړنی» وه او له همدې امله یې دغه پرېکړه په بیړه کړې ده. خو د امریکا حکومت ټینګار کړی چې دغه قاضي د دې نجلۍ د سپارلو قانوني صلاحیت نه درلود او دا اقدام د قانون خلاف ترسره شوی دی.

د راپور له مخې، د فلوانا ټولنې د سرکټ محکمې قاضي ریچارډ مور دا پرېکړه هغه مهال کړې چې ماشومه لا هم په افغانستان کې وه. قاضي ویلي چې هغه فکر کاوه د ماشوم وضعیت بیړنی دی، ځکه جګړه کې ټپي شوې وه او نه یې کورنۍ لرله، نه هم کوم هېواد د هغې د سرپرستۍ ادعا کوله.

خو د امریکا فدرالي حکومت دا څرګندونې رد کړې دي. د عدلیې وزارت یوې وکیلې، کاترین محکمې ته ویلي هغه معلومات چې قاضي پرې خپله پرېکړه کړې، سم نه وو. د نوموړې په وینا، افغان حکومت د ماشومې د کورنۍ لټون ته دوام ورکړی و او وروسته یې هغه له خپلو خپلوانو سره یوځای کړه.

د اسنادو له مخې، د امریکا حکومت لا له وړاندې پرېکړه کړې وه چې د ماشومې سرپرستي باید خپلو خپلوانو ته وسپارل شي، خو قاضي وروسته له دې پرېکړې د ماشومې د سرپرستۍ سپارلو حکم صادر کړ، چې دا د هغه له قانوني واک څخه بهر اقدام دی.

دغه قضیه په امریکا او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د قانوني او اداري ګډوډۍ له امله دا غیرقانوني کړنه ممکنه شوې ده. د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې دا پېښه د ماشوم تښتونې په څېر تعبیرېدلی شي او د امریکا نړیوال اعتبار ته زیان رسوي.

ټرمپ: د اوکراین د جګړې په اړه د خبرو ښه پرمختګ روان دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره «ډېرې ښې خبرې» روانې دي او ښایي د دې خبرو په پایله کې «ځیني پرمختګونه» هم وشي.

ټرمپ له جزیاتو پرته وویل: «نن ډيرې ښې خبرې وشوې، چې د روسیې-اوکراین پورې اړه لري. کېدای شي څه پېښ شي.»

د راپورونو له مخې، د امریکا او اوکراین د مذاکره‌کوونکو ترمنځ د مارچ میاشتې لپاره د سولې یو لوی هدف ټاکل شوی، چې روسیه او اوکراین پرې سلا شي. خو سرچینې وايي، د ځمکو پر سر د موافقې نه شتون دا مهال د مهالویش د بشپړولو مخه نیسي. د خبرو پر مهال د ممکنه ریفرنډم او د می میاشتې د ټاکنو امکانات هم بحث شوي دي.

د ټرمپ ځانګړي استازي، سټیف وټکاف، ویلي، د امریکا، اوکراین او روسیې پلاویو په ګډه د ۳۱۴ بندیانو تبادلې موافقه کړې ده.

مایک والټرز: امریکا پلان لري ملګرو ملتونو ته د میلیاردونو ډالرو لومړنی قسط ورکړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز ویلي، متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونیو کې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې او سوله‌ییزو ماموریتونو پاتې پیسې ورکړي. هغه ټینګار کړی چې دا تادیه د پورونو د کمولو او د سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ یوه مهمه نښه ده.

والټز ویلي: «تاسې به ډېر ژر زموږ د کلني سهم یوه مهمه برخه وګورئ. دا یوازې د پورونو لومړنی قسط دی، خو یوه څرګنده نښه ده چې موږ د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړې چې امریکا غواړي ملګري ملتونه اغیزمن، تمرکزي او بې‌ځایه څانګې کمې کړي او پر هغو برخو تمرکز وکړي چې د سولې، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې تضمینوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي، د عادي بودیجې ۹۵ فیصده پور پر امریکا لري، او د سوله‌ییزو ماموریتونو لپاره شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالر پاتې دي.

ټرمپ د نوي اجراییوي فرمان په صادرولو سره پر ایران اقتصادي او سیاسي فشارونه زیات کړل

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د یوه نوي اجراییوي فرمان په لاسلیک کولو سره د ایران پروړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړ او ورسره جوخت یې د هغو هېوادو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی میکانیزم رامنځته کړ، چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د یوه تازه اجرایيوي فرمان په لاسلیکولو سره د ایران پر وړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړی دی. په یاد فرمان کې ټینګار شوی، چې د ایران د حکومت سیاستونه د امریکا د ملي امنیت او اقتصاد پر وړاندې یو «غېرمعمول او فوق‌العاده ګواښ» دی چې سرچینه یې په بشپړ ډول له امریکا څخه بهر ده.

د یاد فرمان تر ټولو مهمه برخه دا ده، چې واشنګټن ته واک ورکوي ترڅو د هغو هېوادونو پر وارداتو اضافي تعرفې ولګوي، چې په مستقیم یا غېرمستقیم ډول له ایران څخه توکي یا خدمتونه اخلي.

د امریکا دا اقدام د ایران د اقتصادي سرچینو د وچولو او د هغوی د سوداګریزو شبکو د پاشلو په موخه شوی دی.

سپینې مانۍ ایران د نړۍ په کچه د «ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» بللی او پر تهران یې د اټومي وړتیاوو، بالسټیک توغندیو د پروګرام پراختیا، په منځني ختیځ کې د نیابتي ډلو له لارې د بې‌ثباتۍ رامنځته کولو، د کورنیو اعتراضونو خونړۍ ځپنې، د ایران د سرچینو ناسم مدیریت او د خلکو د معیشت پر ځای پر پوځي پروګرامونو لګښت تورونه پورې کړې دي.

د امریکا او هند ترمنځ لنډمهالی سوداګریز تړون لاسلیک شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا او هند ترمنځ د یو لنډمهالي او متقابل سوداګریز تړون پر چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي. د دواړو هېوادونو په وینا، دا هوکړه د دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی او د یوه پراخ او هر اړخیز سوداګریز تړون بنسټ برابروي.

د اعلامیې له‌مخې، دغه نوی چوکاټ یو ځل بیا د واشنګټن او نوي ډيلي ژمنتیا څرګندوي چې د امریکا–هند د دوه‌اړخیز سوداګریز تړون (BTA) خبرې به روانې وساتي. دا خبرې اترې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۳مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په نوښت پیل شوې دي. تمه کېږي، چې دغه خبرې به بازارونو ته پراخ لاسرسی او د اکمالاتي ځنځیرونو پیاوړتیا رامنځته کړي.

سپینې ماڼۍ دا لنډمهالی تړون د دواړو هېوادونو په مشارکت کې «یو تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي، چې دا د متوازن، متقابل او د دواړو لوریو پر ګټو ولاړې سوداګرۍ پر وړاندې د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.

د لنډمهالي تړون مهم ټکي

د دې چوکاټ له‌مخې، هند ژمنه کړې چې پر ټولو امریکایي صنعتي توکو او همدارنګه د امریکا پر ګڼو خوراکي او کرنیزو محصولاتو به ګمرکي تعرفې ختمې یا راکمې کړي. په دغو محصولاتو کې د څارويو خوراک، مغزباب، تازه او پروسس شوې مېوې، د سویابینو غوړي، الکولي مشروبات او نور کرنیز توکي شامل دي.

په بدل کې، امریکا اعلان کړی چې پر یو شمېر هندي توکو به ۱۸ سلنه متقابله تعرفه ولګوي، چې په‌کې نساجي توکي، جامې، څرمن، بوټان، عضوي کیمیاوي مواد او ځینې ماشین‌الات شامل دي. خو که چېرې لنډمهالی تړون په بریالیتوب سره وروستی شي، نو دا تعرفې به پر پراخې کچې توکو لکه جنریک درملو، ګاڼو، الماسو او د الوتکو پر پرزو پورې هم وغځول شي.

همدارنګه، امریکا پلان لري هغه تعرفې لغوه کړي چې مخکې یې د ملي امنیت د لاملونو له کبله پر ځینو هندي الوتکو او د هغوی پر پرزو لګولې وې. په مقابل کې، هند ته به د موټرو د پرزو لپاره د غوره تعرفوي ونډې اسانتیا ورکړل شي.

پراخې اقتصادي او ټېکنالوژیکې همکارۍ

دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د یو بل بازارونو ته به د دوامدار او غوره لاسرسي زمینه برابروي، د سوداګرۍ پر وړاندې به غېرتعرفوي خنډونه راکموي او د توکو د اصل اصول به داسې تنظیموي، چې اصلي ګټه یې امریکا او هند ته ورسېږي.

د ټېکنالوژۍ او انرژۍ په برخه کې هند اعلان کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به شاوخوا ۵۰۰ میلیارده ډالره امریکایي محصولات واخلي، چې په‌کې انرژي، الوتکې او د هغوی پرزې، قیمتي فلزات، ټېکنالوژیک محصولات او د فولادو لپاره کارېدونکي سکاره شامل دي. دواړو لوریو همدارنګه د پرمختللو ټېکنالوژیکو محصولاتو لکه د ګرافیکي پروسس کوونکو (GPU)، پر سوداګرۍ د زیاتوالي او د ګډو ټېکنالوژیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

راتلونکی لیدلوری

امریکا او هند ویلي، چې دا چوکاټ به په چټکۍ سره عملي کړي او د لنډمهالي تړون د وروستي کولو لپاره به هڅې ګړندۍ کړي. د دواړو هېوادونو په باور، دا به د یوه پراخ، ګټور او دوامدار دوه‌اړخیز سوداګریز تړون لاره هواره کړي او د اقتصادي امنیت ترڅنګ به د اکمالاتي ځنځیرونو زغم او پیاوړتیا نوره هم زیاته کړي.