• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د افغان پناه‌غوښتونکي په برید کې په نښه شوو دوو سرتېرو ته پوځي مډال ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناه‌غوښتونکي په وسله‌وال برید کې په نښه شوي وو.

د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمان‌الله لکنوال په نوم د یوه افغان پناه‌غوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس له‌خوا پرې برید شوی دی.»

د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.

د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د اسلام‌اباد د جومات د برید طراح افغان وګړی دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

پاکستاني چارواکي وايي، د اسلام‌اباد د شیعه‌وو پر جومات د وروستي خونړي برید اصلي طراح د افغانستان وګړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ وویل چې د یاد برید په تړاو څلور کسان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې نیول شوي دي.

محسن نقوي وویل چې د دې برید ټول ښکېل کسان، د اصلي طراح په ګډون، د سهار شاوخوا درې بجې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شول. د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د پاکستان یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د برید طراح له داعش ډلې سره تړاو لري. نوموړي ادعا وکړه چې دا مهال شاوخوا ۲۱ترهګرې ډلې، د تحریک طالبان پاکستان او داعش په ګډون، له افغانستان څخه فعالیت کوي.

محسن نقوي د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ زیاتېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «پخوا به دوی ۵۰۰ډالر ترلاسه کول، خو اوس ۱۵۰۰ډالر اخلي. دا ښکاره ده چې څوک یې بودیجه زیاتوي.»

هغه ادعا وکړه چې دا ډلې د هند له‌خوا تمویلېږي او زیاته یې کړه چې پاکستان به دا بهیر ودروي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه نیونې د نوښار او پېښور په سیمو کې د دوو جلا استخباراتي عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي، خو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا شوی.

د اوکراین ولسمشر: امریکا غواړي تر اوړي پورې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، امریکا غواړي مسکو او کیېف د روان کال تر اوړي موسم مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي زیلینسکي ویلي، اوکراین د واشنګتن هغه وړاندیز منلی چې له مخې یې د سولې د خبرو نوی پړاو ټاکل شوی او تمه ده تر راتلونکې اوونۍ پورې د امریکا د میامي په ښار کې ترسره شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا به پر روسیې او اوکراین فشار راوړي، څو دا ټاکلی مهالوېش ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «امریکا غواړي جګړه تر روان اوړي مخکې پای ته ورسېږي. د کانګرس منځمهاله ټاکنې د امریکایانو لپاره مهمې دي. باید ساده‌ګومان کې ونه اوسو، هغوی غواړي هر څه تر جون میاشتې پورې بشپړ کړي.»

د اوکراین ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهالوېش لرونکی پلان وړاندې کړی، خو د دغه پلان نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ هوایي بریدونه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۰

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو، برېښناکوټونو او د برېښنا د وېش پر شبکو پراخ هوایي بریدونه کړي او دغه هېواد یې هم‌مهاله له سختې ژمنۍ یخنۍ سره مخ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه نېټه راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، دغه شپني بریدونه د روسیې له‌خوا د څه باندې ۴۰۰بې‌پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۴۰توغندیو په وسیله ترسره شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې کولی شول چې د رښتینې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو پر ځای یې هر ځل نوې پوځي حملې ترسره کوي. هغه زیاته کړه:«دا ډېره مهمه ده هغه کسان چې د درې‌اړخیزو مذاکراتو ملاتړ کوي، دې وضعیت ته ځواب ووايي. مسکو باید ونه‌شي کولای چې سړه هوا د اوکراین پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.»

د راپور له مخې، د مسکو او کیېف ترمنځ د جګړې نږدې څلور کاله وروسته، د اوکراین د انرژۍ سکتور د پرله‌پسې روسي بریدونو، د جګړې زیانونو او د ژمي د سختې یخنۍ له امله د جدي سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشت د روسیې او اوکراین ترمنځ د هوکړې لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

طالبان وایي په پکتیا کې یې ۱۲۰۰ راستنو شوو کډوالو ته مرستې وېشلي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې یې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او غنمو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروګرام له مخې، ۱۲۰۰هغو کډوالو ته چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، ټولټال ۶میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او ۳۰۰ټنه غنم وېشل کېږي.

دغه راستنېدونکي اکثراً هغه کورنۍ دي چې د جنګ او اقتصادي ستونزو له امله په تیرو څو کلونو کې له خپلو سیمو کډه شوي او اوس بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته راستنېږي. د کډوالو ډیری کورنۍ د خوراک، سرپناه او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، او د دې مرستو موخه د دوی د ژوندي پاتې کېدو او ورځنیو اړتیاوو پوره کول دي.

د یاد ولایت د علماوو شورا مرستیال، مولوي امان‌الله حقاني، په دې اړه ویلي چې طالبان هڅه کوي تر خپلې وسې د راستنېدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د اړینو خدماتو چمتو کولو لپاره اقدامات وکړي.