• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره مو ښې خبرې اترې لرلې او راتلونکې اوونۍ به بیا هم سره کینوو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۰

د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو تر پای وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې واشنګټن له ایران سره «ډېرې ښې خبرې اترې»لرلې دي.

هغه زیاته کړې چې دا خبرې نه دي درېدلې او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د مذاکراتو بل پړاو هم ترسره شي.

ورته مهال، ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو له «ډېرو سختو پایلو» سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د یوه نوي اجراییوي فرمان په لاسلیک کولو سره د ایران پروړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړ او ورسره جوخت یې د هغو هېوادو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی میکانیزم رامنځته کړ، چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.

سپینې مانۍ ایران د نړۍ په کچه د «ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» بللی او پر تهران یې د اټومي وړتیاوو، بالسټیک توغندیو د پروګرام پراختیا، په منځني ختیځ کې د نیابتي ډلو له لارې د بې‌ثباتۍ رامنځته کولو، د کورنیو اعتراضونو خونړۍ ځپنې، د ایران د سرچینو ناسم مدیریت او د خلکو د معیشت پر ځای پر پوځي پروګرامونو لګښت تورونه پورې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اندېشه: د طالبانو پرله‌پسې انکارونه د ځواک نښه نه، بلکې د سیاسي انزوا څرګندونه ده

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، طالبان په وروستیو ورځو کې د نړیوالو راپورونو او څرګندونو د «بې‌اساس» بللو کمپاین تر ټولو لوړې کچې ته رسولی، خو دا چلند د ځواک نښه نه، بلکې د دې ډلې د سیاسي انزوا او مشروعیت د نشتوالي څرګند ثبوت دی.

اندېشه په ایکس لیکلي، چې د طالبانو ویاند په هم‌مهاله ډول د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه، د جمعي امنیت تړون سازمان او د شانګهای همکارۍ سازمان ارزونې «بې‌اساس» ګڼي.

د هغه په وینا، طالبان داسې چلند کوي لکه په یوه موازي نړۍ کې چې ژوند کوي، داسې نړۍ چې نه پکې د افغانستان د خلکو غږ اورېدل کېږي او نه د نړیوال نظام اصول منل کېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو په دې لیدلوري کې هېڅ انتقاد مشروع نه بلل کېږي او دوی ځانونه د ځمکې پر مخ یوازیني حق‌لرونکي ګڼي.

اندېشه ویلي: «دا پرله‌پسې انکارونه د ځواک نښه نه ده، بلکې د بې‌مشروعیتۍ او سیاسي یوازیتوب څرګند پیغام لري.»

د افغانستان دایمي استازي خبرداری ورکړی، چې د تاریخ تجربې ښيي، د ایډیالوژیکو رژیمونو ویاندان تل د حقیقت له منلو تېښته کوي، خو دا وضعیت دایمي نه وي.

هغه زیاته کړې: «هغه ورځ به راورسي، چې د طالبانو نننی ویاند به هم د نورو ایډیالوژیکو نظامونو د ویاندانو په څېر ووایي: ‘زه یوازې مامور وم’.»

یاده دې وي چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د شانګهای همکارۍ سازمان او د جمعي امنیت تړون سازمان په وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دوامدار حضور، د بشري حقونو د سرغړونو، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د سیمې پر امنیت د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم تازه ټینګار کړی، چې د طالبانو سیاستونه نه یوازې د افغانستان دننه بې‌ثباتي زیاتوي، بلکې سیمه‌ییز امنیت ته هم خطر پېښوي. طالبان بیا دا ټولې اندېښنې «بې‌اساس» بولي او ردوي یې، د طالبانو دې دریځ د نړیوالو بنسټونو او طالبانو ترمنځ واټن لا ژور کړی دی.

محمود صیقل: طالبان د نغدو پیسو په بدل کې ایستل شوي افغانان مني او کړکېچ لا ژورېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دایمي استازی محمود صیقل وايي، طالبان د خلکو په ځپلو افغانان کډوالۍ ته اړ کوي، خو ځینې هېوادونه یې بېرته افغانستان ته شړي، په داسې حال کې چې طالبان د دې ستنېدو په بدل کې مالي امتیازونه ترلاسه کوي.

صیقل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه تازه پوسټ کې ویلي، راپورونه ښيي چې ځینې هېوادونه طالبان د نغدو پیسو او نورو امتیازونو په بدل کې هڅوي، څو هغه افغانان ومني چې د کابل هوايي ډګر ته شړل کېږي. د هغه په وینا، طالبان له دغو امتیازونو د خپل واک د پیاوړتیا لپاره کار اخلي او ورسره د خلکو پر وړاندې لا زیات ځپونکي سیاستونه عملي کوي.

هغه لیکلي: «کله چې طالبان د دغو مالي او سیاسي هڅونو څخه ګټه اخلي او لا ډېر سخت‌دریځي کېږي، نو لا زیات افغانان تېښتې ته اړ کېږي. په دې توګه، افغانان د بې‌ځایه کېدو او زیان‌مننې په یوه نه ختمېدونکي کړۍ کې بند پاتې کېږي.»

د افغانستان پخواني دایمي استازي ټینګار کړی، چې د دغه کړکېچ د پای ته رسولو یوازینۍ پایدار لاره په افغانستان کې د یو مشروع، حساب‌ورکوونکي او ټولشموله حکومت رامنځته کول دي.

صیقل ویلي، دوی د دې هدف د پرمخ بېولو لپاره خپله هڅه کوي، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په ورته ژمنتیا او عملي اقدام سره غبرګون وښيي.

هغه زیاته کړې: «که نړیواله ټولنه په رښتیا د افغانانو د کړاوونو د پای ته رسولو اراده لري، نو باید د مسوولانه حکومتولۍ د ټینګښت لپاره خپله ونډه په جدي توګه ادا کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې، چې د دغو هېوادونو د چارواکو په وینا، په جنايي جرمونو کې یې لاس درلود.

اروپایي چارواکي وایي، دغه کسان د کوربه هېوادونو د قوانینو سرغړونه کړې او د قانون له مخې افغانستان ته ستنېږي. د بشري حقونو بنسټونه بیا خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې، کولای شي هغوی له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ کړي.

مقاومت جبهه: د اسلام‌اباد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله‌والې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا برید په افغانستان کې د تېرو ۲۵ کلونو د هغو جنایتونو یادونه تازه کوي، چې طالب ترهګرې دلې د افغانستان پر سپېڅلو دیني او کلتوري ځایونو بریدونه کول».

نوموړي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې برید په سیمه کې د فکري، اخلاقي او کلتوري تنوع د له‌منځه وړلو لپاره د ترهګرو یوه منظمه هڅه ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړی د نورو نیابتي ډلو لپاره د فکري او عملیاتي ملاتړ په توګه کارول کېږي او خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اصلي سرچینې له منځه وړلو پرته په سیمه کې د سولې او ثبات ټېنګښټ ناممکن دی.

ازادۍ جبهه: د طالبانو پخوانۍ جنګي کړنلارې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې کارول کېږي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په اسلام‌اباد کې وروستي برید ته په غبرګون ویلي، چې دغه ډول بریدونه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې کړنلارې په توګه کارول کېدې، خو اوس د یادې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.

د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی ځانمرګی برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«دا ډول جنایتونه چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې جنګي کړنلارې په توګه ترسره کېدې، اوس د دې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي».

د ازادۍ جبهې پر پاکستان او د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د قانوني نظام ړنګېدو ترخې تجربي ته په کتو باید د طالبانو او د هغوی د متحدینو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره دفاعي او امنیتي تګلاره چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. یاد برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو هېوادونو له‌خوا په سختو ټکو وغندل شو.

پاکستان او ایران نن نږدې درې نیم زره کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وایي، چې د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۶۳۴ کډوالې کورنۍ چې ټول شمېر یې ۳۴۳۹ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې د جمعې په ورځ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴۳۹ افغان کډوال راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، ۴۹۴ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۰۷ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاری، ۱۹ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې تازه راستنو شویو کورنیو سره یې اړینې مرستې کړې دي او یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي ولایتونو ته هم لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او ایران له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې دوام لري.