ایراني چارواکی: ټرمپ ته مو ویلي چې که کومه تېروتنه وکړي تر ۴ زره کسانو به یې ووژنو

د ایران د ملي امنیت کمېسیون غړي محمود نبویان ویلي، چې ټرمپ له مذاکرې مخکې د یوه هېواد له لارې پیغام رالېږلی و، چې «اجازه راکړئ په ایران کې دوه ځایونه په نښه کړو». د هغه په وینا، دوی ورته ویلي: «وخت تېر شوی، که مو کومه تېروتنه وکړه موږ به ستاسو له ۳ څخه تر ۴زرو پورې کسان ووژنو».
نبویان زیاته کړې: «موږ د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې له سیمهییزو سیالانو سره اړیکه ونیسي او اعلان وکړي، چې هر شرکت یا اډه چې د امریکا نوم ولري، هدف به وګرځول شي».
