طالبان وایي سږ کال یې ۱۵۸ زره مټریک ټنه د پنبې حاصل ترلاسه کړی

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په ټول هېواد کې له ۱۰۴ زره هکتاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه پنبه ترلاسه شوې ده. تر ټولو زیات حاصلات په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.