• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي چارواکی: نتنیاهو له ټرمپ سره د ژر کتنې غوښتنه وکړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۰

یو امریکایي چارواکي د اسراییل ۱۳ چینل ته ویلي، چې بنیامین نتنیاهو غوښتنه کړې وه، چې له ډونالډ ټرمپ سره د هغه ټاکل شوې لیدنه یوه اوونۍ مخکې ترسره شي. نتنیاهو پلان درلود، چې د سلواغې په ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره وګوري، خو اوس د دې کتنې وخت بدل شوی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر نن اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو به د سلواغې په ۲۲مه په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره له ایران سره د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.
د دغې اعلامیې له‌مخې، نتنیاهو باور لري چې «خبرې اترې باید د بالسټیک توغندیو د محدودولو او د ایران د رژیم له‌خوا د مقاومت د محور د ملاتړ پای ته رسولو په برخه کې وي».

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰
100%

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

د اذربایجان له زندانونو څخه ۱۴ افغان بندیان خوشې شوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. وزارت همدا راز ویلي چې د دغه بندیانو دوسیې به په افغانستان کې تعقیب کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې نن شنبه، د سلواغې په ۱۸مه، خپره شوې، د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتل کېږي.

په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې تیره اونۍ ۱۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت یو چارواکی ترکیې ته په رسمي سفر تللی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دغه وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم ریس، نعیم الله ایوبي، ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی. طالبان وایي، ددغه سفر موخه د روغتیاري همکاریو پياوړي کول دي.

د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ایوبي به د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم اړوند یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، طالبان خپلې همکارۍ د روغتیایي محصولاتو په برخه کې له هند، ایران او ترکیې سره پراخې کړې دي.

سره له دې چې ترکیې د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی، خو د دواړو خواوو اړیکې ښې دي او ترکیه په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره پراخې همکارۍ لري.

مایک والټرز: امریکا پلان لري ملګرو ملتونو ته د میلیاردونو ډالرو لومړنی قسط ورکړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز ویلي، متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونیو کې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې او سوله‌ییزو ماموریتونو پاتې پیسې ورکړي. هغه ټینګار کړی چې دا تادیه د پورونو د کمولو او د سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ یوه مهمه نښه ده.

والټز ویلي: «تاسې به ډېر ژر زموږ د کلني سهم یوه مهمه برخه وګورئ. دا یوازې د پورونو لومړنی قسط دی، خو یوه څرګنده نښه ده چې موږ د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړې چې امریکا غواړي ملګري ملتونه اغیزمن، تمرکزي او بې‌ځایه څانګې کمې کړي او پر هغو برخو تمرکز وکړي چې د سولې، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې تضمینوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي، د عادي بودیجې ۹۵ فیصده پور پر امریکا لري، او د سوله‌ییزو ماموریتونو لپاره شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالر پاتې دي.

په هند کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۱۸ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
100%

هندي چارواکو ویلي، چې ددغه هیواد د شمال ختیځ په جاینتا هیلز سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. پولیسو د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل کړي دي.

یو سیمه ییز چارواکی، مانېش کومار، د پنجشنبې په ماښام (سلواغې ۱۶مه) رسنیو ته وویل چې کېدای شي یو شمېر کارګران لا هم لاندې بند پاتې وي. د هغه په خبره، کارګران په دې ځای کې «غیر قانوني» د ډبرو سکرو او نورو کانیزو موادو د استخراج په کار بوخت وو.

د سیمې د پولیسو قوماندان وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ممکن ډینامیټ د چاودنې سبب شوی وي. هغه زیاته کړه چې د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلېت ترڅنګ ویلي چې حکومت به د هر قرباني کورنۍ ته شاوخوا ۲۰ زره ډالره غرامت ورکړي.