• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان دې د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» وپېژندل شي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون د دغه هېواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد»په توګه اعلان کړي. د دې کمېسیون یوه چارواکي سټیفن شېنګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا پرېکړه کولی شي پر طالبانو د پراخو بندیزونو د لګولو زمینه برابره کړي.

سټیفن شېنګ د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو نوې جزايي اصول‌نامه «ژوره اندېښنه» راولاړوي او د مذهبي ازادۍ او بشري حقونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. د هغه په وینا، دا سند یوازې د طالبانو د حنفي مذهب تفسیر مني او نور مذهبونه او دیني لارې څنډې ته کوي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو په دې اصول‌نامه کې د مخالفانو وژنه، غلامي او د ځینو کړنو لکه نڅا جرم ګرځول توجیه کړي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان د محکمو لپاره نوې جزايي اصول‌نامه معرفي کړې ده. د دې سند له مخې، غلامي رسمیت لري، د مخالفانو لپاره د مرګ سزا په کې شامله ده او همدارنګه د بېلابېلو جرمونو لپاره د اعدام، په دُرو وهلاو د غړو پرې کولو سزاوې په کې ځای پر ځای شوې دي.

سټیفن شېنګ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» په توګه پېژندنه به د طالبانو پر ضد د پراخو بندیزونو لپارهلاره هواره کړي او نړیواله ټولنه باید په ګډه اقدام وکړي.

هغه وویل، د طالبانو جزايي اصول‌نامه یوازې حنفي تفسیر د اسلام د منلو وړ بولي او نور اسلامي مذهبونه او فکري لارې «بدعت» ګڼي. د شېنګ په باور، دا چلند په افغانستان کې د عقیدې ازادي او مذهبي حقونه له جدي ګواښ سره مخ کوي او د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي همدارنګه وویل، چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، چې د دې اصول‌نامې له خوا یې ملاتړ کېږي، د غلامۍ بڼه لري او د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بلل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پروان او ارزګان کې د دریو ښځو په ګډون ۹ کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په پروان او ارزګان ولایتونو کې یې د دریو ښځو په ګډون ۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په پروان ولایت کې اته کسان، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، د نامشروع اړیکو په تور هر یو له دولسو میاشتو تر څلورو کلونو په بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو وهلو محکوم کړي دي.

په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په ارزګان ولایت کې یو بل کس خپل پلار ته د سپکاوي او ښکنځلو په تور په پنځه میاشتني بند او ۳۰دُرو وهلو محکوم کړی.

خبرپاڼې زیاتوي، چې په دغو تورنو کسانو یې جزا په عام محضر کې عملي کړې ده.

دا سزاګانې په داسې حال کې عملي کېږي، چې طالبانو تازه د خپلو محکمو لپاره نوې جزايي اصول‌نامه معرفي کړې ده. د بشري حقونو بنسټونه وایي، دا اصول‌نامه د بدني او غیرانساني مجازاتو د پراخېدو لامل ګرځي.

د بشري حقونو مرکز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو جزايي اصول‌نامه د هغو جرمونو لپاره چې په ایډیولوژیک او دیني ډول تعریف شوي، د اعدام او سختو بدني سزاګانو لمن نوره هم پراخوي؛ هغه اقدام چې د نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو معیارونو سره په ښکاره ټکر کې بلل کېږي.

د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ښارګوټي ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ښارګوټي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې ترسره کړې. دوی زیاتوي، د سروې موخه د کونړ زلزله ځپلو لپاره د وړاندیز شوې ساحې په د منظم او معیاري ښارګوټي د جوړولو پلان برابرول وو.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې ټول معلومات د عصري جي ‌ای ‌ایس سیسټم له لارې ثبت او تحلیل شوي، تر څو د جوړېدونکو ودانیو، سړکونو او بنسټیزو اسانتیاوو طرحه د ملي او نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه برابره وي.

د اېکس په یادښت کې د تخنیکي ټیم له لوري ویل شوي، چې دا مرحله د ښاري پلان جوړولو لپاره بنسټیزه ده او د زلزله ځپلو خلکو لپاره د اسانتیاوو، دوامداره استوګنې او د معیاري ښارګوټي جوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د روان کال د تلې ۶مه طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړ ، چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د قبا په نامه دغه ښار ګوټی به د کونړ په مزار دره کې جوړ شي.

د معلوماتو پربنسټ په یاد ښارګوټي کې د زلزله ځپلو لپاره ۸۰ کورونه چې هر کور به دوه خونې او د اړتیا وړ نورې برخې ولري په اساسي ډول جوړ شي. د دغه ښارګوټي مالي لګښت د هرات ولایت یوه سوداګر په غاړه اخیستی دی.

د تیر اګسټ میاشتې په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې مرګونې زلزلې تر دوو زرو ډېر کسان مړه او تر درې نیمو زرو ډېر ژوبل او شاوخوا اته زره کورونه یې په بشپړه توګه ونړول.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو او مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو وړاندې باید د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي او د سرپناه ستونزه یې حل شي.

طالبان: غزني کې د اورلګېدنې ۴۸ پېښو ۲.۴ میلیونه افغانۍ زیان رسولی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، په دغه ولایت کې د روان کال له پیله تر اوسه ۴۸ د اورلګېدنې پېښې ثبت شوې دي. د دوی په وینا، په یادو پېښو کې ځاني زیان نه دی اوښتی، خو شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.

د غزني د امنیه قومندانۍ مسوولینو همداراز ادعا کړې چې د دغو اورلګېدنو پر مهال د خلکو د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي ژغورل شوي دي.

دوی ویلي، د عامه پوهاوي، سروې او وقایوي پروګرامونو د پلي کېدو له لارې یې هڅه کړې چې د اورلګېدنې د لا زیاتو پېښو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي. پرون هم د کابل ښار په ګوټه سنګي سیمه کې په یو سوداګریز مارکیټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

د ورته پېښو لاملونه ډېری وخت د برېښنا شارټي او د ګاز ډبو چاودنې بلل کېږي. ښاریان بیا د ځاني او مالي زیانونو د زیاتېدو لامل د اطفایې پرسونل کمزوری فعالیت او پر وخت نه رسېدل ګڼي.

ملګري ملتونه: د سوډان په شمالي کردفان کې پر مرستندویه کاروان د ډرون برید یو کس وژلی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د سوډان په شمالي کردفان ایالت کې پر یوه مرستندویه کاروان د ډرون برید له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي. دا برید داسې مهال شوی، چې کاروان د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د مرستو لېږد کاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې، ډینس براون ویلي چې د جمعې په ورځ د الابیض ښار له لیدنې وروسته د برید له پایلو سره مخ شوې ده. هغې ویلي، سوځېدلي مرستندویه موټر یې لیدلي او دا پېښه یې «ډېره د اندېښنې وړ» بللې ده.

براون ټینګار کړی چې باید د بشري مرستو کارکوونکي، شتمنۍ او اکمالات خوندي وساتل شي او هېڅ لوری حق نه لري، چې پر مرستندویه ماموریتونو برید وکړي.

دغه کاروان د شمالي کردفان مرکز الابیض ښار ته روان و؛ هغه ښار چې د سوډاني پوځ تر کنټرول لاندې دی، خو له تېر یوه کال راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) له خوا کلابند شوی دی.

د اذربایجان له زندانونو څخه ۱۴ افغان بندیان خوشې شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. وزارت همدا راز ویلي چې د دغه بندیانو دوسیې به په افغانستان کې تعقیب کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې نن شنبه، د سلواغې په ۱۸مه، خپره شوې، د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتل کېږي.

په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې تیره اونۍ ۱۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.