په بدخشان کې یوې درې ته د موټر د لوېدو په پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي

د طالبانو د بدخشان ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په «سمدر» سیمه کې یوې درې ته د فلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله ۱۲کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو د بدخشان ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په «سمدر» سیمه کې یوې درې ته د فلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله ۱۲کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د دې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن د شنبې په ورځ د سلواغې په ۱۸مه نېټه له غرمې مخکې رامنځته شوې ده. ویل کېږي، چې د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا موټر د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار څخه د ارغنجخواه ولسوالۍ مرکز ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې له سړک څخه درې ته ولوېد.
د طالبانو امنیې قومندانۍ د دې پېښې لامل د سړک سخت خرابوالی بللی دی.


د یوې نجلۍ د جبري اعتراف د ویډیو خپریدو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځانته اړولی دی. په ویډیو کې نجلۍ چې د هلکانو جامې یې اغوستې دي وايي چې هغه د خپلو خویندو د ساتنې او پالنې لپاره کار کولو ته اړ شوې ده.
هغه د دریو کلونو راهسې په یوه چای خانه کې د ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې کار کاوه خو نوموړې اوس د طالبانو له خوا نیول شوې ده.
په ویډیو کې یو طالب د هلک په جامو کې د نجلۍ څخه د هغې د هویت، د هغې د ژوند ځای او د هغې د کورنۍ په اړه پوښتنه کوي.
طالب پوښتنه کوي، "ایا ته هلک یې که نجلۍ؟"
هغه نجلۍ چې د هلک جامې یې اغوستې دي تاییدوي چې هغه یوه نجلۍ ده او مجبوره ده چې د هلکانو جامې واغوندي ځکه چې هغه د خپلې کورنۍ د پالنې مسوولیت لري.
هغه طالب چې د هلک په جامو کې نجلۍ څخه اعتراف اخلي له هغې څخه د هغې د کار ځای هلته د څومره وخت راهیسې کار کوي او د هغې د معاش په اړه پوښتنه کوي.
نجلۍ ځواب ورکوي، چې هغه له دریو کلونو راهیسې په یوه کافه کې کار کوي، په لومړیو څو کلونو کې اووه زره افغانۍ او د اتو میاشتو یا یو کال وروسته لس زره افغانۍ ګټي.
وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ کال بیاځلي واک ته ورسېدل، له افغان مېرمنو یې د کار کولو حق واخیست.
د دولتي ادارو ښځینه کارمندانې - د روغتیا او ځینو تعلیمي سکتورونو پرته ښځې په کورونو کې بندې شوې.
طالبانو په خصوصي ادارو او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو د کار کولو مخه هم ونیوله او د سلګونو ښځو د ښکلا سالونونو دروازې یې وتړلې.
هغه پریکړې، چې د سلګونو زرو افغان کورنیو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت هم په مختلفو ښارونو کې د کوڅو او بازارونو څخه د ځوانو ښځو د نیولو لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړی دی.
نجونې د هلکانو جامې اغوستل؛ د طالبانو د بندیزونو په وړاندې مقاومت
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د نجونو له خوا د هلکانو جامې اغوستل هم عامې وې؛ نجونو د طالبانو د بندیزونو څخه د خلاصون لپاره خپلې جامې بدلې کړې ترڅو ښوونځي ته لاړې شي، کار وکړي او په ټولنه کې شتون ولري.
د طالبانو له دورې وروسته، افغان ډایرکټر صدیق برمک د اسامه په نوم فلم جوړ کړ، چې د هلکانو جامې اغوستونکې نجلۍ د ژوند کیسه یې راخیستې وه.
اسامه فلم په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت په اړه جوړ شو. د دې فلم کیسه د یوې نجلۍ کیسه ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د هلکانو په جامو او ظاهري بڼې سره ټولنې ته د ننوتلو لپاره اړ اېستل کیږي او له ټولنې څخه د اېستل کیدو په وړاندې مقاومت کوي.
د دې فلم ډایرکټر صدیق برمک د خپل کار په اړه وویل: «اسامه په هغه دوره کې یوه ریښتینې تراژیدي وه کله چې هیچا د خپلو پریکړو کولو حق نه درلود.»
صدیق برمک په ۲۰۰۴ کال کې د اسامه فلم سره د کانز فلم فستیوال کې د غوره بهرني ژبې فلم لپاره د ګولډن ګلوب جایزه او د ګولډن کیمرې جایزه وګټله.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت بهرنیو پانګوالو ته د افغانستان لس کلنې اقامې د ورکولو پروسه تایده کړه. په دې اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې ورکړه په کټهګوریو وویشي او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي تاستې ته وړاندې کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن شنبه د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوې ده.
په غونډه کې بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.
د طالبانو د بیا راتګ سره ددې ډلې ټینکار دا دی، چې دوی اقتصادي پالیسۍ ته لومړیتوب ورکړی او هڅه کوي، چې د بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو په برابرولو سره غواړي چې بهرني پانګوانې ته لاره پرانیزي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون د دغه هېواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد»په توګه اعلان کړي. د دې کمېسیون یوه چارواکي سټیفن شېنګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا پرېکړه کولی شي پر طالبانو د پراخو بندیزونو د لګولو زمینه برابره کړي.
سټیفن شېنګ د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو نوې جزايي اصولنامه «ژوره اندېښنه» راولاړوي او د مذهبي ازادۍ او بشري حقونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. د هغه په وینا، دا سند یوازې د طالبانو د حنفي مذهب تفسیر مني او نور مذهبونه او دیني لارې څنډې ته کوي.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو په دې اصولنامه کې د مخالفانو وژنه، غلامي او د ځینو کړنو لکه نڅا جرم ګرځول توجیه کړي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.
طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان د محکمو لپاره نوې جزايي اصولنامه معرفي کړې ده. د دې سند له مخې، غلامي رسمیت لري، د مخالفانو لپاره د مرګ سزا په کې شامله ده او همدارنګه د بېلابېلو جرمونو لپاره د اعدام، په دُرو وهلاو د غړو پرې کولو سزاوې په کې ځای پر ځای شوې دي.
سټیفن شېنګ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» په توګه پېژندنه به د طالبانو پر ضد د پراخو بندیزونو لپارهلاره هواره کړي او نړیواله ټولنه باید په ګډه اقدام وکړي.
هغه وویل، د طالبانو جزايي اصولنامه یوازې حنفي تفسیر د اسلام د منلو وړ بولي او نور اسلامي مذهبونه او فکري لارې «بدعت» ګڼي. د شېنګ په باور، دا چلند په افغانستان کې د عقیدې ازادي او مذهبي حقونه له جدي ګواښ سره مخ کوي او د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي همدارنګه وویل، چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، چې د دې اصولنامې له خوا یې ملاتړ کېږي، د غلامۍ بڼه لري او د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بلل کېږي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په پروان او ارزګان ولایتونو کې یې د دریو ښځو په ګډون ۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په پروان ولایت کې اته کسان، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، د نامشروع اړیکو په تور هر یو له دولسو میاشتو تر څلورو کلونو په بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو وهلو محکوم کړي دي.
په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په ارزګان ولایت کې یو بل کس خپل پلار ته د سپکاوي او ښکنځلو په تور په پنځه میاشتني بند او ۳۰دُرو وهلو محکوم کړی.
خبرپاڼې زیاتوي، چې په دغو تورنو کسانو یې جزا په عام محضر کې عملي کړې ده.
دا سزاګانې په داسې حال کې عملي کېږي، چې طالبانو تازه د خپلو محکمو لپاره نوې جزايي اصولنامه معرفي کړې ده. د بشري حقونو بنسټونه وایي، دا اصولنامه د بدني او غیرانساني مجازاتو د پراخېدو لامل ګرځي.
د بشري حقونو مرکز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو جزايي اصولنامه د هغو جرمونو لپاره چې په ایډیولوژیک او دیني ډول تعریف شوي، د اعدام او سختو بدني سزاګانو لمن نوره هم پراخوي؛ هغه اقدام چې د نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو معیارونو سره په ښکاره ټکر کې بلل کېږي.

د طالبانو د د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ښارګوټي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ای ایس چارې ترسره کړې. دوی زیاتوي، د سروې موخه د کونړ زلزله ځپلو لپاره د وړاندیز شوې ساحې په د منظم او معیاري ښارګوټي د جوړولو پلان برابرول وو.
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې ټول معلومات د عصري جي ای ایس سیسټم له لارې ثبت او تحلیل شوي، تر څو د جوړېدونکو ودانیو، سړکونو او بنسټیزو اسانتیاوو طرحه د ملي او نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه برابره وي.
د اېکس په یادښت کې د تخنیکي ټیم له لوري ویل شوي، چې دا مرحله د ښاري پلان جوړولو لپاره بنسټیزه ده او د زلزله ځپلو خلکو لپاره د اسانتیاوو، دوامداره استوګنې او د معیاري ښارګوټي جوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د روان کال د تلې ۶مه طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړ ، چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د قبا په نامه دغه ښار ګوټی به د کونړ په مزار دره کې جوړ شي.
د معلوماتو پربنسټ په یاد ښارګوټي کې د زلزله ځپلو لپاره ۸۰ کورونه چې هر کور به دوه خونې او د اړتیا وړ نورې برخې ولري په اساسي ډول جوړ شي. د دغه ښارګوټي مالي لګښت د هرات ولایت یوه سوداګر په غاړه اخیستی دی.
د تیر اګسټ میاشتې په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې مرګونې زلزلې تر دوو زرو ډېر کسان مړه او تر درې نیمو زرو ډېر ژوبل او شاوخوا اته زره کورونه یې په بشپړه توګه ونړول.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو او مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو وړاندې باید د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي او د سرپناه ستونزه یې حل شي.