• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعـ.ش د اسلام اباد د مرګوني برید مسوولیت ومانه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۰

داعـ.ش د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د شیعه وو په یوه جومات کې د مرګوني برید مسوولیت په غاړه واخیست. دغه ډلې ویلي چې بریدګر د خپل ځانمرګي واسکټ د چاودولو دمخه په امنیتي ساتونکو ډزې وکړې. پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او له ۱۶۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

دا برید د نړۍ د یو شمیر هیوادونو لخوا غندل شوی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د برید په غندلو سره ویلي چې متحده ایالات د سولې او امنیت د پرمختګ لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ثبات د ودې لپاره په ګډه کار کولو ته ژمن دی.

د سفارت په خبرپانه کې ویل شوي، چې امریکا په دې سخت وخت کې د پاکستان سره ولاړه ده.

په اسلام اباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم دا برید یو ترهګریز برید وباله او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

طالبانو هم دا برید «د اسلامي او بشري ارزښتونو پر ضد» وباله.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

انور ابراهیم: د اسلام اباد برید په دیني خلکو قصدي او غیرې انساني عمل دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهیم، په اسلام‌اباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر یوه جومات د شوي برید له امله د خلکو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول قصدي بریدونه د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري.

انور ابراهیم د ایکس له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د اسلام‌اباد د جومات برید، چې د جمعې د لمانځه پر مهال شوی، «پر دیني خلکو یو قصدي او غیرانساني عمل» دی او ټینګار یې کړی، چې د مالیزیا حکومت او ولس د دې غمیزې پر مهال د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي.

د مالیزیا لومړي وزیر زیاته کړې، چې د دې برید قربانیانو کورنیو او ټپیانو ته د زړه له کومي خواخوږي وړاندې کوي او د هغو ټولو کسانو ترڅنګ ولاړ دی، چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي.

هغه همداراز هیله ښودلې، چې د پاکستان اړوند چارواکي به د دې برید په تړاو هر اړخیزه او بشپړه څېړنه ترسره کړي او عاملین به یې عدالت ته وسپاري.

پاکستانۍ رسنۍ: د اسلام‌اباد د وروستي ځانمرګي بریدګر دوه وروڼه نیول شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جيونیوز د خېبرپښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې په پېښور کې د اسلام‌اباد د وروستي بریدګر پر کور عملیات شوي دي. په راپور کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې د بریدګر دوه وروڼه له یوې ښځې سره یو ځای نیول شوي دي.

په عملیاتو کې بوختو چارواکو ویلي، چې د پېښې له ځایه د ځانمرګي بریدګر د پېژندنې اسناد هم ترلاسه شوي دي. د دغو اسنادونو له‌مخې، د بریدګر هویت د «یاسر» په نوم تثبیت شوی دی. د هغه په پېژندپاڼه کې دایمي پته «عباس کالوني، شېرجنګي سړک، چارسده روډ، پېښور» او اوسنۍ پته «ګنج محله قاضیان، پېښور» ثبت شوې ده.

په راپور کې وړاندې راغلي، پلټنو ښودلې چې یاد بریدګر پنځه میاشتې په افغانستان کې تېرې کړې دي او په دغه موده کې یې د وسلو کارولو او ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو روزنه ترلاسه کړې ده. راپور زیاتوي، چې د پاکستان امنیتي ادارې د نوموړي د دغه سفر ټول جزییات او په دې موده کې د هغه احتمالي اړیکې له نږدې څاري او پلټي.

هم‌مهاله بیا پر کابل واکمن طالبان د پاکستاني چارواکو دغه ډول څرګندونې غندي او بې‌بنسټه یې بولي. د طالبانو دفاع وزارت په تازه خبرپاڼه کې وویل، چې اسلام‌اباد باید کابل ته د ګوتې نیولو پر ځای پر خپلو امنیت ناکامیو باندې غور وکړي.

جيونیوز لیکي، پولیسو همداراز په پېښور ښار او شاوخوا سیمو کې د بریدګر د احتمالي شبکې، اسانتیا برابرونکو او همکارانو د پېژندنې او نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي. مسوولو چارواکو ټینګار کړی، چې څېړنې له ټولو اړخونو روانې دي او د بریدګر ټولې اړیکې، پیغامونه او د ملاتړ سرچینې په ډېر دقت سره څارل کېږي.

د پولیسو د سرچینو په خبره، تمه ده چې د روانو څېړنو په ترڅ کې نور مهم شواهد او معلومات هم ترلاسه شي، چې د دې ترهګریز برید د شالید د روښانېدو او د ټولو ښکېلو کسانو د پېژندنې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د پاکستانه په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د یوه جومات دننه ځانمرګي بریدګر ۳۱ تنه ووژل او ۱۶۹ کسان یې ټپیان کړل. د داعش خراسان وسله‌والې ډلې اړوند پاڼو ادعا کړې، چې دا برید د دوی یوه غړي سیف‌الله انصاري کړی دی، خو د پاکستاني چارواکو له‌خوا بیا د دوی دغه ادعا تایید شوې نه ده.

مقاومت جبهه: د اسلام‌اباد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله‌والې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا برید په افغانستان کې د تېرو ۲۵ کلونو د هغو جنایتونو یادونه تازه کوي، چې طالب ترهګرې دلې د افغانستان پر سپېڅلو دیني او کلتوري ځایونو بریدونه کول».

نوموړي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې برید په سیمه کې د فکري، اخلاقي او کلتوري تنوع د له‌منځه وړلو لپاره د ترهګرو یوه منظمه هڅه ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړی د نورو نیابتي ډلو لپاره د فکري او عملیاتي ملاتړ په توګه کارول کېږي او خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اصلي سرچینې له منځه وړلو پرته په سیمه کې د سولې او ثبات ټېنګښټ ناممکن دی.

مولانا فضل‌الرحمان: د لسګونو استخباراتي ادارو شتون سره په اسلام‌اباد کې خلک خوندي نه دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان په اسلام‌اباد کې د جمعې ورځې ځانمرګي برید په تړاو ویلي، چې د لسګونو استخباراتي ادارو په شتون کې هم د پلازمېنې عام وګړي خوندي نه دي. هغه زیاته کړې، چې دغه ډول بریدګر د انسانیت دوښمنان دي او له عاملینو سره باید نرمښت ونه‌شي.

نوموړي همداراز په اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې هېڅ هېواد له ترهګرۍ خوندي نه دی، خو په داسې شرایطو کې د امنیتي ادارو پر خپلو کړنو ویاړ د پوښتنې وړ خبره ده. د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر څرګنده کړې، چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

مولانا فضل‌الرحمان لیکي: «دولتي بنسټونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ځای په سیاسي چارو کې په لاس‌وهنه بوخت دي». هغه نیوکه کړې، چې پاکستاني چارواکي یوازې تر پېښې وروسته د غندلو پر بیانونو تکیه کوي او ملت ته هېڅ ډول قناعت نه ورکوي.

د پاکستان ګڼو سیاستوالو د اسلام‌اباد په ترلای سیمه کې د شیعه‌ګانو د یوه جومات دننه ځانمرګی برید غندلی دی. د شمېرو له‌مخې، دغه برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته امنیتي خبرداری ورکړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۰

د اسلام‌اباد د ترلای سیمې په یوه جومات کې تر ځانمرګي برید وروسته، په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت یو امنیتي خبرداری خپور کړی او خپلو وګړو ته یې د احتیاطي تدابیرو د نیولو سپارښتنه کړې ده.

د سفارت د خپرې شوې خبرتیا له‌مخې، امریکایي وګړو ته ویل شوي چې له ګڼه‌ګوڼې ډکو سیمو او لویو عامه غونډو څخه ډډه وکړي، خپل شخصي امنیتي پلانونه له سره وارزوي او د وروستیو بدلونونو د معلومولو لپاره په دوامداره ډول سیمه‌ییز خبرونه او رسنۍ وڅاري.

همدارنګه، امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې ځان له عامه پاملرنې څخه وساتي، تل خپل د پېژندنې اسناد له ځان سره ولري او د اړتیا پر مهال له پولیسو سره همکاري وکړي. د امریکا سفارت ټینګار کړی، چې د یادو سپارښتنو پلي کول کولای شي په پاکستان کې د سفر او استوګنې پر مهال احتمالي ګواښونه راکم کړي.

امریکا داسې مهال په پاکستان کې خپلو وګړو ته دا خبرداری ورکوي، چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه جومات دننه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې ۳۱ کسان ووژل شول. همداراز، په دې برید کې ۱۶۹ کسان ټپیان شوي او روغتیاپالانو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی دی.