طالبان وایي په بادغیس کې یې د وحشي مرغانو د ښکار په تور اته کسان نیولي دي

په بادغیس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې یې اته کسان د وحشي مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.

په بادغیس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې یې اته کسان د وحشي مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.
په بادغیس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي ویلي، چې تېره شپه یې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند د جهادوستانو په سیمه کې هغه اته کسان نیولي، چې د شپې له تیارې څخه په استفادې به یې په غرونو کې په غېرقانوني توګه د وحشي مرغانو ښکار کاوه.
صدیقي ویلي، چې د یادو ښکاریانو له ډلې یې ځینې د ښکار شویو مرغانو سره یو ځای نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یو فرمان په صادرولو سره د مرغانو ښکار منع کړی، خو لا هم په ځینو ولایتونو کې خلک د الوتونکو ښکار کوي.


طالبانو د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د راکړې ورکړې پر مهال د پاکستانۍ کلدارې د کارونې له امله ۶ هټۍ وتړلې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، په هېواد کې د پاکستانۍ کلدارو کارونه په «مطلق» ډول منع ده.
په افغانستان کې د جمهوري نظام په وروستیو کې په ډېریو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارو پر چلښت بندیز ولګېد او طالبانو هم له بیا واکمنېدو سره همدغه سیاست وڅاره. خو داسې ښکاري چې لا هم په ځينو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه کېږي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) وویل: «د مومند درې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ د کلدارو د بندېدو ګډ کمېسیون نن د دهزار ناو په بازار کې د څارنې پر مهال د کلدارو د کارونې له امله څلور عمده پلورنځي، یو د موبايلونو پلورنځی او یو نانوایي وتړل او مهر و لاک شول».
نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې د کلدارو کارونه په مطلق ډول منع ده او په وینا یې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
د یادونې وړ ده، چې پخوا به په لویدیځو ولایتونو کې ایراني تومان او په ختیځ، سویل ختیځ او سویلي ولایتونو کې په ورځنیو چارو او راکړو ورکړو کې تر ډېره پاکستانۍ کلدارې کارول کېدې، خو د جمهوري نظام په وروستیو کې په ډېریو ولایتونو کې پر بهرنیو اسعارو او په ځانګړې ډول پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه بنده شوه او طالبانو هم د تېر نظام دغه پالیسي تعقیب کړه، خو داسې ښکاري چې طالبان لا تر اوسه په بشپړه توګه پر دغې چارې نهدي بریالي شوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني ویلي، چې د یادې ډلې د «جهادي» اثارو راټولونه او ساتنه د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهمه ده او د هغوی په فکري اصلاح کې اغېزناک رول لري.
طالبان چې په خپلو کارنامو کې ځانمرګي بریدونه او د بامیان د بُتانو ویجاړول لري وايي، په سمه توګه د تاريخ انتقال راتلونکو نسلونو ته ډېر ګټور دی.
د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتو وزیر شېر احمد حقاني د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د «جهادي» اثارو د ساتنې لوی ریاست د نویو مسوولینو په معرفت غونډه کې ویلي، چې د یادې ډلې د «جهادي» اثارو راټولول او ساتنه د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې: «د تاریخ صحي انتقال راتلونکو نسلونو ته ډېر اثر لري. د راتلونکو نسلونو په بیداره کولو کې، د هغوی متوجې کولو کې او د هغوی په فکر برابرولو کې زیات اثر لري. دا زموږ تجربه ده، کله چې موږ د مجاهدینو تاریخونه ګورو، د هغوی قربانۍ او ستړیاوې چې د اسلامي نظام د قایمولو لپاره د دې لپاره شوې دي، چې سړی ډېر متوجې کړي».
طالبانو د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د «جهادي» اثارو موزیمونه جوړ کړي او ټول هغه وسایل او ماینونه یې پکې نندارې ته اېښي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د پخواني نظام د نظامیانو او ملکي کسانو په وژنه کې ترې استفاده کړې وه.
ډیری کسان وايي، د دې ډلې تازه جوړو شویو موزیمونو ته په ورتګ سره یې په ذهنونو کې د تېرو کلونو د ځانمرګو بریدونو او ملکي وګړو د وژنو انځورونه تازه کېږي او زیاتوي، د طالبانو دغه کړنې د راتلونکي نسلونو پر مفکورې خورا منفي اغېز کوي.

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناهغوښتونکي په وسلهوال برید کې په نښه شوي وو.
د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمانالله لکنوال په نوم د یوه افغان پناهغوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.
د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس لهخوا پرې برید شوی دی.»
د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.
د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

پاکستاني چارواکي وايي، د اسلاماباد د شیعهوو پر جومات د وروستي خونړي برید اصلي طراح د افغانستان وګړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ وویل چې د یاد برید په تړاو څلور کسان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې نیول شوي دي.
محسن نقوي وویل چې د دې برید ټول ښکېل کسان، د اصلي طراح په ګډون، د سهار شاوخوا درې بجې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شول. د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د پاکستان یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د برید طراح له داعش ډلې سره تړاو لري. نوموړي ادعا وکړه چې دا مهال شاوخوا ۲۱ترهګرې ډلې، د تحریک طالبان پاکستان او داعش په ګډون، له افغانستان څخه فعالیت کوي.
محسن نقوي د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ زیاتېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «پخوا به دوی ۵۰۰ډالر ترلاسه کول، خو اوس ۱۵۰۰ډالر اخلي. دا ښکاره ده چې څوک یې بودیجه زیاتوي.»
هغه ادعا وکړه چې دا ډلې د هند لهخوا تمویلېږي او زیاته یې کړه چې پاکستان به دا بهیر ودروي.
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه نیونې د نوښار او پېښور په سیمو کې د دوو جلا استخباراتي عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي، خو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا شوی.

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزلحصار زندان کې اعدام کړي دي.
ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام لهخوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.
یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بېساري ډول چټکه کړې ده.
د ههنګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.