کییف وايي چې روسیې پر اوکراین د سلګونو بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې روسیې د اوکراین په یو شمېر ښارونو او حیاتي زېربناوو په خپلو وروستیو لویو او لرې واټن ویشتونکو بریدونو کې د شپې لهخوا له ۴۴۰ څخه ډېر بېپیلوټه الوتکې او توغندي توغولي دي.
د اوکراین هوايي ځواک راپور ورکړی، چې د شنبې تر سهاره د روسیې لهخوا ۴۰۸ بېپیلوټه الوتکې او ۳۹ توغندي د اوکراین پر خاوره ویشتل شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک اعلان وکړ، چې ۳۸۲ روسي بېپیلوټه الوتکې او ۲۴ توغندي یې غورځولي دي. د راپور لهمخې، ۲۱ بېپیلوټه الوتکې او ۱۳ توغندي د اوکراین په ۱۹ بېلابېلو ځایونو کې لګېدلي دي. د اوکراین په لوېدیځ کې د ریونه سیمهییزې پوځي ادارې مشر الکساندر کووال ویلي، چې د روسیې د شپېنیو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ټولنیزو شبکو کې په یوه پیغام کې ویلي، چې دغو بریدونو د هېواد د انرژۍ سکټور په داسې حال کې په نښه کړی، چې ژمی خورا سوړ دی.
کییف او مسکو په متحده عربي اماراتو کې له متحده ایالاتو سره د دې اوونۍ د درې اړخیزو خبرو اترو سره سره، د لرې واټن بریدونو تبادلې ته دوام ورکړی دی. د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ، چې ځواکونو یې تېره شپه د شنبې تر سهاره لږترلږه ۸۲ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
