د اداري فساد عاملینو ته د اسلامجار خبرداری؛ که یې وژل روا وای د هغوی د وژنې حکم مې ورکاوه

په هرات کې د طالبانو والي اسلامجار د اداري فساد عاملینو ته خبرداری ورکړی، چې که د هغوی وژل روا وای، نو د وژنې حکم به یې ورکړی وو، خو قانون یې لاسونه تړلي دي.

په هرات کې د طالبانو والي اسلامجار د اداري فساد عاملینو ته خبرداری ورکړی، چې که د هغوی وژل روا وای، نو د وژنې حکم به یې ورکړی وو، خو قانون یې لاسونه تړلي دي.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د اسلامجار یو غږیز کلپ خپور کړی دی. اسلامجار په دې کلپ کې د اداري فساد پر وړاندې د «شدیدې» مبارزې له دوام څخه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: «زه اداري مفسد ته د یوه اختطاف کوونکي په سترګه ګورم، یعنې که یې مرګ روا وای، اوس مې درته ویل چې ویې وژنئ، خو اوس چې قانون زموږ لاسونه تړلي دي، موږ هغوی باسو، عزل کوو، ورک کوو او بندي کوو یې».
نوموړي همداراز د هرات ولس ته په ټينګار سره ویلي: «هېڅ اداري مفسد ته په هره برخه کې چې وي، کرنه، برېښنا او ... په هېڅ صورت سر خم نه کړئ، ان که څوک لاسلیک هم ځنډوي یوازې موږ ته خبر راکړئ».
د هرات د رسنیو دفتر په دې تړاو چې د دوی دغه والي چېرې او په کوم مناسبت خبرې کړي، څه نه دي ویلي، خو نن په هرات کې یو خصوصي معالجوي روغتون د اسلامجار په ګډون سره پرانېستل شوی دی.
د دغه طالب چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د روڼتیا نړۍوال سازمان تېر کال د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، چې افغانستان د اداري فساد د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۶۵م ځای لري. د دغه نوملړ لهمخې، د طالبانو اداره د وړم کال پرتله ۳ درجې نور هم فاسده شوې ده.