طالبان وایي په ارزګان کې ۲۵۱ مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې وېشل شوې

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې په موخه، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د دې ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۲۵۱ مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې وېشل شوې دي.