• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د روژې د رارسېدو په مناسبت په کندهار کې له سلګونه اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، د روژې د رارسېدو په مناسبت یې په کندهار کې پر ۷۵۰ بې‌وزلو کورنیو څه باندې ۸۷ ټُنه خوراکي توکي ووېشل. دغه مرستې په جرمني کې د یوه افغان سوداګر له لوري برابرې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې په جرمني کې د یوه مېشت افغان سوداګر له لوري برابرې شوي او هرې کورنۍ ته ۱۱۶ اعشاریه ۵ کیلوګرامه خوراکي توکي چې په‌کې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او نخود شامل وو، ورکړل شوي دي.

له دې سره سم، دغه کورنۍ د لنډ مهال لپاره دغه مرستې مهمې ګڼي، خو د دوامداره عاید لپاره د کاري زمینو د برابرېدو غوښتنه لري.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم د یوې مدرسې فارغانو ته؛ د افغانستان ادارو د «چلولو» لپاره ستاسو رول مهم دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې ډېری طالب چارواکو د دیني مدرسو له زده‌کوونکو په وار وار غوښتي، چې دیني زده‌کړې د څوکۍ او منصب د ترلاسه کولو لپاره ونه‌کړي، خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د ادارو لپاره د دغو زده‌کوونکو رول مهم ګڼلی دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ندا محمد ندیم په کندوز کې د امام قتیبه بن سعد دیني جامعې د افتاء او قضاء د تخصص لومړۍ دورې فارغانو ته په یوه استول شوي پيغام کې د افغانستان د ادارو په «چلولو» کې د دغو فارغانو رول مهم ګڼلی دی.

نوموړي په دې پیغام کې یادو فارغانو ته د تالیفاتو او علمي څېړنو سپارښتنه هم کړې ده.

د ندا محمد ندیم دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تر دې مخکې ډېری طالب چارواکو د دیني مدرسو له زده‌کوونکو غوښتي وو، چې دغه زده‌کړې په دولت کې د کار کولو او د یوه منصب او یا هم د یوې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ونه‌کړي.

د یادونې وړ ده، چې په کندوز کې د امام قتیبه بن سعید له دیني جامعې د افتاء او قضاء تخصص له لومړۍ دورې څخه ۲۸ کسان فارغ شوي دي.

په کابل کې د ګاز نیونې له امله ۸ کسان مړه شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰
100%

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د کابل ښار د ۲۱ ناحیې په شاوخوا سیمو کې په یوه کور کې د ګاز نیونې له امله ۸ کسان مړه شوي دي. په ژمي کې ډېری کابل مېشتي د ناسم اقتصادي وضعیت له امله له ګازو استفاده کوي او ځينې وختونه د دغه ډول مرګونو پېښو لامل کېږي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ماخوستن (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه (جمعه د سلواغې ۱۷مه) د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې د ۷م ګذر اړوند په یوه کور کې د ګاز نیونې له امله ۸ کسان مړه شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، سبا (یکشنبه د سلواغې ۱۹مه) به یو پلاوی یاد کور ته واستول شي او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو او همدردۍ له څرګندولو سربېره به له متضررې کورنۍ سره مرستې هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په ژمي موسم کې په کابل کې ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یا په یخنۍ کې شپې او ورځې تېروي او یا د ګازو په وسیله خپل کورونه تودوي او په دې سره بیا دغه ډول مرګونې پېښې هم رامنځته کېږي.

د اداري فساد عاملینو ته د اسلام‌جار خبرداری؛ که یې وژل روا وای د هغوی د وژنې حکم مې ورکاوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو والي اسلام‌جار د اداري فساد عاملینو ته خبرداری ورکړی، چې که د هغوی وژل روا وای، نو د وژنې حکم به یې ورکړی وو، خو قانون یې لاسونه تړلي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د اسلام‌جار یو غږیز کلپ خپور کړی دی. اسلام‌جار په دې کلپ کې د اداري فساد پر وړاندې د «شدیدې» مبارزې له دوام څخه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: «زه اداري مفسد ته د یوه اختطاف کوونکي په سترګه ګورم، یعنې که یې مرګ روا وای، اوس مې درته ویل چې ویې وژنئ، خو اوس چې قانون زموږ لاسونه تړلي دي، موږ هغوی باسو، عزل کوو، ورک کوو او بندي کوو یې».

نوموړي همداراز د هرات ولس ته په ټينګار سره ویلي: «هېڅ اداري مفسد ته په هره برخه کې چې وي، کرنه، برېښنا او ... په هېڅ صورت سر خم نه کړئ، ان که څوک لاسلیک هم ځنډوي یوازې موږ ته خبر راکړئ».

د هرات د رسنیو دفتر په دې تړاو چې د دوی دغه والي چېرې او په کوم مناسبت خبرې کړي، څه نه دي ویلي، خو نن په هرات کې یو خصوصي معالجوي روغتون د اسلام‌جار په ګډون سره پرانېستل شوی دی.

د دغه طالب چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د روڼتیا نړۍوال سازمان تېر کال د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ، چې افغانستان د اداري فساد د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۶۵م ځای لري. د دغه نوملړ له‌مخې، د طالبانو اداره د وړم کال پرتله ۳ درجې نور هم فاسده شوې ده.

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۶ زره کیلو ګرامه قاچاقي توکي نیولي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰
100%

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۶۲۰۴ کیلوګرامه خوراکي او غېر خوراکي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اوونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني درمل، د بخار ګوشکۍ او نور مواد شامل دي او له مرکز لښکرګاه ښار سربېره د صفري ټکو او همداراز ګرمسېر ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي، چې په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

طالبان وایي په بادغیس کې یې د وحشي مرغانو د ښکار په تور اته کسان نیولي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰
100%

په بادغیس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې یې اته کسان د وحشي مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي ویلي، چې تېره شپه یې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند د جهادوستانو په سیمه کې هغه اته کسان نیولي، چې د شپې له تیارې څخه په استفادې به یې په غرونو کې په غېرقانوني توګه د وحشي مرغانو ښکار کاوه.

صدیقي ویلي، چې د یادو ښکاریانو له ډلې یې ځینې د ښکار شویو مرغانو سره یو ځای نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یو فرمان په صادرولو سره د مرغانو ښکار منع کړی، خو لا هم په ځینو ولایتونو کې خلک د الوتونکو ښکار کوي.