• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران اندونیزیا ته په ماتې ورکولو سره د څوارلسم ځل لپاره د اسیا د فوټسال اتلولي خپله کړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د ایران د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټسال جام په پایلوبه کې له اندونیزیا سره په قانوني او اضافي وختونو کې له ۵-۵ په زړه پورې مساوي کېدو وروسته، په پنالټي ضربو کې ۵-۴ بریا خپله کړه او د څوارلسم ځل لپاره د اسیا اتل شو.

ایران د لوبې لومړی ګول وواهه، خو اندونیزیا چې د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو پایلوبې ته وتلې وه، په زړورې لوبې سره ۳-۱ په خپله ګټه بدله کړه. له دې سره، د وحید شمسایي شاګردان بېرته لوبې ته را وګرځېدل او بریالي شول چې لوبه مساوي کړي. په دوام کې یو ځل بیا اندونیزیا له خپل سیال څخه مخکې شوه، خو بیا هم ایران وتوانېد چې لوبه مساوي کړي، ترڅو په قانوني او اضافي وختونو کې لوبه ۵-۵ پای ته ورسېږي.
په پنالټي ضربو کې دواړو لوبډلو په لومړنیو پنځو ضربو کې یوه-یوه پنالټي ضایع کړه. په پای کې د اندونیزیا لوبغاړي خپله شپږمه ضربه بهر وویشتله او ایران د بلې پنالټي په ګول کولو سره د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

امرالله صالح: نیول شوي طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال د بښنې غوښتنه کوله