• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي‌اېن‌اېن: د ټرمپ اداره لا هم په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پیاوړتیا ته دوام ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰

سي‌اېن‌اېن د یوه جګپوړي امریکایي چارواکي له قوله د متحده ایالاتو د ولسمشر د استازو سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر له‌خوا د ابراهیم لینکن په نوم د الوتکې وړونکې بېړۍ څخه د لیدنې په اړه لیکلي، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان ورته بلنه ورکړې وه، څو له دې بېړۍ لیدنه وکړي.

دغه چارواکي زیاته کړه، چې د دغه سفر موخه په سیمه کې له امریکایي پوځي ځواکونو څخه مننه او قدرداني وه. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې یوه ورځ وړاندې د عمان په پلازمېنه کې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مذاکرات شوي وو.
سي‌اېن‌اېن ویلي، دا لیدنه د دې ټکي یادونه کوي چې په داسې حال کې چې متحده ایالات او ایران اوس یو ځل بیا په مذاکراتو بوخت دي، د ټرمپ اداره لا هم په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي ځواکونو د پام وړ پیاوړتیا ته دوام ورکوي.
د یادې خبري شبکې په وینا، دغه پوځي حضور په وروستیو اوونیو کې د ټرمپ له‌خوا پر ایران د برید د انتخابونو د ارزونې له امله چټکتیا موندلې، خو تراوسه داسې هېڅ نښه نشته چې د دغو انتخابونو د پرمخ وړلو په اړه کومه پرېکړه شوې وي.
په سیمه کې یوې سرچینې سي‌اېن‌اېن ته ویلي، چې د عمان او د ایران چارواکي له دې مخکې د وېټکاف او کوشنر د دې الوتکو لېږدوونکې بېړۍ له لیدنې خبر شوي وو.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

امریکا پلان لري چې د غزې د سولې پلاوي لومړۍ ناسته په واشنګټن کې جوړه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰
100%

د اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې سپینه مانۍ پلان لري څو د فبروۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د «غزې د سولې پلاوي» لومړۍ ناسته ترسره کړي. د یادې ناستې موخه د غزې د اوربند تړون د دویم پړاو پلي کول او د غزې لپاره د مرستو راټولول دي.

د غزې د سولې پلاوی دمګړی ۲۷ غړي لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېسیون ته واک ورکړی، چې د غزې د اوربند د پلي کېدو څارنه وکړي او د حکومتدارۍ او بیارغونې په برخه کې کار وکړي.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د لسګونو هېوادونو له مشرانو سره اړیکې نیولي او هغوی یې د اوربند پر اجراییوي مسایلو او مرستو د خبرو لپاره دغې غونډې ته بللي دي.

یوې سرچینې اکسیوس ته ویلي: «تراوسه هېڅ هم نه دي بشپړ شوي، خو حکومت پلان لري او ګوري چې کوم مشران ګدون کولی شي».

اخوا اسراییلي چارواکو ویلي، ټاکل شوې ده چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو د فبروۍ په ۱۸مه له یادې ناستې څخه یوه ورځ مخکې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

نتنیاهو د ټرمپ له‌خوا د اسراییل له پلاوي سره د یوځای کېدو بلنه منلې ده، خو تراوسه یې د هغه منشور نه دی لاسلیک کړی.

که څه هم د غزې د اوربند د تړون دوهم پړاو پیل شو، خو دېر ورو پلي کېږي.

اسراییل هوکړه کړې چې د غزې او مصر ترمنځ د رففح لاره پرانیززي، خو پر دغه لاره یوازې کم شمېر فلسطینیانو ته د تېرېدو اجاره ورکړل شوې ده.

د فلسطین لپاره یو تخینکي حکومت جوړ شوی، خو یاد حکومت لا هم غزې ته نه دی داخل شوی او له مصر څخه فعالیت کوي.

امریکا د افغان پناه‌غوښتونکي په برید کې په نښه شوو دوو سرتېرو ته پوځي مډال ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰
100%

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناه‌غوښتونکي په وسله‌وال برید کې په نښه شوي وو.

د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمان‌الله لکنوال په نوم د یوه افغان پناه‌غوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس له‌خوا پرې برید شوی دی.»

د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.

د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

د اوکراین ولسمشر: امریکا غواړي تر اوړي پورې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، امریکا غواړي مسکو او کیېف د روان کال تر اوړي موسم مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي زیلینسکي ویلي، اوکراین د واشنګتن هغه وړاندیز منلی چې له مخې یې د سولې د خبرو نوی پړاو ټاکل شوی او تمه ده تر راتلونکې اوونۍ پورې د امریکا د میامي په ښار کې ترسره شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا به پر روسیې او اوکراین فشار راوړي، څو دا ټاکلی مهالوېش ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «امریکا غواړي جګړه تر روان اوړي مخکې پای ته ورسېږي. د کانګرس منځمهاله ټاکنې د امریکایانو لپاره مهمې دي. باید ساده‌ګومان کې ونه اوسو، هغوی غواړي هر څه تر جون میاشتې پورې بشپړ کړي.»

د اوکراین ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهالوېش لرونکی پلان وړاندې کړی، خو د دغه پلان نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰
100%

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ هوایي بریدونه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۰
100%

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو، برېښناکوټونو او د برېښنا د وېش پر شبکو پراخ هوایي بریدونه کړي او دغه هېواد یې هم‌مهاله له سختې ژمنۍ یخنۍ سره مخ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه نېټه راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، دغه شپني بریدونه د روسیې له‌خوا د څه باندې ۴۰۰بې‌پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۴۰توغندیو په وسیله ترسره شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې کولی شول چې د رښتینې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو پر ځای یې هر ځل نوې پوځي حملې ترسره کوي. هغه زیاته کړه:«دا ډېره مهمه ده هغه کسان چې د درې‌اړخیزو مذاکراتو ملاتړ کوي، دې وضعیت ته ځواب ووايي. مسکو باید ونه‌شي کولای چې سړه هوا د اوکراین پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.»

د راپور له مخې، د مسکو او کیېف ترمنځ د جګړې نږدې څلور کاله وروسته، د اوکراین د انرژۍ سکتور د پرله‌پسې روسي بریدونو، د جګړې زیانونو او د ژمي د سختې یخنۍ له امله د جدي سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشت د روسیې او اوکراین ترمنځ د هوکړې لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.