• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په پکتیا کې یې ۱۲۰۰ راستنو شوو کډوالو ته مرستې وېشلي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې یې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او غنمو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروګرام له مخې، ۱۲۰۰هغو کډوالو ته چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، ټولټال ۶میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او ۳۰۰ټنه غنم وېشل کېږي.

دغه راستنېدونکي اکثراً هغه کورنۍ دي چې د جنګ او اقتصادي ستونزو له امله په تیرو څو کلونو کې له خپلو سیمو کډه شوي او اوس بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته راستنېږي. د کډوالو ډیری کورنۍ د خوراک، سرپناه او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، او د دې مرستو موخه د دوی د ژوندي پاتې کېدو او ورځنیو اړتیاوو پوره کول دي.

د یاد ولایت د علماوو شورا مرستیال، مولوي امان‌الله حقاني، په دې اړه ویلي چې طالبان هڅه کوي تر خپلې وسې د راستنېدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د اړینو خدماتو چمتو کولو لپاره اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

حافظ حمدالله: د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو پایله ده نه د «افغانستان ترهګري»

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام لوړپوړی مشر او پخوانی سناتور، حافظ حمدالله، په دغه هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په اړه د امنیتي او استخباراتي ادارو پر فعالیتونو جدي پوښتنې راپورته کړي دي. هغه ویلي، د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو پایله ده نه د «افغانستان ترهګري»

هغه په خپلې وروستي وینا کې د پاکستان د حکومت هغه ادعاوې چې تل افغانستان د ناامنیو لپاره مسوول بولي، له ننګ سره مخ کړې. هغه په ټینګار سره وویل:«که ترهګر له افغانستان څخه راځي، نو زه پوښتنه کوم چې ولې دغه ترهګر ایران یا چین ته نه ځي؟ ولې دا ترهګري یوازې زموږ په برخلیک کې لیکل شوې ده؟»

حمدالله د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د څرګندونو په اړه وویل چې هغه ویلي و: «هېوادونه چې پوځ ونه لري، د سوریې او لبنان په څېر کېږي.» حمدالله په ځواب کې وویل:«موږ د نړۍ لومړۍ پوځ، لومړني استخباراتي ځواک (ای ایس ای) او اټومي ځواک لرو. که ټول ځواکونه لرو، نو ولې موږ د سوریې او لبنان په وضعیت کې یو؟ ولې هره ورځ زموږ په سړکونو د جنازو مراسم ترسره کېږي؟»

هغه زیاته کړه چې د عدالت غږ په پاکستان کې خاموشېږي:«موږ د جسدونو ترلاسه کولو څخه نه وېرېږو، بلکې د دې څخه وېرېږو چې د پوښتنو کولو په خاطر سزا ونه ګورو.»

حمدالله ټینګار وکړ چې د خلکو د وینې د مطالبه کولو حق لري او په دې لار کې له هېڅ چا نه وېرېږي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې، چې په اسلام اباد کې د داعش له وروستي ځانمرګي برید وروسته د پاکستان چارواکو بیا د افغانستان پر ضد تورونه لګولي دي. حمدالله چې خپله د کوټې اوسېدونکی دی، باور لري چې د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو او مدیریتي نیمګړتیاوو له امله رامنځته شوې، نه د ګاونډیو هېوادونو د کړنو له امله.

ریچارډ بنېټ راتلونکې اوونۍ په لاهور کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت وینا کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ وايي، د پاکستان په لاهور ښار کې یوې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خبرې کوي. بېنټ به د پاکستان د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګیر په یاد جوړې شوې غونډه کې د ګډون ترڅنګ وینا هم وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه د پاکستان د بشري حقونو مخکښې فعالې یوه خبره په اېکس کې له خپل یادښت کې لیکلي، چې «زه به د خلکو د اساسي حقونو په اړه جوړجاړی ونه کړم»

د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګې پورته له زده کړو محرومې کړي دي او د مېرمنو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی.

طالب پلاوی د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ناسته کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته لاړ

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو پلاوی اندونیزیا ته لاړ. دوی په هغه ناسته کې د ګډون په موخه سفر کوي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په موخه جوړه شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د سلواغې په ۱۸مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر د مشر حسیب الله احمدي په مشرۍ اته کسیز پلاوی، چې پکې د یاد معینیت یو شمېر رئیسان او د عامې روغتیا وزارت مسؤلین شامل دي، د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته په سفر روان شو.

دوی زیاتوي، چې دا پلاوی په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په رسمي بلنه او د جاپان هېواد په مالي همکارۍ، په هغه ناسته کې د ګډون په موخه سفر کوي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په هدف جوړه شوې ده.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د کابل ښار په ګډون له ولایتونو څخه زرګونه تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي دي او ځیني یې د تداوی وروسته خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.

په بدخشان کې یوې درې ته د موټر د لوېدو په پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د بدخشان ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په «سمدر» سیمه کې یوې درې ته د فلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله ۱۲کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن د شنبې په ورځ د سلواغې په ۱۸مه نېټه له غرمې مخکې رامنځته شوې ده. ویل کېږي، چې د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا موټر د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار څخه د ارغنجخواه ولسوالۍ مرکز ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې له سړک څخه درې ته ولوېد.

د طالبانو امنیې قومندانۍ د دې پېښې لامل د سړک سخت خرابوالی بللی دی.

د هلکانو په جامو کې د یوې نجلۍ نیول او جبري اعتراف؛ «مجبوره وم چې کار وکړم»

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۰

د یوې نجلۍ د جبري اعتراف د ویډیو خپریدو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځانته اړولی دی. په ویډیو کې نجلۍ چې د هلکانو جامې یې اغوستې دي وايي چې هغه د خپلو خویندو د ساتنې او پالنې لپاره کار کولو ته اړ شوې ده.

هغه د دریو کلونو راهسې په یوه چای خانه کې د ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې کار کاوه خو نوموړې اوس د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

په ویډیو کې یو طالب د هلک په جامو کې د نجلۍ څخه د هغې د هویت، د هغې د ژوند ځای او د هغې د کورنۍ په اړه پوښتنه کوي.

طالب پوښتنه کوي، "ایا ته هلک یې که نجلۍ؟"

هغه نجلۍ چې د هلک جامې یې اغوستې دي تاییدوي چې هغه یوه نجلۍ ده او مجبوره ده چې د هلکانو جامې واغوندي ځکه چې هغه د خپلې کورنۍ د پالنې مسوولیت لري.

هغه طالب چې د هلک په جامو کې نجلۍ څخه اعتراف اخلي له هغې څخه د هغې د کار ځای هلته د څومره وخت راهیسې کار کوي او د هغې د معاش په اړه پوښتنه کوي.

نجلۍ ځواب ورکوي، چې هغه له دریو کلونو راهیسې په یوه کافه کې کار کوي، په لومړیو څو کلونو کې اووه زره افغانۍ او د اتو میاشتو یا یو کال وروسته لس زره افغانۍ ګټي.

وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ کال بیاځلي واک ته ورسېدل، له افغان مېرمنو یې د کار کولو حق واخیست.

د دولتي ادارو ښځینه کارمندانې - د روغتیا او ځینو تعلیمي سکتورونو پرته ښځې په کورونو کې بندې شوې.

طالبانو په خصوصي ادارو او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو د کار کولو مخه هم ونیوله او د سلګونو ښځو د ښکلا سالونونو دروازې یې وتړلې.

هغه پریکړې، چې د سلګونو زرو افغان کورنیو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت هم په مختلفو ښارونو کې د کوڅو او بازارونو څخه د ځوانو ښځو د نیولو لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړی دی.

نجونې د هلکانو جامې اغوستل؛ د طالبانو د بندیزونو په وړاندې مقاومت

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د نجونو له خوا د هلکانو جامې اغوستل هم عامې وې؛ نجونو د طالبانو د بندیزونو څخه د خلاصون لپاره خپلې جامې بدلې کړې ترڅو ښوونځي ته لاړې شي، کار وکړي او په ټولنه کې شتون ولري.

د طالبانو له دورې وروسته، افغان ډایرکټر صدیق برمک د اسامه په نوم فلم جوړ کړ، چې د هلکانو جامې اغوستونکې نجلۍ د ژوند کیسه یې راخیستې وه.

اسامه فلم په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت په اړه جوړ شو. د دې فلم کیسه د یوې نجلۍ کیسه ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د هلکانو په جامو او ظاهري بڼې سره ټولنې ته د ننوتلو لپاره اړ اېستل کیږي او له ټولنې څخه د اېستل کیدو په وړاندې مقاومت کوي.

د دې فلم ډایرکټر صدیق برمک د خپل کار په اړه وویل: «اسامه په هغه دوره کې یوه ریښتینې تراژیدي وه کله چې هیچا د خپلو پریکړو کولو حق نه درلود.»

صدیق برمک په ۲۰۰۴ کال کې د اسامه فلم سره د کانز فلم فستیوال کې د غوره بهرني ژبې فلم لپاره د ګولډن ګلوب جایزه او د ګولډن کیمرې جایزه وګټله.